Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2018

Новости за 06.05.2018

Mashaalradio.com 

د پیمرا جرمانې او د تلویزونونو ځواب

د پاکستان د ځینو تلویزونو مسولین د پیمرا له خوا پر دوی لګول شویو جرمانو په اړه بیلا بیل نظرونه لري. په دوی کې ځیني وايي د ایین د نولسم ارټیکل له مخې پر دوی یو لړ بندیزونه لګول شوي دي، خو ځیني نور بیا وايي د پیمرا جرمانه دوی ته دا یادګیرنه ورکوي چې خپل خبرونه لا نور کره کړي.

Mashaalradio.com 

د عاصمې راني کورنۍ: په زوره مو روغې جوړې ته مجبوروي

صفیه راني چې د وژلې شوې محصلې عاصمه راني خور ده، مشال راډیو ته یې د یکشنبې پر ورځ وویل چې د مجاهد اپریدي د کورنۍ او دوستانو لخوا پرې زښته زیات فشار دی او هڅه کېږي چې دوی راضي نامې ته اماده کړل شي.

Pa.azadiradio.com 

پیونګ یانګ واشنګټن ته نوی خبرداری ورکړی

پیونګ یانګ واشنګټن ته خبرداری ورکړی چې هغه ادعا یې چې شمالي کوریا د امریکا د فشارونو په نتیجه کې د خبرو مېز ته حاضره شوې، د دې خطر زیاتوي چې د کوریا ټاپووزمه بېرته صفري نقطې ته ور وګرځي. پیونګ یانګ دغه خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې دواړه هېوادونه یوې تاریخي سرمشریزې ته تیاری نیسي. د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند نن یکشنبه واشنګټن تورن کړ چې په قصدي توګه پیونګ یانګ لمسوي او دا د هغې هڅې یوه برخه ده چې هدف یې د ډیالوګ لپاره د اوسنۍ رامنځته شوې فضا زیانمنول دي. ټاکل شوې چې په څو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د یرغمل شویو هندي انجنیرانو د خوشې کولو هڅې ګړندۍ شوي

د بغلان چارواکي وایي، د ۷ یرغمل شویو هندي انجنیرانو او د هغوی د یوه افغان ډریور د خوشې کولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي. د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د دې پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "دغه انجنیران نن سهار د خواجه الوان په سیمه کې د برښنا د سب سټېشن د څارنې لپاره د چشمه شیر له سیمې د تېرېدو په حال کې وو چې د ملایان په سړک کې د وسله والو مخالفینو له خوا وتښتول شول." د بغلان والي عبدالحی نعمتي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د قومي مشرانو په مرسته هڅې پیل شوي چې یرغمل شوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراقي الوتکو د سوریې په ختیځ کې د داعش د قوماندې یو مرکز بمبار کړی

د عراق د صدراعظم دفتر وایي، عراقي جنګي الوتکو د سوریې په ختیځ کې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د قوماندې پر یوه مرکز بمباري کړې او هغه یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی. د عراق حکومت له تېرکال راهیسې د سوریې د ولسمشر او د داعش په وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا په مشرۍ ائتلاف په منظورۍ د اسلامي دولت ډلې پرضد هوایي حملې پیل کړې دي. د عراق صدراعظم په تېره ډسمبر میاشت کې پر داعش د بري اعلان وکړ. خو له سوریې سره د پولې په اوږدو کې د داعش یوشمېر ډلې تراوسه عراق ګواښي او په وروستیو کې یې د دې هېواد په مختلفو برخو کې حملې ترسره کړې دي.




Mashaalradio.com 

په بنو کې د پاکستان زنده باد په نوم لاریون شوی دی

په بنو کې د سوداګرانو یوه سازمان او تحفظ ختم نبوت د ((پاکستان زنده باد)) په نوم لاریون کړی دی. د لاریون ګډونوالو په ویناو کې وویل، پوځ د ترهګرۍ د ختمولو لپاره قربانۍ ورکړې دي. دوی پر پښتون تحفظ غورځنګ تورونه هم پورې کړل چې هغوی په بیا بیا رد کړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

روحاني: امریکا به د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه په وتلو پښېمانه شي

د ایران ولسمشر وایي چې امریکا به د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړونه په وتلو پښېمانه شي. حسن روحاني نن یکشنبه په هغې وینا کې چې د ټلویزیون له لارې خپرېده، وویل چې ایران د اټمي تړون په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرې پرېکړې په وړاندې د درېدو لپاره پلانونه لري. روحاني ټینګار وکړ چې که امریکا له دغه تاریخي تړونه ووځي، تاسو به یې د یوې تاریخي پښېماني شاهد واوسئ. ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی چې که اروپایي متحدین یې دغه تړون اصلاح نه کړي، له هغې به ووځي. پر امریکا سربېره جرمني، فرانسې، روسیې، چین او بریتانیا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راشد خان چې د هند په غوره لیګ سیالیو کې غوره لوبغاړی وپېژندل شو

د افغانستان د کرکټ تکړه لوبغاړی راشد خان چې د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبېږي، پرون شنبې د حیدراباد د سن رایزر ټیم لپاره د ښې لوبې په خاطر د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو. راشد خان په څلورو اوورونو کې دوه لوبغاړي وسوځول. دا د هند د غوره لیګ د سیالیو له پیله تر اوسه درېیم ځل دی چې راشد خان د غوره لوبغاړي لقب ترلاسه کوي. حاضر دمه د حیدر اباد سن رایزر لوبډله د هند د غوره لیګ د سیالو د جدول په سر کې ده. د هند په روانو سیالیو کې د راشد خان په ګډون د افغانستان درې لوبغاړي ګډون کوي.

Mashaalradio.com 

ګڼو لمر ته ولاړو خلکو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وینا اورېده

د خالي پر ورځ په بنو کې د پښتون تحفظ غورځنګ ته ګڼ خلک ورغلي ول. غونډه په تالار کې جوړه وه چې پکې شاوخوا ۸۰۰ کسان ځایېدل، البته له هاله بهر سلګونه کسان ولاړ ول او په ګرمۍ کې یې د منظور پښتین وینا اورېده. په دوی کې له ځېنو مو پوښتلي چې ولې په سره غرمه کې ولاړ دي؟

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي: بلوچستان کې ۲۳ کان کیدونکي وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایي چې د دې هېواد په جنوب لویدیځ کې د ډبرو د سکرو په کانونو کې په دوو جلا پېښو کې ۲۳ کان کیدونکي وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي. د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې رئیس عطاالله خان نن یکشنبه وویل چې د بلوچستان ایالت د مرور د ډبرو د سکرو په کان کې د میتان ګازو د خپرېدو له امله چاودنه وشوه چې په نتیجه کې یې کان کیناست او ډېر کان کیندونکي په کې بند پاتې شول. هغه زیاته کړه چې ۱۱ مړي یې را ایستلي او پنځه نور د لاندې په کان کې پاتې دي. د کوټې یوه لوړپوړي چارواکي جاوید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: وسله والو مخالفینو په بغلان کې ۶ هندي انجنیران تښتولي

د بغلان چارواکي د وسله‎والو مخالفینو له لوري د شپږو هندي انجنیرانو او د هغوی د یوه افغان ډریور د تښتول کېدو خبر ورکوي. د بغلان والي عبدالحی نعمتي نن یکشنبې ازادي راډیو ته د دې پېښې په تأیید سره وویل چې دغو انجنیرانو د خواجه الوان د برښنا پر سب سټیشن کار کاوه چې وسله‎والو نن سهار د کار ساحې ته په لاره د پلخمري د باغ شمال په سیمه کې له ځان سره بوتلل. ښاغلي نعمتي د پېښې په اړه وویل: "دوی د دوست هېواد هندوستان اتباع دي چې د خواجه الوان د برښنا په سب سټیشن کې کار کوي او نن یې غوښتل چې خپل کار ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: وسله والو مخالفینو په بغلان کې ۷ هندي انجنیران تښتولي

د بغلان چارواکي د وسله‎والو مخالفینو له لوري د ۷ هندي انجنیرانو او د هغوی د یوه افغان ډریور د تښتول کېدو خبر ورکوي. د بغلان والي عبدالحی نعمتي نن یکشنبې ازادي راډیو ته د دې پېښې په تأیید سره وویل چې دغو انجنیرانو د خواجه الوان د برښنا پر سب سټیشن کار کاوه چې وسله‎والو نن سهار د کار ساحې ته په لاره د پلخمري د باغ شمال په سیمه کې له ځان سره بوتلل. ښاغلي نعمتي د پېښې په اړه وویل: "دوی د دوست هېواد هندوستان اتباع دي چې د خواجه الوان د برښنا په سب سټیشن کې کار کوي او نن یې غوښتل چې خپل کار ته لاړ... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus