Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2018

Новости за 05.05.2018

Mashaalradio.com 

پاکستان کې سخت دريځي او ناموسي وژنې

د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په روانه برخه کې په پاکستان کې د غېرت په نامه وژنو ته کتنه شوې ده. دا چې په دغه هېواد کې د غېرت په نامه وژنې يا ناموسي وژنې ولې کېږي، ټولنه څه رول پکې لري او حکومت يې د مخنيوي لپاره څه اقدامات کړي دي؟ ټولنه او سختدريځي روانه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د سولې او حق غوښتنې خېمه ټوله شوه

په ننګرهار کې د سولې او حق غوښتنې خېمه چې پوره یوه میاشت وړاندې د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې درول شوې وه، د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټوله شوه. د ختیځې سیمې ولسوونه وايي، دوی د سولې او حق غوښتنې په تړاو د خلکو نظرونه او وړانديزونه راټول کړي چې نړیوالې ټولنې او  د جګړې ښکېلو خواوو ته به یې وسپاري. د دې حرکت یو برخه وال وايي، که چېرې ښکېلو خواوو او نړیوالې ټولنې د ولسوونو غوښتنو او وړاندیزونو ته پام ونه کړ، نو په هغې صورت کې به دوی بیا هم خپلو ولسي حرکتونو ته دوام ورکري. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د خوست دیني عالمان: رسنۍ د قومونو او ولسونو د وصل وسیله ده

د خوست دیني عالمان او قومي مشران پر رسنیو او خبریالانو بریدونه ناکام عمل بولي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب او هغوی ته د کاري چاپېریال په برابرولو کې همکاري وکړي. دوی چې نن د شنبې په ورځ په خوست، کابل او کندهار کې د وژل شویو خبریالانو د فاتحې په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، زیاتوله چې رسنۍ او خبریالان د ولایتونو او هېوادونو په کچه د ولسونو او بېلابېلو قومونو د وصل وسیله ده. دوی وویل، خبریالان د ټولنې د ټولو افرادو غږ اوچتوي او په خبره یې چې ژورنالیستان هغه خلک... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پښتين: پښتانه ترهګرۍ او هم ترهګری ضد جګړه کې وژل شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي چې پښتانه نه يواځې د ترهګرۍ ښکار شوي بلکې د ترهګری پر ضد جګړه کې هم وژل شوي دي. نوموړي نن [شنبه] د خېبر پښتونخوا په بنو کي د غورځنګ لخوا جوړ شوي ((امن سېمينار)) ته د وينا پر مهال زياته کړه چې د پښتنو د حقونو لپاره به خپله سوله ييزه مبارزه جاري ساتي او د دوی ټولې غوښتنې د پاکستان د قانون او ايين په چوکاټ کې دننه دي. د عمر وزیر ویډیويي راپور

Mashaalradio.com 

د سردرياب پُل بيارغولو لپاره ولس چنده راټولوي

د خېبر پښتونخوا په چارسده کې سردریاب پُل خواوشا نهه میاشتې وړاندې نړېدلی و. د حکومتي چارواکو لخوا پر پېښور روډ واقع د دې پُل د نه رغولو له کبله اوس ځايي ولس راغونډ شوی او د پُل رغولو لپاره یې چنده پېل کړې ده. په دې اړه د مشال راډيو ويډيو وګورئ.




Pa.azadiradio.com 

په غزني کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړل شول

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په غزني کې شااوخوا ۸۰۰ بزګرانو ته د حاصلاتو د زیاتوالي په هدف، اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي ووېشل. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د غزني په مرکز او یو شمېر نورو ولسوالیو کې په ۳۰۰ ښځینه او ۵۰۰ نارینه بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل. نوموړی وايي چې دغه تخمونه د مېوو او سبزیو وو . د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د کال ترپايه د هېواد په کچه، د ۵۰۰ ميلیونو افغانیو په ارزښت، څه باندې ۱۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو ووېشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عالمیار: د ډنډپټان لار دې په یوه رسمي ټرانزیټي لار بدله شي

د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین له افغان حکومته غواړي چې له پاکستان سره د ډنډ پټان سوداګریزه لار دې په یوې رسمي ټرانزیټي لار بدله شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هره ورځ له دغې لارې لسګونه موتړ سوداګرېز توکي انتقالوي. دی وایي: "دغه لار باید په یوې ټرانزیټي لار بدله شي، چارواکي وايي چې دغه لار رسمي نه ده، څه موده مخکې ولسمشر هم راغلی و او ویلي یې دي چې د دغې لارې ستونزه باید حل شي. " دا په داسې حال کې ده چې د ډنډ پټان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په ارزګان کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د اروزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د بېلابېلو پېښو پرمهال، دوه پولیس سرتېري او درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دوی وایي، د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د پولیسو تر منځ په خپلمنځي نښته کې یو پولیس وژل شوی دی. د چورې امنیه قوماندان میرویس نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دوو پولیسو په دغه ولسوالۍ کې لومړی لفظي شخړه او وروسته جګړه کړې چې یو تن یې وژل شوی او بل یې د پولیسو له خوا نیول شوی دی. میرویس وایي، نیول شوی پولیس تر څېړونو لاندې دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د نشه يي موادو د پلور او قاچاق په تور ۴۷تنه نیول شوي

د ننګرهار پولیسو په تېره یوه میاشت کې په ۳۳ پېښو کې ۴۷ کسان د نشه يي موادو  په تور نیولي دي. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار پولیسو د روان شمسې کال د حمل په میاشت کې ۴۷ کسان د ۷۰۰ کېلو ګرامو تاریاکو، ۳۱۶۶ کېلو ګرامو چرسو او لسګونو کېلو ګرامو کېمیاوي موادو په تور نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه ۱۰ تنو يې نشه مواد په پرچون ډول خرڅول او نورو ۳۷ تنو یې بیا په مرکز او ولسوالیو کې د نشه يي موادو قاچاق کاوه.

Pa.azadiradio.com 

له کابل ښار نه ۳۹۰ معتادین د درملنې مرکز ته ولېږدول شول

د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه نېږدې ۴۰۰ معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته واستول شول. د کابل امنیه قوماندان داود آمین د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې پولیسو د نشه يي موادو په برخه کې د همکارو ادارو په ملګرتوب ۳۹۰ تنه معتادین د پل سوخته، کابل شپږمې امنیتې حوزې او سرای شمالي له غونډۍ څخه را ټول او درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته یووړل. د معتادینو را ټولولو پروګرام چې په روان کال کې پیل شوی، په څلورو پړاوونو کې یې نېږدې زر تنه معتادین د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه را ټول او درمنلې مرکزونو ته استولي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې ۳کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي

په هرات ولایت کې درې کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي. د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "دا درې کسان چې د بادغیس او هرات اوسېدونکي و، غوښتل یې یو کېلو او ۵۳ ګرامه نشه يي مواد د هرات یوولسمې او نهمې ناحیې ته انتقال کړي." په یوه بله پېښه کې د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت نږدې یو کېلو ګرام بېلا بېل نشه يي مواد په یوه کور کې د تلاشۍ پر مهال نیولي دي. ښاغلی ولیزاده وايي چې د کور خاوند تښتېدلی او پولیس یې په لټه کې دي.

Pa.azadiradio.com 

د بېلابېلو نشه يي موادو د قاچاق په تور ۱۹تنه نیولي شوي

۱۹ تنه تر دوه زره کېلو ګرامه زیاتو نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونيول شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېره یوه اوونۍ کې په اوو ولایتونو کې ۱۹ تنه قاچاق وړونکي، د ۸۹ کېلو ګرامو هیرويينو،۱۸ کېلو ګرامو تاریاکو،۲۵۱۱ کېلو ګرامو چرسو، ۵۹کېلو ګرامو کېمیاوي موادو، تقريباً يو کېلوګرامو شیشې یا کرسټالو او ۱۳۵ ټابلېټ (K) ګولیو په تور نیولي دي. د دې ۱۹ تنه قاچاق وړونکو څخه درې تنه یې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه هند ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus