دفاع وزارت: په بېلابېلو ولايتونو کې د دولت ٥٧ مخالف وسله وال وژل شوي
دغه وزارت نن جمعه په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په غزني، کندهار، هرات، ننګرهار، فارياب، هلمند، پکتيکا، کندوز، بغلان او سرپل ولايتونو کې شوې دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تر اوسه تبصره نه ده کړې.