که څه هم په وروستیو کلونو کې هڅه شوې، چې د خوست په مرکز کې د حکومتي ادارو د ودانیو ستونزې راکمې شي او مامورینو ته مناسب کاري چاپیریال برابر شي، خو ځايي چارواکي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ولسوالیو کې هم د ادارو د ودانیو او وسایلو د کمښت ستونزه حل کړي.