Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Май
2018

Новости за 16.05.2018

Mashaalradio.com 

افغانو نجونو د کوکنارو ضد ویډیو ګېم جوړ کړی

د ویډیويي لوبې یا ګېم نوم د کوکنارو ضد جګړه ده چې موخه یې د کوکنارو د کښت ضد اګهي پیدا کول دي. دا ګېم د کمپیوټر زده کړو یوه مرکز نجونو جوړ کړی. په اړه یې ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

فراه ښار ته د طالبانو په ننوتلو سره څه پېښ شول؟

افغان امنیتي ځواکونو د نړیوالو پوځیانو په مرسته وسلوال طالبان له فراه ښار څخه په شا وتمبول، دا چې هلته په څو ساعتونو کې څه پېښ شول، د ازادۍ راډیو د خبریال دا رالېږلې ویډیو وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د پېښور هندواڼې پخې شوي

د هندواڼو کښت رسېدلی دی او د پېښور شوکدر پر لوی سړک چې له پېښوره بره مومندو او باجوړ ته وتلې، ځای پر ځای پرې د هندواڼو په ګډون نور توکي هم ښکاري. د مشال راډيو ویډيو

Mashaalradio.com 

هندواڼې پخې شوې

د هیندواڼو کښت رسېدلی دی او د شوکدر پر لوی سړک چې له پېښوره و بره مومندو او باجوړ ته وتلی، ځای پر ځای پرې د هیندواڼو په ګډون سبزیانې پلورلو ته ايښودل شوې دي. د مشال راډيو ویډيو

Mashaalradio.com 

پېښور کې د نرښځيانو مېله

د پېښور په ارباب نیاز سټېډیم کي د سېشنبې مازیګر د نرښځیانو لپاره د لوبو یوه مېله وشوه چې پکې هغوی بیلابېلې سیالۍ ترسره کړې. چارواکي وايي د نرښځیانو لپاره د لوبو دا هلې ځلې په اول ځل ترسره کېږي. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په دې ویډيو راپور کې




Pa.azadiradio.com 

چارواکي: خاص ارزګان ولسوالۍ وسله‎والو طالبانو محاصره کړې

د ارزګان ولایت خاص ارزګان ولسوالۍ چې د تېرو درېیو شپو را په‎دېخوا د وسله‌والو طالبانو تر محاصرې او بریدونو لاندې ده شېبه په شېبه وسله‎وال طالبان د ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ او د ملي اردو قرارګاه ته نږدې کېږي. په مشرانو جرګه کې د ارزګان استازی محمد حنیف حنیفي ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال یوازې د ولسوالۍ تعمیر، امنیه قومانداني او د ملي اردو یوه قرارګاه د دولت تر ولکې لاندې ده او نوره ټوله ولسوالۍ طالبانو نیولې. د نوموړي په وینا که د حکومت له لوري بېړنی اقدام ونه‎شي ولسوالۍ سقوط کوي. په ورته... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

مینګوره کې باچا خان تعلیمي بنسټ کلتوري مېله جوړه کړې

د خېبر پښتونخوا د سوات په مينګوره کې د باچا خان ټرسټ اېجوکېشن او د باچا خان های سکول یوشمېر زده کوونکي لخوا يوه کلتوري مېله شوه. په دغه مېله کې د زده کړو او کلتور په اړه خبرې وشوې. نور حال په دې ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

نوري: د غزني په ۴ ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي

د غزني ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په یو شمېر ولسواليو کې د بریدونو پر مهال ۱۴ افغان سرتېرو او ۵۶ وسله‌والو طالبانو ته مرګه وژبله اوښتې. د والي ویاند محمد عارف نوري نن چهار شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت پر جغتو ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د یادې ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر محمد اسماعیل په ګډون ۸ افغان سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي. نوموړي زیاته کړه چې ولسوالۍ یې د سقوط له ګواښ څخه ژغورلې او پر مهال‌یې ۲۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روان کال د افغانستان په کچه د اوبو ۵۰۰ کارېزونه رغېږي

د روان ۱۳۹۷ کال تر پایه د افغانستان په کچه د اوبو ۵۰۰ کارېزونه رغول کېږي. د کرنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار حامد هلمندي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه د اوبو ۲۵۰ کارېزونه سروې شوي او پر نورو هم کار روان دی. ښاغلی هلمندي وايي چې کارېزونه د هېواد د اقتصاد په برخه کې د پام وړ رول لري او پر رغولو سره به‌يې د وچکالۍ ستونزه حل او په کرنیزو تولیداتو کې زیاتوالی راشي. نوموړی زیاتوي، په اوسط ډول پر هر کارېز څه باندې ۵۰ زره ډالره لګښت راځي. د معلوماتو له‎ مخې، پخوا په ټول افغانستان کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې د برښنا د ستونزې په اړه غضنفر شرکت کار پیلوي

په پام کې ده چې په بلخ ولایت کې تولیدي فابریکو ته د برښنا ستونزې د هوارۍ په هدف غضنفر شرکت په‎دې برخه کې په کار پیل وکړي. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیر احمد سپاهي‎زاده نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې شرکت له فعالیت سره به ۵۰ مېګا واټه برښنا تولید او په صنعتي پارک کې به پر فابریکو وویشل شي. سپاهي‎زاده وايي چې اوس‎مهال د دغه شرکت ماشین‎الات او نور لازم وسایل موجود دي او کله چې يې د ځمکې ستونزه هواره شي، عملاً به برښنا تولید کړي. د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو رئیس وايي چې د برښنا پر دغه پروژه ۷۶ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

Pa.azadiradio.com 

روان کال د افغانستان په کچه د اوبو ۵۰۰ کاریزونه رغېږي

د روان ۱۳۹۷کال تر پایه د افغانستان په کچه د اوبو ۵۰۰ کارېزونه رغول کېږي. د کرنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار حامد هلمندي نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه د اوبو ۲۵۰ کارېزونه سروې شوې او پر نورو هم کار روان دی. ښاغلی هلمندی وايي چې کارېزونه د هېواد د اقتصاد په برخه کې د پام وړ رول لري او پر رغولو سره به يې د وچکالۍ ستونزه حل او په کرنېزو تولیداتو کې زیاتوالی راشي. نوموړی زیاتوي، په اوسط ډول پر هر کارېز څه باندې ۵۰ زره ډالره لګښت راځي. د معلوماتو له‎ مخې، پخوا په ټول افغانستان کې... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus