Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2018

Новости за 22.09.2018

Mashaalradio.com 

په ننګرهار کې مدني فعالان شفافې ټاکنې غواړي

د افغانستان په ختيځ کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا يو شمېر استازو د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د پارلماني ټاکنو څخه د ملاتړ تر څنګ د ټاکنو پر کمیسيون غږ وکړ چې په ټاکنو کې دې شفافیت ته پام واړوي او له حکومت او سیاسي ګوندونو يې وغوښتل چې د کمیسیون په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

Pa.azadiradio.com 

یادګاري: ۱۸ولایتونو کې ۴۱۲ کیلوګرامه نشه يي مواد نیول شوي

په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې څو کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې دوه کسان ونیول شول. دوی غوښتل ۱۶ کیلو ګرامه تریاک د غنمو په بوجیو کې د هېواد له شماله کابل ته قاچاق کړي چې د کابل په شمالي دروازه کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شول. ښاغلي یادګاري زیاته کړه: "په ۷۵ عملیاتو کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې ۴۱۲ کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد نیول شوي او د دې پېښو په تور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په سرپل کې تر ۴۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول

په سرپل ولایت کې تر ۴۰۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد وسوځول شول. د سرپل مرستيال والي عبدالمالک عظیمي رسنیو ته وویل، دا سوځول شوي مواد چې ۴۸۰ کيلو ګرامه ترياک او لسګونه بوتله الکولي مشروبات دي، افغان ځواکونو په تېرو شپږو میاشتو کې د عملیاتو او تلاشۍ پر مهال نیولي وو. د یادونې وړ ده چې کوم کسان د دې موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور نیول شوي، تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

Mashaalradio.com 

د پاکستان وفاقي وزیر نورالحق قادري پر فاټا اصلاحاتو خبرې کوي

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د فاټا په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ضم کولو عمل پوره کولو لپاره یو کاري ډله جوړه کړې چې د خېبر د قامي اسمبلې غړی او د مذهبي چارو وفاقي وزیر پير نورالحق قادري هم پکې شامل دی. د مشال راډیو خبریال له نوموړي سره په دې اړه خبرې کړې دي.




Pa.azadiradio.com 

په ایران کې پر پوځي پرېد برید کې ۳تنه وژل شوي

په ایران کې پر یوه پوځي پریډ د برید په نتیجه کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي. د ایران دولتي رسنیو وویل چې وسله والو کسان نن د سپتمبر ۲۲ په اهواز ښار کې پر یوه پوځي پرېډ دزې وکړې.  اهواز د ایران د خوزستان ایالت مرکز دی.  د ایران دولتي ټلوېزیون وایي، په دې برید کې هغه ایراني چارواکي په نښه شوي و چې د همدې پریډ د لیدو لپاره راټول شوي و.  دغه مراسم د ایران او عراق ترمنځ د تېرې اته کلنې جګړې د کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو. د دې برید د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سرحدي پولیسو ۶ تنه بهر ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیولي

د افغانستان سرحدي پولیسو شپږ تنه بهر ته د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت له‎خوا ازادي راډيو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان سرحدي پولیسو د تېرې شمسي میاشتې له پیله بيا تر اوسه پورې په څلورو هوايي ډګرونو کې شپږ تنه قاچاق کوونکي نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې معرفي کړي دي. له نیول شوېو کسانو سره ۲۰کیلو ګرامه هيروئين نیول شوي دي. له دې موادو څخه ۱۰کیلو او دوه سوه ګرامه يې د بلخ په هوايي ډګر، څلور کیلو او ۲۱۱ ګرامه له دوو قاچاق کوونکو سره د حامد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې ځوانانو ته د پارک جوړولو چارې پیل شوې

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې په لومړي ځل د ځوانانو لپاره د پارک جوړولو چارې پیل شوې. د دغه پارک د پرانېستې پرمهال د ارزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وویل چي په ترینکوټ ښار کې دا لومړی پارک دی چې د ځوانانو لپاره جوړېږي او په خبره يې چې دا به د ځوانانو پر یووالي مثبت تاثیر وکړي. نوړي وویل، د داسې پارکونو په جوړولو سره به زیات شمېر ځوانان له مرچلو راکښته شي او وسلې به پر ځمکه کېږدي. ترینکوټ د ښاروال نعمت الله بختیار په خبره چې دغه پارک د ۷ میليونو افغانیو په ارزښت جوړېږي چې مصارف یې د جمهوري... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر وايي له خپلو میزائلو به لاس وانه خلي

د ایران ولسمشر حسن روحاني ژمنه وکړه چې تهران به د امریکا د فشار سره سره له خپلو میزایلو لاس وانه خلي. روحاني دا څرګندونې د ایران او عراق تر منځ د ۱۹۸۰ کال د جګړو د پیل په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې وکړې. د و لسمشر روحاني خبري د دولتي ټلوېزیون له لارې خپرې شوې، هغه وویل:  "ایران به نه له خپلو دفاعي وسلو لاس واخلي او نه به خپله دفاعي وړتیا راکمه کړي."  په دې کې هغه توغندي هم شامل دي چې امریکا یې په غوصه کړې ده. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندي له ایرانه غوښتي وو چې خپل توغندویې پروګرام وځنډوي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus