روحاني: د امريکا ولسمشر د ايران په منزوي کولو کې ناکام شوى
ده وويل، ولسمشر ټرمپ په دې برخه کې د ملګرو ملتونو په مقر کې هڅه وکړه، خو نړيوالې ټولنې يې زياتې غوښتنې له پامه وغورځولې.
ښاغلي روحاني له نيويارک څخه ايران ته تر ستنېدو وروسته د تهران په مهراباد هوايي ډګر کې پرون يوه کنفرانس ته وويل:
”ټرمپ په حقيقت کې په دې جلسه کې يوازې پاتې شو، دا د امريکا لپاره يوه نوې انزوا وه.“
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته دوه ورځې مخکې د ايران او امريکا ولسمشرانو دواړو وينا وکړه.
ولسمشر ټرمپ په خپله وينا کې ايران د يوه ”فاسد ديکتاتور“ نظام په توګه وغانده چې رهبران يې په ټول منځني ختيځ کې ګډوډيو، وژنو او ويجاړيو ته لمن وهي.
هغه له ټولو هېوادونو غوښتنه وکړه چې د ايران پر حکومت د بنديزونو په لګولو کې د امريکا له متحدو ايالتونو سره يوځاى شي.
خو د ايران ولسمشر حسن روحاني وويل، ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د اسمبلۍ دغه راز د امنيت شورا له مخالفت سره مخامخ شو.