Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2018

Новости за 14.09.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سبا کابل ته ځي څو په سولې او امنیت خبرې وکړي، د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي نن د ۷ هېوادونو له استازیو سره پر سوریې خبرې وکړې،او سپېس ایکس کمپنۍ به لومړنی ګرځندوی کس د سپوږمۍ مدار ته ولیږي. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون کتلی شئ.

Pa.azadiradio.com 

ولایتي شورا: میدان وردګو ولایت کې ۷ پولیس وژل شوي

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز کې د بریدونو پرمهال وسله والو طالبانو ۲ امنیتي پوستې سقوط کړي او ۷پولیس وژل شوي او یو ټپي دی. د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو دغه بریدونه د میدان ښار اړوند د افغانانو سیمه کې پر مېشتو امنیتي پوستو کړي چې ترسهار يې دوام وکړ. هوتک دا ونه ویل چې دغلته وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې کنه. هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دغه ولایت له امنیتي مسؤلینو سره هم خبرې وکړو خو له پوره هڅو سره سره بیاهم بریالي نه شوو. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د بنو یو لرغونی ښوونځی په نړېدو دی

د بنو های سکول نمبر ۲، چې تر پاکستان وړاندې چې د انګرېزانو په واکمنۍ د سیکانو او هندوانو لپاره ځانګړی وو خو اوس یې ودانۍ دومره خسته او زړه شوې چې د استادانو او زده کوونکیو په وینا تل یې د نړېدو وېره ده. عمر دراز وزیر یې ویډیو راپور کښلی دی




Mashaalradio.com 

'پنجاب کې د خښتو بټیو تړل په بلوچستان کې بې روزګاري زیاتوي'

د بلوچستان سکرو کانونو ټېکه دارانو د پنجاب حکومت هغه پرېکړه غندلې چې په خپله صوبه کې یې تر درېوو میاشتو د خښتو بټیانې تړلې دي. په کوټه کې یوې خبرې غونډې ته په خبرو کې د دوی وینا وه چې له دې سره به په بلوچستان کې په زرګونه کورنۍ له بې روزګاري سره مخامخې شي. د ایوب ترین ویډيو

Mashaalradio.com 

حبیبي: ټولو حکومتي ادارو ته د ودانیو جوړول په پام کې دي

که څه هم په وروستیو کلونو کې هڅه شوې، چې د خوست په مرکز کې د حکومتي ادارو د ودانیو ستونزې راکمې شي او مامورینو ته مناسب کاري چاپیریال برابر شي، خو ځايي چارواکي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ولسوالیو کې هم د ادارو د ودانیو او وسایلو د کمښت ستونزه حل کړي.

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې چاودنو يو تن وژلى او ١٠ تنه نور یې ټپيان کړي

د امريکا شمال ختيځ ښار باستُن ته نږدې يو لړ چاودنو يو تن وژلى او ١٠ تنه نور ټپيان کړي دي. چارواکي وايي پرون د ګازو په نل کې چاودنې نږدې په ٤٠ کورونو کې د اورلګېدو سبب شوې، د سيمې اوسېدونکي يې مجبوره کړل چې له خپلو کورونو ووځي. د اوروژنې مامورين وروسته سيمې ته ورسېدل د اور د وژلو او د ګازو د جريان د بندېدو هڅه يې وکړه. چارواکي په دغو چاودنو کې د يوه زلمي د مړه کېدو خبر هم ورکړى دى. د مساچوسيت ايالت والي چارلي بېکر وويل، ايالتي او محلي چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي، خو ده وويل، د پېښې د علت معلومول به څو ورځې او اوونۍ وخت ونيسي.

Pa.azadiradio.com 

پیري: ممکنه ده امریکا پر روسیې د اقتصادي بندیزونو ګواښ ته دوام ورکړي

ممکنه ده چې واشنګټن به د روسیې څخه جرمني ته د طبیعي ګازو د یو پایپ لاین د جوړولو په اړه پر روسیې د بندیزونو ګواښ ته دوام ورکړي. د امریکا د انرژۍ وزیر ریک پیري پرون د روسیې د انرژۍ له وزیر الکساندر نوواک سره په مسکو کې د خبرو پر مهال له روسیې وغوښتل چې یو مسؤل تولیدونکی و اوسي او له خپلو منابعو څخه د نفو‌‌‌ذ د پراختیا او بې ثباتۍ لپاره کار اخیستل ودروي. د «نارد سټریم 2» په نوم د دې پایپ لاین هدف دا دی چې اروپا ته د روسیې د ګازو د اوسنی پایپ لاین ظرفیت دوه چنده کړي او په کلني توګه یې ۱۱۰ میلیارده مترو مکعبو ته ورسوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پیري: ممکنه امریکا پر روسیې د اقتصادي بندیزونو ګواښ ته دوام ورکړي

ممکنه ده چې واشنګټن به د روسیې څخه جرمني ته د طبیعي ګازو د یو پایپ لاین د جوړولو په اړه پر روسیې د بندیزونو ګواښ ته دوام ورکړي. د امریکا د انرژۍ وزیر ریک پیري پرون د روسیې د انرژۍ له وزیر الکساندر نوواک سره په مسکو کې د خبرو پر مهال له روسیې وغوښتل چې یو مسؤل تولیدونکی و اوسي او له خپلو منابعو څخه د نفو‌‌‌ذ د پراختیا او بې ثباتۍ لپاره کار اخیستل ودروي. د «نارد سټریم 2» په نوم د دې پایپ لاین هدف دا دی چې اروپا ته د روسیې د ګازو د اوسنی پایپ لاین ظرفیت دوه چنده کړي او په کلني توګه یې ۱۱۰ میلیارده مترو مکعبو ته ورسوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فلورانس شدید توپان د امریکا د کارولینا سواحلو ته رسېدلی دی

د فلورانس په نوم شدید توپان د امریکا د کارولینا سواحلو ته رسېدلی دی او د سمندر اوبه یې د ساحلي ښارونو کوڅو ته ورپورته کړي چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۸۰ زره کسان بې بريښنا شوي دي. ویل کېږي چې د سمندر د اوبو سطحه د درې نیمو مترو په حدودو کې پورته شوې چې د ښارونو پر سړکونو یې سېلابونه روان کړي دي. اټکل شوی چې د شدیدو بارانونو له کبله به په راتلونکو ورځو کې د اوبو سطحه یو متر نوره هم لوړه شي. ددې توپان په اوج کې د باد سرعت په ساعت کې تر ۲۵۵کېلومتر رسیده، خو اوس ویل کېږي چې کم شوی او په ساعت کې ۱۵۵کېلومتره اټکل شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې چاودنې ۵تنه ټپيان کړي

د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ د کږې بازار په سیمه کې چاودنې پنځه تنه زخمیان کړي. د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي د جمعې ورځې په سهار وختي شاوخوا اته بجې د کږې بازار د مال په من‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډوي کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له امله چاودنه شوې چې له امله یې پنځه تنه زخمیان شوي. خوګياڼی وايي زخميان د درملنې لپاره د جلال اباد مرکزي روغتون ته انتقال شوي. د پېښې مسؤلیت تراوسه چا نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

سرچینه: په غزني کې ۱۲تنه د ملي اردو سرتېرې وژل شوي

د غزني امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې له وسله واله طالبانو سره په جګړه کې ۱۲ تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. یو دولتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د ملي اردو دغه سرتېري په دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو ګنډک ته په شپږ کېلومټري کې د عمر په نامه پر پوسته په برید کې وژل شوي دي. که د غزني نظامي چارواکي په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه کوي، خو د غزني والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته د سرتېرو د تلفاتو شمېره یاده نه کړه خو ویې ویل چې د مقر په جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اداري فساد په تور په لسګونو دولتي کارکوونکي نيول شوي دي

د افغانستان لويه څارنوالي وايي د اداري فساد په تور په لسګونو دولتي کارکوونکي نيول شوي دي. د لويې څارنوالۍ وياند جمشېد رسولي، ازادۍ راډيو ته وويل، د لويې څارنوالۍ د کارکوونکو په ګډون دغه کسان د يوه کال په جريان کې د کنټرول او څارنې د څارنوالۍ د رياست له خوا نيول شوي دي: ”دغه رياست په تېر يوه کال کې توانېدلى د اداري فساد ٣٢ موارده تشخيص کړي او د دغو قضيو په تړاو ٥٠ کسان چې مظنونين وو، پېژندل شوي او نيول شوي دي“ د ښاغلي رسولي په خبره، ډېرې قضيې د رشوت اخيستنې وې. د لويې څارنوالۍ وياند وايي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان د هلمند له والي سره خبرې وکړې

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان پرون د هلمند له والي سره د دغه ولايت پر وضعيت خبرې وکړې.   جنرال سکاټ مېلر پرون له والي تورن-جنرال محمد ياسين سره په هلمند کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د وروستيو پرمختګونو مسئله هم وڅېړله. د هلمند والي محمد ياسين تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل: ”د هلمند د وضعيت، د هلمند د هماهنګۍ دغه راز د قاطع ملاتړ د ماموريت په اړه چې دلته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مېشت دي خبرې وشوې. له هغوى سره د همکارۍ لپاره د دوى نظريات او پېشنهادات وڅېړل شول.“ د هلمند... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus