بولتون په دې کتاب کې چې سرلیکیې دی "هغه خونه چې دا پهکې پېښ شول" د ټرمپ په کابینه کې د خپل ۱۷ میاشتني کار په لړ کې مسایل رانغښتي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، طالبانو تېره شپه د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ او د بغلان په ډنډ غوري سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي. دغه وزارت په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې په نیمروز کې د طالبانو شوی برید په شا تمبول شوی او ځوابي ډزو کې یې پنځه طالبان وژل شوي دي. دفاع وزارت وایي، دغه برید کې حکومتي ځواکونو ته زیان نهدی اوښتی. دغه وزارت ادعا کوي چې د بغلان ډنډ غوري سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو ډلهییز برید شنډ کړی او ۶ طالبانیې وژلي دي. چارواکي وایي، ډنډ غوري... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو حکومت وایي، د دې سربېره چې ایران، د اسلامي دولت افراطي ډلې او القاعده شبکې تېر کال شکست وخوړ، بیا هم سختو ترورېستي ګواښونو ادامه پيدا کړه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ترورېزم په اړه د ۲۰۱۹ کال راپور پرون خپور کړ. په دې راپور کې ایران د ترهګرو ناوړه ملاتړی بلل شوی دی. په راپور کې راغلي چې تهران تېر کال هم د القاعده د تسهیلاتو یوې شبکې ته اجازه ورکړه چې په ایران کې فعالیت وکړي او له هغه ځایه د افغانستان او سوریې په څېر سیمو ته چې شخړې دي، وسلهوال واستوي او پیسې ولېږي. Читать дальше...
د پیسو نړیوال صندوق (ایاېماېف) د نړۍ د روان کال او راتلونکي کال د اقتصادي ودې راپور خپور کړ. (ایاېماېف) د چهارشنبې په ورځ وویل چې ۴،۹ فیصده به اقتصادي وده کمه شي. دا مؤسسه چې مرکز یې په واشنګټن کې دی، ۱۰ اوونۍ مخکې یې هم راپور خپور کړی و او د هغه وخت له راپور څخه اوسنۍ وړاندوینه ۱،۹ فیصده ټیټه ده. (ایاېماېف) وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې به اقتصادي وده ۵،۴ ته ورسېږي ځکه چې د نړۍ اقتصاد به هغه څه تر هغه وخت پورې ترلاسه نهکړي چې د کرونا ویروس په وختیې له لاسه ورکړي دي. د وړاندوینې له مخې به... Читать дальше...
د ابتدایي تحقیقاتو له نتیجې ښکاري چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تېرې میاشتې د الوتکې د غورځېدو علت انساني تېروتنه وه. په دې پېښه کې ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د پاکستان د ملکي هوایي چلند وزیر غلام سرور خان پرون د دې نتیجو د اعلان پر مهال وویل چې (اییر بس-۳۲۰ اې) الوتکې کومه ستونزه نهلرله، خو پيلوټ د هغه مرستیال او د څارنې برج لارښوونې نهدي رعایت کړي. د پاکستان د هوایي چلند د دې الوتکې د غورځېدو له پېښې یوازې دوه تنه ژوندي پاتې شول. د (پيایاې) دې الوتکې د مې په ۲۲مه مخکې تر دې سقوط وکړ چې د جناح په نړیوال هوایي ډګر کې کېني.
د لوګر چارواکي وایي چې د لوګر-کابل د لارې د امنیت لپارهیې هڅې ګړندۍ کړې دي. د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو له وزارت سره په ارتباط کې دي او هیله ده چې ډېر ژر وضعیت ښه شي. هغه زیاته کړه: "تمه ده چې په لنډ راتلونکي کې د دې لویې لارې په امنیتي وضعیت او په مجموع کې د لوګر په امنیتي وضعیت کې مثبت تغییرات راشي، خو طالبان ډېر کله چریکي بریدونه کوي چې مخنیوی یې اسانه نهدی. امنیتي ځواکونه په دې ولایت کې په لوړ مورال له طالبانو سره جګړه کوي او اجازه به ورنهکړي... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې نن د اماراتو د هوایي چلند الوتنې کابل ته شروع شي. له څه باندې درې میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان ته بهرنۍ او د افغانستان دننه الوتنې ځنډول شوې وې. پرون لومړی بهرنی پرواز د ترکش ایرلاین و چې کابل تهیې ۳۵۰ مسافر انتقال کړل. د داخلي الوتنو په لړ کې تمه ده چې خوست ته پروازونه پيل شي. د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل: "موږ وتوانېدو چې راتلونکې اوونۍ د خوست او کابل ترمنځ پروازونه بېرته پيل کړو او ټولې هغه لارښوونې چې د کرونا ویروس د مخنیوي... Читать дальше...
د پاکستان او ایران استازو پر افغان سوله خبرې وکړې. ایراني رسنۍ خبر ورکوي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صدیق خان سره پرون وغږېده. د دې ټيلیفوني مکالمې جزئیات نهدي خپاره شوي، خو دا خبرې په داسې وخت شوې دي چې روانه اوونۍ د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر ایران ته ولاړ او د بېلابېلو دوه اړخیزو موضوعاتو ترڅنګیې د سیمې پر ثبات او امنیت له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې.
انتونیو ګوترش د ستونزې د حل لپاره د دوو دولتونو د جوړېدو پر پلان ټینګار وکړ. له یوې مودې راهیسې داسې پلان مطرح شوی دی چې د اسرائیل ترڅنګ د فلسطین خپلواک هېواد تأسیس شي.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وایي چې ولس د طالبانو وروستیو شخړو ته اندېښمن دی او دې بریدونو د سولې د خبرو پيلېدل سخته کړي دي.