Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2018

Новости за 28.09.2018

Pa.azadiradio.com 

له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سترې محکمې لپاره د خپل نوماند دفاع کړې چې ورباندي د جنسي ځورونې تورونه دي. ايران د اسرايل هغه تورونه رد کړي چې ګواکي په تهران کې پټې اټومي بټۍ لري. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ايران حکومت د اسرائيل د صدراعظم تورونه بې اهميته وبلل

د ايران حکومت د اسرائيل د صدراعظم هغه تور بې اهميته وباله چې ويلي يې دي، ايران د اټومي وسلو پټه زېرمه لري.   بنيامين نتنياهو دا خبره پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وينا کې وکړه، چې ايراني چارواکو غلط تورونه بللي دي.   نتنياهو د ايران د پلازمېنې تهران يو عکس چې له هوا څخه اخيستل شوى وښود چې يوه محل ته يو سور ويکټور ورته کش شوى و، چې ده د اټومي وسلو اړوندو موادو پټه ذخيره وبلله.   هغه ايران ته په خطاب کې وويل:    ”اسرائيل به د ايران د تهاجم په وړاندې د ځان د دفاع لپاره هر لازمي اقدام کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې عالي شورا يو هيئت د خبرو لپاره پاکستان ته تللى

د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی له پاکستاني ديني عالمانو سره  د خبرو په هدف پاکستان ته تللی دى.   د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عطا الرحمان سلیم د دې هيئت مشري کوي.   د سولې عالي شورا يوه غړي محمد امين وقاد نن ازادۍ راډيو ته وويل، د افغانستان هيئت به د جګړې د پای ته رسیدو پر موضوعاتو ټینګار وکړي.   ”په دغه کتنه کې زموږ پیغام ډېر واضح دی او هغه دا چې په افغانستان کې د جګړې دوام د هیچا په ګټه نه دی او دواړو هېوادونو ته زیان رسوي، راځئ چې په ګډه جګړه پای ته ورسو او د سولې خبرې پیل کړو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سلواکيا کې درې کسان د يوه خبريال په قصدي وژنه تورن شول

د سلواکيا دولتي څارنوالانو درې کسان د يوه تحقيقاتي خبريال په قصدي وژنه تورن کړل.   ين کوڅياک او کوژده شوې ملګرې يې په فبرورۍ مياشت کې وژل شوي وو.   د سلواکيا د حکومت يوې وياندې نن وويل چې دغه درې کسان په يوه کور کې پرون د چاپې وهلو پر مهال نيول شوي دي.   حکومتي وياندې وويل، پنځه نور کسان چې د همدې چاپې پر مهال نيول شوي وو، خوشې شوي دي.   خبريال ين کوڅياک او ورته کوژده شوې مارتينا کوشنيرووا په فبرورۍ مياشت کې پلازمېنې براتيسلاوا ته نږدې په خپل کور کې مړه وموندل شول. دواړه ٢٧ کلن وو.

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: زلمى خليزاد د افغانستان په سوله کې مثبت رول لوبولاى شي

د افغانستان اجرائيه عبدالله عبدالله وايي زلمى خليلزاد کولاى شي د افغانستان د سولې د ټينګښت په برخه کې موثر رول ولوبوي.   ښاغلى خليلزاد په وروستيو کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوى دى.   د افغانستان اجرائيه رئيس ښاغلي عبدالله په نيويارک کې د امريکاږغ له اشنا راډيو سره د خپلې ځانګړې مرکې په يوه برخه کې وويل:   ”ښاغلى خليلزاد د هغو معلوماتو پر اساس چې د افغانستان او سيمې په اړه يې لري او د هغه صلاحيت پر اساس چې د امريکا  د ادارې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اسرایل: ایران د اټومي وسلو پټ مرکزونه لري

د ایران دولتي خبري اژانس فارس د بهرنیو چارو وزات د ویاند بهرام قاسمي له قوله وايي چې نړیوال به پر دې ډول جعلي، بې مانا او بېځایه ویناګانو یوازې په کاخ کاخ وخاندي.

Mashaalradio.com 

'د مومندو ډېم پر ګټه لومړی د مومندو حق دی'

په مومندو کې څلور ورځې وړاندې د اتمانخېلو او پنډیالۍ اوسیدونکو د ممکنه جوړېدونکي مومند ډېم په باب هغوی ته د ورپېښېدونکیو ستونزو او ګټو په لړ خپلو کې یوه جرګه وکړه او وروسته یې له ځايي انتظامیې او واپډا چارواکیو سره لیدل پیل کړي. نن د جمعې په ورځ د پړانګ غار او پرون د پنډیالۍ او امبار له مشرانو سره د چارواکیو ناستې وشوې او د ولس اندېښنې یې واورېدلې. دوی که ډېم جوړېږي نو د پاکستان ایین له مخې یې ګټه او سهولتونه د دوی حق دی. د شاهنواز ترکزي ویډيو

Pa.azadiradio.com 

ایران د پاکستان پولې ته نېږدې ۴ افراطي وسله وال وژلي

د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وايي، په سيستان بلوچستان ولايت کې يې د پاکستان سرحد ته نېږدې څلور افراطي وسله وال وژلي دي. دغه ځواک په هغه اعلاميه کې چې نن د ايران دولتي رسنيو خپره کړې، ويلي چې ايراني ځواکونو څلور ترورېستان وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي. اعلاميه وايي، د يوې ترورېستې ډلې پاتې نور غړي ګاونډي هېواد ته تښتېدلي دي. سپاه پاسداران انقلاب ځواک په خپله اعلاميه کې ويلي چې دغه ترورېستي ډله د نړۍ په يوه متکبر ځواک پورې تړلې ده. ايراني ځواکونه وخت ناوخت په سيستان بلوچستان ولايت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ځينو دیني عالمانو په افغانستان کې د جګړې د ژر درېدو غوښتنه کړې

په کابل کې ځينو دیني عالمانو په يوه غونډه کې په افغانستان کې د روانې جګړې د بېړنۍ درېدو غوښتنه وکړه. دوی چې نن جمعه له بېلابېلو ولایتونو "د منبرونو د توحید" په نامه په یوه سیمنار کې ګډون کړی و، وويل چې ديني عالمان باید د جګړې په درېدو کې خپل مهم رول ولوبوي. يوه دیني عالم محمد ملکیار وويل: ”ټولو علماو ته وړانديز دى چې د مسجد او ممبر حق ادا کړي او د هغو اهدافو لپاره يې وکاروي چې د وطن او دين ارزښتونه په کې نغښتې وي، د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کېږي چې د اسلام او شريعت په رڼا کې جنګ ته د پاى... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

له دولتي امکاناتو استفاده کوونکي نوماند ته د ټاکنو کمېسیون خبرداری!

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، که کوم کانديد د خپل انتخاباتي کمپاين پر مهال له دولتي امکاناتو استفاده وکړي، په وړاندې يې قانوني چلند کېږي. نن په افغانستان کې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره کمپاينونه رسماً پيل شول چې د تلې يا ميزان تر ٢٥مې به دوام کوي. د انتخاباتو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات له ازادي راډيو سره په خبرو کې دولتي چارواکو ته هم خبردارى ورکړ. ده وویل: ”له کانديدانو مو هم دا غوښتنه کړې ده چې له دولتي امکاناتو استفاده ونه کړي، که دا موضوعات رابرسېره... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روحاني: د امريکا ولسمشر د ايران په منزوي کولو کې ناکام شوى

د ايران ولسمشر حسن روحاني ادعا وکړه چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ايران په منزوي کولو کې ناکام شوى دى. ده وويل، ولسمشر ټرمپ په دې برخه کې د ملګرو ملتونو په مقر کې هڅه وکړه، خو نړيوالې ټولنې يې زياتې غوښتنې له پامه وغورځولې. ښاغلي روحاني له نيويارک څخه ايران ته تر ستنېدو وروسته د تهران په مهراباد هوايي ډګر کې پرون يوه کنفرانس ته وويل:  ”ټرمپ په حقيقت کې په دې جلسه کې يوازې پاتې شو، دا د امريکا لپاره يوه نوې انزوا وه.“ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته دوه ورځې مخکې د ايران او امريکا ولسمشرانو دواړو وينا وکړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په بېلابېلو ولايتونو کې د دولت ٥٧ مخالف وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې د دولت ٥٧ مخالف وسله وال وژل شوي او ١٠ نور ژوبل شوي دي. دغه وزارت نن جمعه په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په غزني، کندهار، هرات، ننګرهار، فارياب، هلمند، پکتيکا، کندوز، بغلان او سرپل ولايتونو کې شوې دي. د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.

Mashaalradio.com 

روحاني: ټرمپ د ایران په ګوښه کولو کې بریالی نه شو

د ایران ولسمشر حسن روحاني دعوی کړی چې امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ یې چې څرنګه په ملګرو ملتونو کې د ایران یوازې کول غوښتل، پکې کامیاب نه شو ځکه چې نړیواله ټولنه د هغه زیاتره غوښتنې له پامه غورځوي.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې د شانګلې کانکیندونکیو لاریون

په اسلام اباد کې د سېپټمبر پر ۲۷مه د خبریالانو مرکز مخې ته د شانګلې کانکیندونکیو او د کورنیو غړیو په لاریون کې له حکومته په کانونو کې د وژل شویو او ژوبلو کسانو کورنیو ته د تاوان ورکولو غوښتنه کوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ولسي جرګې لپاره د کاندیدانو کمپاین نن رسماً پیل شو

د افغانستان د ولسي جرګې لپاره د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین نن رسماً پیل شو. د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، کاندیدان د تلې تر ۲۵ نیټې وخت لري چې انتخاباتي کمپاینونه وکړي. ښاغلي دولتي زیاته کړه چې کاندیدان باید اړوندو قوانینو ته درناوی وکړي:   "ټول کاندیدان باید په انتخاباتي کمپاینونو کې د انتخاباتو قانون او مقررات په پام کې ونیسي او غاړه ورته کېږدي." ښاغلي دولتي په عین حال کې له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه چې د کمپاینونو پرمهال د ولسي جرګې د کاندیدانو امنیت خوندي کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ولسي جرګې لپاره د کاندیدانو کمپاین نن رسمآ پیل شو

د افغانستان د ولسي جرګې لپاره د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین نن رسما پیل شو.   د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي تېره شپه آزادۍ راډیو ته وویل، کاندیدان د تلې تر ۲۵ نیټې وخت لري چې انتخاباتي کمپاینونه وکړي. ښاغلي دولتي زیاته کړه چې کاندیدان باید اړوندو قوانینو ته درناوی وکړي:   "ټول کاندیدان باید په انتخاباتي کمپاینونو کې د انتخاباتو قانون او مقررات په پام کې ونیسي او غاړه ورته کېږدي." ښاغلي دولتي په عین حال کې له امنیتي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه چې د کمپاینونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۴ کال د فوټبال د اروپايي سیالیو کوربه توب جرمني کوي

د ۲۰۲۴ کال د فوټبال د اروپايي جام سیالیو د کوربه توب لپاره جرمني غوره شو. د اروپايي جام د کوربه توب لپاره دواړه ترکیه او جرمني کاندیدان وو خو د اروپا د فوټبال د فدراسیون UEFA اجراییه کمیټې ۱۲ د ۴ په وړاندې د جرمني په ګټه رأیې ورکړې. جرمني په ۱۹۸۸ کال کې هم د اروپايي جام کوربه و، خو ترکیه پر سږني کال سربیره درې ځلې مخکې په ۲۰۰۸، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو کې په دې برخه کې ناکامې هڅې کړې دي. جرمني همداراز دوه ځلې په ۱۹۷۴ او ۲۰۰۶ کلونو کې د فوټبال د نړیوال جام کوربه پاتې شوی دی. د اروپايي جام په سیالیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۲۴ کال د فوټبال د اروپايي سیالیو کوربه توب، جرمني کوي

د ۲۰۲۴ کال د فوټبال د اروپايي جام سیالیو د کوربه توب لپاره جرمني غوره شوه. د اروپايي جام د کوربه توب لپاره دواړه ترکیه او جرمني کاندیدان وو خو د اروپا د فوټبال د فدراسیون UEFA اجراییه کمیټې ۱۲ د ۴ په وړاندې د جرمني په ګټه رایې ورکړې. جرمني په ۱۹۸۸ کال کې هم د اروپايي جام کوربه و، خو ترکیه پر سږني کال سربیره درې ځلې مخکې په ۲۰۰۸، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو کې په دې برخه کې ناکامې هڅې کړې دي. جرمني همداراز دوه ځلې په ۱۹۷۴ او ۲۰۰۶ کلونو کې د فوټبال د نړیوال جام کوربه پاتې شوی دی. د اروپايي جام په سیالیو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus