Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2018

Новости за 23.05.2018

Mashaalradio.com 

د پېښور عیسویان وايي، مافیا یې کورونه قبضه کوي

د پېښور له رینګ روډ سره جوخت د عیسوي کالونۍ وګړي وايي چې د ځمکو قبضه ګر یې تنګوي او غواړي چې دوی په زوره وباسي. عیسویانو له چیف جسټسه او له د پوځ له مشره غوښتي چې نه یوازې دوی ته حفاظت ورکړي بلکې په سیمه کې دې د خځلو امبارونه هم ترې هیسته کړي چې د ګڼو ناروغیو سبب ګرځېدلي.

Mashaalradio.com 

ککړه هوا د مینې یادګار وژني

د هند په اګرې کې تاج محل د مینې یادګار بلل کېږي ځکه چې دا مغل پاچا شاهجهان د خپلې ښځې ممتاز محل په یاد جوړ کړی وو. پوهان وايي، ککړې هوا د تاج محل مرمر ورژیړ کړي او دېوالونه یې رژېږي. د تاج محل د زیانمنېدو په اړه دا ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

د هندوستان د پولیسو په ډزو کې نن دوولس کسان ووژل شول. د امریکا ولسمشر وايي: د شمالي کوريا له مشر سره غونډه ښايي وځنډيږي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ

Mashaalradio.com 

په امريکا کې وژل شوې پاکستانۍ کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شوه

د امريکې په هيوسټن کې وژل شوې، پاکستانۍ زده کوونکې سبېکا مړی نن کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو. سبېکا په سکالرشپ امريکې ته تللې وه او هلته یې سبق وايه. نوموړې په هغو لسو کسانو کې وه چې د يو زده کوونکي په ‌ډزو ووژل شوه. دغه تن نيولی شوی دی. د بشير ګواښ ويډيو...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې ۱۳ طالبان وژل شوي

د غزني ولايت چارواکي وايي، په ده يک ولسوالۍ کې د بريدونو پر مهال ١٣ وسله‌وال طالبان او ٤ افغان پوليس وژل شوي دي. د والي وياند محمد عارف نوري نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دغه بريدونه تېره شپه شوي چې په نتيجه کې يې ١٧ وسله‌وال طالبان او ٧ افغان پوليس ټپيان شوي هم دي. د والي وياند وايي، بريد هغه وخت پيل شو چې وسله‌والو د سيمه‌ييزو پوليسو پر پوستو حمله وکړه. وسله‌والو طالبانو بيا په ګېلان ولسوالۍ کې د ځينو پوستو د نيولو ادعا کړې ده چې دولتي چارواکي يې ردوي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د غزني په ده یک ولسوالۍ کې ۱۳طالبان وژل شوي

د غزني ولايت چارواکي وايي، په ده يک ولسوالۍ کې د بريدونو پر مهال ١٣ وسله وال طالبان او ٤ افغان پوليس وژل شوي دي. د والي وياند محمد عارف نوري نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل چې دغه بريدونه تېره شپه شوي چې په نتيجه کې يې ١٧ وسله وال طالبان او ٧ افغان پوليس ټپيان شوي هم دي. د والي وياند وايي، بريد هغه وخت پيل شو چې وسله والو د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو حمله وکړه. وسله والو طالبانو بيا په ګېلان ولسوالۍ کې د ځينو پوستو د نيولو ادعا کړې ده چې دولتي چارواکي يې ردوي.

Pa.azadiradio.com 

یوه وسله واله ډله چې په ننګرهار کې د حملو پلان درلود نیول شوې

د ننګرهار امنيتي چارواکو د وسله والو هغه ډله نيولې چې غوښتل يې په مرکز جلال اباد کې پر دولتي ادارو حملې وکړي. د دوى په خبره دغو وسله والو د ټاکنو د نوم ليکنې پر مرکزونو هم د حملې پلان درلود. د ننګرهار والي حيات الله حيات نن په دې اړه جوړ شوي کنفرانس ته وويل چې تېرې يوې اوونۍ په بهير کې د طالبانو ١٣ او د داعش ډلې ٢ غړي نيول شوي: "دغو ډار اچوونکو غوښتل په جلال اباد کې پر ځينو رسمي ادارو او د نوم ليکنې پر مرکزونو حملې وکړي." د ننګرهار چارواکي وايي، له دغو کسانو سره وسلې او د ځانمرګو بريدونو واسکټونه هم نيول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

یوه وسله‌واله ډله چې په ننګرهار کې یې د حملو پلان درلود نیول شوې

د ننګرهار امنيتي چارواکو د وسله‌والو هغه ډله نيولې چې غوښتل‌يې په مرکز جلال‌اباد کې پر دولتي ادارو حملې وکړي. د دوى په خبره دغو وسله‌والو د ټاکنو د نوم ليکنې پر مرکزونو هم د حملې پلان درلود. د ننګرهار والي حيات‌الله حيات نن په دې اړه جوړ شوي کنفرانس ته وويل چې د تېرې يوې اوونۍ په بهير کې د طالبانو ١٣ او د داعش ډلې ٢ غړي نيول شوي. ده زیاته کړه: "دغو ډار اچوونکو غوښتل په جلال‌اباد کې پر ځينو رسمي ادارو او د نوم ليکنې پر مرکزونو حملې وکړي." د ننګرهار چارواکي وايي، له دغو کسانو سره وسلې او د ځانمرګو بريدونو واسکټونه هم نيول شوي دي.

Mashaalradio.com 

'بجلۍ نه شته، د کاڼو وړولو کارخانې تړو'

په کوزه مومندو کې د کاڼو وړولو نېږدې ۵۰ کارخانې د بجلۍ نه لرلو له کبله تړل شوې دي چې د کارخانه دارو په خبره نه یوازې دوی بې روزګاري شوي بلکې کاګران هم له کارونو وتلي دي. د مشال راډيو ویډيو

Mashaalradio.com 

نواز شريف: له ما د استعفا غوښتنه شوې وه

د پاکستان ليري شوي وزیراعظم نوازشريف د مې په ۲۳ مه په يوه خبري غونډه کې يو ځل بيا وويل چې دی د يو سازش له مخې له دندې ليري شو. نوموړي زياته کړه چې آيا چا پوښتنه وکړه چې ولې هر ځل د منتخبو وزيراعظمانو حکومتونه ختمېږي؟




Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن له امریکايي چارواکو سره ګوري

د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس نن په امريکا کې له عالي رتبه امريکايي چارواکو سره پر ځينو مسايلو خبرې کوي. اټکل کېږي چې د دوى بحثونه به د ايران او د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د ٢٠١۵مېلادي کال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو پر عواقبو متمرکزې وي. ماس به په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پامپيو او د سپينې ماڼۍ له امنيتي سلاکار جان بولټُن سره وګوري. دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې امريکا دوې ورځې مخکې وويل چې پر ايران به په تاريخ کې تر ټولو شديد بنديزونه ولګوي. د امريکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې د بهرنیو ځواکونو په حملو کې ۱۱ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولايت امنيتي چارواکي وايي، په راکټي حملو کې ١١ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د دوى په خبره دغه وسله وال د بهرنيو ځواکونو په هغو راکټي حملو کې وژل شوي چې تېره شپه د مرکز ترينکوټ او چورې ولسوالۍ پر ځينو سيمو ويشتل شوي دي. په دې منځ کې د ٣ نورو وسله والو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى. په ارزګان کې د ملي اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قيمتي نن ازادي راډيو ته وويل: "دا د بهرنيو ځواکونو رهبري شوي راکټونه وو چې د دښمن د سوق او ادارې پر ځينو محلاتو يې توغولي دي." وسله والو طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

ځایي مسؤلین: د خوست د ښاروالۍ عواید ۴۰ سلنه لوړ شوي

د خوست د ښاروالۍ ریاست چارواکي وايي چې د یادې ادارې عواید ۴۰ سلنه لوړ شوي او په دغې اداره کې د فساد کچه هم ټیټه شوې ده. د خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزي نن د چارشنې په ورځ د حساب ورکوونې په یوه غونډه کې وویل، د ښاروالۍ کلني عواید له ۸۰ میلیونو افغانیو ۱۲۰ میلیونو افغانیو ته لوړ شوي او یوازې د ګاډو ۳۵ زره لیتره تېل چې پخوا له ښاروالۍ څخه په غیر قانوني توګه ځينو وکیلانو، زورواکو او مشرانو ترلاسه کول، سپما شوي دي. نوموړي چې د ښاروالۍ په عمومي فعالیتونو یې خبرې کولې، د فساد د مخینیوي یوه بېلګه دا هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست د ښاروالۍ عواید ۴۰ سلنه لوړ شوي

د خوست د ښاروالۍ ریاست چارواکي وايي چې د یادې ادارې عواید ۴۰ سلنه لوړ شوي او په دغې اداره کې د فساد کچه هم ټیټه شوې ده. د خوست ښاروال عبدالبصیر محمدزي نن د چهارشنې په ورځ د حساب ورکوونې په یوه غونډه کې وویل، د ښاروالۍ کلني عواید له ۸۰ میلیونه افغانیو ۱۲۰ میلیونه افغانیو ته لوړ شوي او یوازې د ګاډو ۳۵ زره لیتره تېل چې پخوا له ښاروالۍ څخه په غیر قانوني توګه ځينو وکیلانو، زورواکو او مشرانو ترلاسه کول، سپما شوي دي. نوموړي چې د ښاروالۍ په عمومي فعالیتونو یې خبرې کولې، د فساد د مخنیوي یوه بېلګه دا هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان کې له ۱۵۱ کسانو سره نقدي مرسته وشوه

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسواليو د یو شمېر هغه کورنیو له غړو سره نن چهارشنبه دولت نقدي مرسته وکړه کوم چې په ورانه جګړه کې ځاني او مالي زیانونه وررسېدلي و. د ارزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان د یادې مرستې د وېش پر مهال ازدي راډيو ته وویل چې د دغه ۱۵۱ کسانو له جملې د ۵۱ هغه کسانو سره چې د خپلې کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي و یو، یو لک افغانۍ مرسته کړې او پاتې ۱۰۰ کسانو سره چې د خپل بدن غړي یې له لاسه ورکړي و ۵۰ زره افغانۍ مرسته کړې. ښاغلي پټان زیاته کړه چې دا پیسې د پېښو قربانیانو او ټپیانو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus