Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Сентябрь
2018

Новости за 19.09.2018

Mashaalradio.com 

نواز شریف، مریم او کېپټن صفدر پرېښودل شول

د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن محمد صفدر د سېپټېمبر پر ۱۹مه د اسلام اباد های کورټ تر امر وروسته له اډیالې زندانه خوشې کړل شول.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

افغان ولسمشر نن په نوې ډلي کې د هندوستان له صدراعظم سره وکتل. د اسلام اباد عالي محکمې نن حکم وکړ چې د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شريف له خپلې لور او زوم سره له زندانه راخوشی کيږي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

روسیه وايي طالبانو په مسکو ناسته کې ګډون ته چمتووالی ښودلی

د روسیې چارواکي وایي، طالبان چمتو دي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې اړوند جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي. دا خبره د د روسیې ریا نووستي خبري آژانس د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله کړې ده. په همدې حال کې ټاکل شوې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړي چې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د کنفرانس پر نېټې خبري وکړي. ددغه پلاوي مشري د یاد وزارت مرستیال نصیر احمد اندېشه کوي. وړاندې دغه کنفرانس د سپتمبر د ۴ نېټې لپاره په پآم کې نیول شوی وو.

Pa.azadiradio.com 

په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي له دندې استعفا وکړه

په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه. ښاغلي ابدالي نن چهارشنبې پر خپلې فېسبوک پاڼې افغان ولسمشر ته د استعفا وړاندې کولو متن خپور کړ. ښاغلي ابدالي پخپل استعفا لیک کې ویلي چې نور په بهر کې د دندې په پای ته رسېدو سره غواړي په کور دننه د خلکو خدمت وکړي. شیدا محمد ابدالي له څه باندې شپږو کلونو راپدېخوا په هند کې د افغانستان سفیر و. ښاغلی ابدالي د خپل ماموریت پرمهال د کابل او ډیلي د اړیکو په جوړولو کې یو بریالی سفیر بلل کېږي چې د ده ددندې پرمهال هند له افغانستان سره... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

کلا سیف الله: په وسله وال برید کې وژل شوي لېویزوال خاور ته وسپارل شول

د بلوچستان په کلا سیف الله کی ولسوالۍ کې بېګا شپه یوځل بیا د وسله والو په یوه برید کې دوه لېويزوال وژ ل شوي او یو ټپي شوی دی. د دغې پېښې پرضد په یاد ښارګوټي کې ولس ډېر سخت راپارېدلی او بېګا هم تر ناوخته پر احتجاج ول. د دواړو وژل شویو لېویزوالو مړي په خپلو پلرنیو هدیرو کې خاورو ته وسپارل شول.

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې د بېلابېلو امنیتي پېښو په تور ۵تنه نیول شوي

د غزني امنیتي چارواکو په بېلابېلو امنیتي پېښو کې د لاس لرلو په تور پنځه تنه نیولي دي. د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال فرید احمد مشعل نن چهارشنبه رسنیو ته ددغو کسانو د ښولو پر مهال وویل چې نیول شوي کسان د پولیسو، قومي مشرانو او نورو دولتي افرادو په ترور کې لاس لري. د ښاغلي مشعل په وینا له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازه وسلې هم ترلاسه کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

یو پاکستانۍ محکمې د نوازشریف د خوشي کولو حکم ورکړ

یوې پاکستانۍ محکمې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم نواز شریف د خوشي کېدو حکم ورکړ.  د اسلام آباد عالي محکمې نن د سپتمبر ۱۹ دا پرېکړه اعلان کړه. دا پرېکړه د نواز شریف د استېناف غوښتنې بهیر د یوې برخې په توګه شوې ده. د محکمې د حکم له مخې به پخوانی صدراعظم نواز شریف د هغه لور مریم نواز او زوم یې محمد صفدر هر یو د پنځه سوه زره روپیو چې د څلور زره ډالرو معادل کېږي، تر ورکولو وروسته په ضمانت خوشي شي. تر د ې وړاندي شریف او کورنۍ یې د استېناف غوښتنه کړې وه او غوښتې یې وه چې د استېناف مرحلې تر بشپړېدو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

غني له مودي سره وليدل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چارشنبي په ورځ په يوه ورځني سفر د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې له وزيراعظم نرېندر مودي سره ملاقات کړی.




Pa.azadiradio.com 

امریکا سوریه کې د روسي الوتکې د نسکورېدو په اړه خواشینې ده

امریکایي چارواکو د سوریې په سواحلو کې د روسيې د پوځي الوتکې د نسکورېدو په اړه خواشیني ښودلې او وایي چې دا کار به د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې د امریکا پر جګړې اغېز ونه‎کړي. د امریکایي چارواکو دا څرګندونې پرون وروسته له هغه وشوې چې روسي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد «ال ۲۰» ډوله الوتکه د سوریې د هوایې دفاع د قواوو له‎خوا رالوېدلې ده، خو مسکو اسرائیل هم تورن کړ چې په همدې وخت کې یې جنګي الوتکو پر سوریې هوایې بریدونه کول. واشنګټن ویلي چې امریکایي ځواکونه په‎دې پېښه کې ښکېل نه‎دي. د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپایې ټولنې مشران نن چهارشنبه دوه ورځنۍ غونډه پیلوي

د اروپایې ټولنې مشران نن چهارشنبه په زالتسبورګ ښار کې دوه ورځنۍ غونډه پیلوي. ویل کېږي په‎دې غونډه کې به د کډوالۍ پر بحران او له اروپایي ټولنې څخه د بریتانیا د وتلو یا برېګزېټ په اړه بحث وشي. د نن شپې غونډه به د پناه غوښتونکو پر موضوع متمرکزه وي.  د اروپایي شورا مشر ډونالد ټوسک د اروپایي اتحادیې له مشرانو غوښتي چې خپل اختلافات پرېږدي او د دې ستونزې د هواري لپاره په ګډه کار وکړي. که څه هم په اروپایي هېوادونو کې د پناه غوښتونکو شمېر چې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې ډېر لوړ شوی وو اوس بېرته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندز په قلعه‎زال ولسوالۍ کې ۶ سرتېري وژل شوي

د کندز په قلعه‎زال ولسوالۍ کې ۶ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. د قلعه‎زال یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د دې ولسوالۍ په مرکز اقتپې کې له څو لورو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې شپږ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي په‎دې بریدونو کې وسله‎والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دقیقه شمېره‎یې معلومه نه‎ده. بل‎خوا د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر صفي‎الله محزون هم دغه بریدونه تأییدوي، خو د تلفاتو په اړه‎یې څه نه‎دي ویلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یمن کې څه باندې پنځه میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي

په یمن کې څه باندې پنځه میلیونه ماشومان اوس د لوږې له خطر سره مخامخ دي. د ماشومانو د خوندیتوب ادارې یا سېف دې چلډرن دا خبرداری ورکړی دی. دغه اداره وایي، ۵،۲ میلیونه ماشومان داسې مهال د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي چې د خوړو بیې په لوړېدو دي او د عمده ساحلي ښار حدیده شااوخوا ته جګړې بیا پیل شوې دي. د سېف دې چلډرن مؤسسې اجرائیه مشرې هیل تورنېنګ سمید نن ویلي چې جګړې د یمن ټول ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړي. د دې په وینا دغه ماشومان له وړاندې د بېلابېلو ګواښونو له بمونو نیولې تر لوږې، ناروغیو او نورو خطرونو سره مخامخ دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جنوبي کوریا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره وکتل

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن نن د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره په پیونګ یانګ کې وکتل. دوی دواړه د لانجو د ختمولو او د کوریا ټاپو وزمې د غیر اټمي کولو په اړه موافقو ته ورسېدل. د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون له خپل سیال سره په ګډه خبري غوڼده کې وویل: "موږ یو پوځي تړون لاسلیک کړ چې د لسیزو را په‎دې خوا د جګړو او دښمنیو تاریخ ختم کړو. موږ دا ژمنه هم وکړه چې کوریا ټاپو وزمه به د اټمي وسلو او ګواښونو په لیرې کولو د سولې ټاټوبی ګرځوو." د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن وویل چې کېم همداراز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني نن په نوې ډهلي کې د هند له صدراعظم سره ولیدل

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن په نوې ډهلي کې د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره ولیدل. دواړو مشرانو د سیمې پر سولې او ثبات، امنیت او په سوداګرۍ او پراختیایي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پروګرامونو پر ارزولو بحث وکړ.  ارګ ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی غني به د تر دې لیدنې وروسته د هند بنسټ له لوري په جوړو شویو مراسمو کې وینا هم وکړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي له ولسمشر غني سره په‎دې سفر کې ملګري دي. هند وړاندې اعلان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ببوګۍ په پور کې ورکړل شوې

په ۱۱ کلنۍ کې واده شوې ماشومه ببوګۍ وایي، په هلمند کې یې د پلار تر وژل کېدو پس مور دې ته اړه شوه چې د پور اخېستیو پېسو په بدل کې دا ور واده کړي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

ببوگۍ په پور کې ورکړل شوې

په ۱۱ کلنۍ کې واده شوې ماشومه ببوگۍ وایي، په هلمند کې یې د پلار تر وژل کېدو پس مور دې ته اړه شوه چې د پور اخیستیو پېسو په بدل کې دا ور واده کړي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا راډیو ویډیويي رپورټ وګورئ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus