Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2018

Новости за 26.05.2018

Pa.azadiradio.com 

ایا تاسو به په ۹۷ کلنۍ کې کار وکړئ؟

په دغه ویډیویي راپور کې مو د يو ۹۷ کلن سړي د ژوند له حاله خبروو چې د کابل ښار په سړکونو او کوڅو کې کار کوي. ویډیو او ایډېټ: ابراهیم صافی

Mashaalradio.com 

خياطي يوازي د سړو کار نه دی

زاهده صابر د پېښور ده او د خپل پلار کسب خیاطي يا درزیتوب کوي. نوموړې وايي، له دې لارې نه یوازې د خپل پلار نوم ژوندی ساتل غواړي بلکې خپله کورنۍ هم ساتي.

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د نوم لیکنې د یو مرکز دوه ساتونکي وژل شوي

نن د شنبې په ورځ سهار لس نیمې بجې د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سلیم کلي د نوم لیکنې مرکز پر ساتونکو برید شوی او دوه سرتېري په کې وژل شوي دي. د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل وسله وال چې چادرۍ يې پر سرونو وې، په سراچه ګاډي کې د نوم لیکنې مرکز ته نږدې ورغلي، دوه تنه ساتونکي يې وژلي او په تېښته بریالي شوي دي. ده وویل چې وژل شوي کسان یو په ملي اردو او بل په ملي پولیسو پورې اړوند و. د خوست د والي ویاند زیاته کړه، د برید په باب د کشفي ادارو لخوا پلټنې پیل شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اصلاحات به د قبایلي سیمو مسلې هوارې کړي که نه؟

د پاکستان له پارلیمان نه د قبایلي سیمو د اصلاحاتو د قانوني مسودې تر منظورۍ وروسته اوس دا پوښتنه را پورته شوې ده چې کله دا اصلاحات عملي شي نو ایا د سیمې پرمختیايي ستونزې ، بیروزګاري ، او د تعلیم او روغتیا له څانګو سره تړلې ستونزې به ورسره هوارې شي که نه؟

Mashaalradio.com 

په قبايلي سيمو کې اصلاحات او ځوانان

د مشال راډيو د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې مو د قبایلي سیمو له ځوانانو سره پر دې خبرې کړي دي چې دوي د قبايلي سيمو اييني اصلاحاتو ته څنګه ګوري.

Mashaalradio.com 

د مزدورانو روژه څنګه تېریږي؟

د روژې په میاشت کې د مزدورانو حالت څه وي؟ په دې اړه د مشال راډیو خبریال د قبایلي سیمو له ځینو مزدورانو سره غږېدلی دی. د هغوي خبرې په دې ویډیو کې واورئ.




Mashaalradio.com 

امريکا: په ايران کې د حکومت ضد مظاهرو اخلاقي ملاتړ کوو

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو ويلي دي چې ايران دې په سيمه کې د ګډ وډۍ تګلاره پرېږدي. نوموړی په ايران کې د روانو مظاهرو په اړه وايي چې په هغه هېواد کې د رژيم پر بدلولو باور نه لري بلکې راپاڅېدلی ولس د ایران د مشرتابه د چلند په اړه د بدلون غوښتنه کوي.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د هیروئینو د چاقاق په تور ۲تنه نیول شوي

دوه کسان چې غوښتل یې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي هیرويين له هېواده بهر قاچاق کړي، د کندهار د ملي امنیت کارکوونکو ونیول. په هغه خبرپاڼه کې چې د کندهار د ملي امنیت ریاست له خوا خپره شوې راغلي چې دې دوو کسانو د هیرويينو ۳۵ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او غوښتل یې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي چې هوايي ډګر ته تر رسېدو مخکې د ملي امنیت کارکوونکو ونیول. په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د کندهار د هوايي ډګر له لارې بهر ته د د هیرويينو قاچاق کوونکي نیول کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د لسګونو کېلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاق مخه نیول شوې

د ننګرهار پولیسو د لسګونو کېلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیوله. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یو تن چې غوښتل یې ۴۴۰ کېلو ګرامه چرس، ۹ کېلو ګرامه هیریین د یو موټر په واسطه د ننګرهار له بټي کوټ ولسوالۍ څخه اچین ولسوالۍ ته انتقال کړي، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د لارې په اوږدو کې ونیول. د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د ننګرهار پولیسو په دوو بېلا بېلو پېښو کې ۵۶۱ کېلو ګرامه نشه يي مواد نیولي او قاچاق کوونکي یې عدل او قضايي مرکز ته سپارلي دي.

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې درې تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

په هرات ولایت کې درې تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول. د هرات ولایت د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندان محمد ناصر نیک نام رسنیو ته وویل چې د هرات د هوايي ډګر پولیسو هغه دوه کسان نیولي چې غوښتل یې تر یوه کېلو زیات نشه يي مواد هند ته قاچاق کړي. نوموړي زیاته کړه: "دې قاچاق کوونکو هر یوه د هیرویینو ۵۰ کپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي او د دې قاچاق په بدل کې درې زره امریکايي ډالر ورکړل شوي و." په یوه بله پېښه کې یو تن د پوليسو د تلاشۍ پر مهال نيول شوی چې غوښتل یې ۶ کېلو ګرامه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

موحد: په ثور میاشت کې۷۳ د مخدره موادو قاچاق کوونکی نیول شوي

افغان ګډو ځواکواکونو د روان لمریز کال د ثور په میاشت کې د نشه يي موادو تر ۷۰ ډېر قاچاق کوونکي نیولي دي. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د چهارشنې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو په تېرو ۳۰ ورځو کې د ۶۶ پېښو په نتيجه کې د بېلا بېلو ولایتونو ۷۳ کسان د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیولي دي. له دې کسانو سره تر ۱۱۱کېلو ګرامو زیات هیرويين، ۲۷ کېلو ګرامه مورفین، ۴۱۰ کېلو ګرامه تاریاک، ۳۶۱۱ کېلو ګرامه چرس، تر ۱۱ کېلو ګرامو زیاته شیشه یا کرسټال، ۵۰۴ لېټره تېزاب او ۵۷۴ ټابلېټ «K» ګولۍ نیول شوي دي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus