Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2018

Новости за 08.05.2018

Mashaalradio.com 

اسفندیار: پاکستان پوځ دې د پي ټي ایم غوښتنې ومني

د ګل په ماښام باچا خان مرکز پېښور کې د جشن خیبر پښتونخوا په مناسبت جوړه دستوره کې د عوامي نیشنل پارټۍ مشر دا هم وویل که چرې د پښتون تحفظ مومنټ او حکومت ترمینځ د خبرو اترو او جرګې په لار ټولې شخړې هوارې شي نو دا به د ټول قام په ګټه وي.

Pa.azadiradio.com 

روسیه او ایران د ټرمپ نننۍ کېدونکې پرېکړې ته اندېښنه لري

روسیې او ایران د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرهغې پرېکړې چې ټاکل شوې نن سې شنبه د ورځې په وروستیو کې یې له ایران سره د اټمي تړون په اړه اعلان کړي، ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده. کرملین نن سې شنبه خبرداری ورکړ چې که ټرمپ متحده ایالات د نړۍ له پیاوړو شپږو قدرتونو سره د ایران له اټمي تړونه وباسي، ډېر یو خطرناکه وضعیت به رامنځته شي. په عین حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني نن دا ومنله چې که ټرمپ اعلان کړي چې پر ایران بندیزونه لګوي، هېواد یې ښایي له یو لړ ستونزو سره مخامخ شي. روحاني دغه راز وویل چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چین او شمالي کوریا مشرانو نن په چین کې سره وکتل

د چین ولسمشر شي جین پینګ او د شمالي کوریا مشرکیم جونګ اون نن سې شنبه په چین کې سره وکتل. دغه کتنه چې له مخکې نه وه اعلان شوې، په داسې حال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې د شمالي کوریا مشر او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په جون میاشت کې سره وګوري. ټرمپ د دغې کتنې په اړه د چین د دولتي رسنۍ له اعلان وروسته د ټوېټر له لارې وویل چې دی به له خپل ملګري د چین له ولسمشر شي سره د شمالي کوریا په اړه خبرې وکړي. د چین دولتي cctv ټلویزیون هغه تصویرونه ښکاره کړل چې ښيي دواړه مشران د چین په شمال ختیځ ساحلي ښار دالیان کې قدم وهي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سره میاشت: تېرکال یې نېږدې سل زره بېوزلو کسانو ته مرستې رسولې

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایي چې تېرکال یې نېږدې سل زره بېوزلو کسانو ته مرستې رسولې دي. د دې خیریه ټولنې مشرې نیلاب مبارز په کابل کې د سرې میاشتې یا هلال احمر د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت غونډه کې دغه راز وویل چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د دې ټولنې د رضا کارانو شمېر۲۵ زره کسانو ته رسېږي چې د جګړې د قربانیانو د جسدونو د انتقال او د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو په ګډون، په ډېرو برخو کې مرسته کوي. د سرې میاشتې د ټولنې مسؤلینو نن سې شنبه بیا په افغانستان کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سره میاشت: تېرکال نېږدې سل زره بېوزلو کسانو ته مرستې رسول شوي

د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایي چې تېرکال یې نېږدې سل زره بېوزلو کسانو ته مرستې رسولې دي. د دې خیریه ټولنې مشرې نیلاب مبارز په کابل کې د سرې میاشتې یا هلال احمر د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت غونډه کې دغه راز وویل چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د دې ټولنې د رضا کارانو شمېر۲۵ زره کسانو ته رسېږي چې د جګړې د قربانیانو د جسدونو د انتقال او د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو په ګډون، په ډېرو برخو کې مرسته کوي. د سرې میاشتې د ټولنې مسؤلینو نن سې شنبه بیا په افغانستان کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

د ایران د اټومي تړون په اړه مو په دې خبرې ټولګې کې له مهمې پریکړې خبرو. په پاکستان کې د دوو ګوندونو د شخړې او د کن فلمونو د نړیوال فیستیوال په اړه دلته کتلی او اوریدلی شئ. دا خبرونه د شپې ۸ پیشګام تلویزیون هم خپروي:

Pa.azadiradio.com 

د کابل د سید جمالدین افغان دارالمعلمین استادانو اعتصاب کړی

په کابل کې د سید جمالدین افغان دارالمعلمین سلګونو استادانو او محصلانو نن سې شنبه صنفونو ته د نه تلو اعتصاب کړی دی. د دې دارالمعلمین یوه استاد عبدالغني احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه اعتصاب هدف یې پر پوهنتون د دغه دارالمعلمین بدلېدل دي. د هغه په وینا، دغه دارالمعلمین د پوهنتون ټول معیارونه پوره کړي او دولت باید هغه پوهنتون ته لوړ کړي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل د سید جمال‌ الدین افغان دارالمعلمین استادانو اعتصاب کړی

په کابل کې د سید جمال‌الدین افغان دارالمعلمین سلګونه استادانو او محصلانو نن سې شنبه صنفونو ته د نه‌تلو اعتصاب کړی دی. د دې دارالمعلمین یوه استاد عبدالغني احمدزي ازادي راډیو ته وویل چې د دغه اعتصاب هدف‌یې پر پوهنتون د دغه دارالمعلمین بدلېدل دي. د هغه په وینا، دغه دارالمعلمین د پوهنتون ټول معیارونه پوره کړي او دولت باید هغه پوهنتون ته لوړ کړي.




Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د تلاسیمیا ناروغۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه

نن سې شنبه په خوست کې د تلاسیمیا یا د وینې د کموالي نړیواله ورځ ولمانځل شوه، په داسې حال کې چې لا هم د یاد ولایت په ګډون د هېواد په کچه د درملنې لازمې اسانتیاوې نه‌شته. په خوست کې د نور په نوم یو خیریه بنسټ چې د تلاسیمیا د ناروغۍ د تشخیص او دوا درملو څه نا څه اسانتياوې يې برابرې کړي، د شتمنو او مالدارو خلکو په مرستو فعالیت لري. د یاد بنسټ مشر ډاکتر محمد نور ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې دوی سره په دې ناروغۍ اخته ۶۰۰ ماشومان او تنکي زلمیان ثبت او راجستر دي چې هغوی څخه د معایناتو فیس نه‌اخیستل کېږي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

خوست کې د تېلیسیمیا نړیواله ورځ ولمانځل شوه

تېلیسیمیا یا د وینې کموالۍ چې یوه ارثي ناروغي ده، داسې مهال يې په خوست کې د نړیوالې ورځې لمانځنه کیږي، چې لا هم د یاد ولایت په ګډون يې د هېواد په کچه د درملنې لازمې اسانتیاوې نشته.

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پارلمان نن دمیتري مدودف د صدراعظم په توګه ټاکي

د روسیې پارلمان یا دوما به نن یوه ورځ وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون اعلان وکړ چې دمیتري مدودف به د صدراعظم په توګه خپل کار ته دوام ورکړي، هغه د یوې بلې دورې لپاره تأیید کړي. پوتین پرون په رسمي توګه د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او له هغې څو ساعته وروسته‌یې د پارلمان ولسي جرګې ته د تأیید لپاره مدودف د صدراعظم په توګه وروپېژاند. په دوما کې د پوتین د متحدې روسیې ګوند چې مدودف‌یې مشر دی، نفوذ لري. د روسیې د اساسي قانون له مخې کله چې د نوي ولسمشر دنده پیلېږي، حکومت باید ړنګ شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې پارلمان نن دیمیتري میدویدیف د صدراعظم په توګه ټاکي

د روسیې پارلمان یا دوما به نن یوه ورځ وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ویلادمیرپوتین پرون اعلان وکړ چې دیمیتري میدویدیف به د صدراعظم په توګه خپل کارته دوام ورکړي، هغه د یوې بلې دورې لپاره تائید کړي. پوتین پرون په رسمي توګه د یوې بلې شپږ کلنې دورې لپاره د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او له هغې څو ساعته وروسته یې د پارلمان ولسي جرګې ته د تائید لپاره میدویدیف د صدارعظم په توګه ور وپېژاند. په دوما کې د پوتین د متحدې روسیې ګوند چې میدویدیف یې مشر دی، نفوذ لري. د روسیې د اساسي قانون له مخې کله چې د نوي ولسمشر دنده پیلېږي، حکومت باید ړنګ شي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سوات کې د تېلیسیمیا مخنیوي نړیواله ورځ ولمانځل شوه

په سوات کې د تېليسیميا نړیوالې ورځ په مناسبت مقامي ټولنې او د سکول ماشومانو پر دغه ناروغۍ د عامه پوهاوي لپاره د تېلیسیمیا ماشومانو یوه غونډه او لاریون جوړ کړی وو. ډاکټران وايي، دا ناروغي تر ډېره د خپلوانو ترمنځ له ودونو کېږي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان پارلمان نیکول پاشینیان د نوي صدراعظم په توګه وټاکه

د ارمنستان پارلمان د اپوزسیون مشر نیکول پاشینیان د نوي صدراعظم په توګه وټاکه. پاشینیان ته د پارلمان ۵۹ غړو موافقې او ۴۲ مخالفې رأیې ورکړي. د مې په لومړۍ نېټه تر لومړي ځل رأیې اچونې وروسته چې هغه بریالی نشو، په پارلمان کې د واکمن جمهوریپال ګوند مشر وویل چې په بل ځل کې به د دې ګوند یولس غړي هغه ته رأیې ورکړي. پاشینیان په دې هېواد کې د بدلون راوستو لپاره له څو اوونیو راهیسې اعتراضي مظاهرې تنظیم کړې وې.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په فاریاب کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي چې د فاریاب ولایت په څو ولسوالیو کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې یې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله رسولې او څو کلي یې د هغوی له وجوده پاک کړي دي. د دې قول اردو ویاند حنیف رضایي په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو عملیاتو کې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په المار، غورماچ، پشتونکوټ او دولت‌اباد ولسوالیو کې ترسره کړي چې ۶۱ وسله‌والو طالبان په‌کې وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، په دې عملیاتو کې د عزت‌الله، محمدالله او ملا اسدالله په نومونو د طالبانو درې مهم قوماندانان هم وژل شوي دي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus