Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2018

Новости за 13.03.2018

Mashaalradio.com 

امریکا: روس او ایران په شام کې د ډزبندۍ احترام نه کوي

واشنګټن خبرداری ورکړی چې که شام، ایران او روس د ملګرو ملتونو لخوا منظورې شوې ۳۰ ورځنۍ ډزبندۍ مبینه سرغړونو ته دوام ورکړ نو امریکا په شام کې د کیمیاوي بریدونو او غېر انساني اذیتونو د خاتمې لپاره ګامونو پورته کولو ته تیاره ده.

Pa.azadiradio.com 

ټېلرسن: امریکا په بریتانیا کې د سرګې سکریپال مسمومېدو په غوصه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، امریکا له دې کبله چې هغه د روسیې له خوا په بریتانیا کې د یوه پخواني روسي جاسوس مسمومېدل وبلل، په غوصه ده. رکس ټېلرسن خبرداری ورکړ چې مسکو به یقیناً د دغې پېښې پر سر د متحدینو له غبرګون سره مخامخ شي. ټېلرسن زیاته کړه چې موږ د بریتانیا پرتحقیقاتو او د هغې پرنتیجې چې وایي، روسیه د دغې پېښې ترشاه لاس لري، پوره ډاډمن یوو. تېره اوونۍ د روسیې پخوانی جاسوس سرګې سکریپال او د هغه لور یولیا سکریپال د بریتانیا په سالیزبوري کې د اعصابو په فلج کېدونکي موادو مسموم شول چې... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې په اړه پلټنې بشپړې شوې

د امریکا د استازو جرګې د استخباراتو د کمېټې جمهوري غوښتونکو غړو ویلي چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه‌یې پلټنې پای ته رسولي او دې نتیجې ته رسېدلي چې د کرملېن او د ولسمشر ډونالد ټرمپ د انتخاباتي ټیم ترمنځ پټه اړیکه نه‌وه. د هغه راپور په مسوده کې چې د دوشنبې د ورځې ناوخته رسنیو ته خپره شوې او ټرمپ‌یې ستاینه کړې مګر د ډموکراتانو کمېټې هغه سمدستي رد کړې، د جمهوري غوښتونکو کمېټې ویلي چې دوی له دې سره موافق دي چې مسکو د تبلیغاتو او د ټولنیزو رسنیو له لارې د غلطو خبرونو په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ارزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې ۱۰ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې تېره ورځ ۱۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي. په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زین‌الله نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره ورځ غوښتل چې په یاده ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې د افغان ځواکونو له کمین سره مخ شول. نوموړی وايي چې په یاد برید کې افغان پوځيانو ته کوم زیان نه‌دی اوښتی. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د ارزګان په چهارچینو ولسوالۍ کې ۱۰طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې تېره ورځ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴تنه نور ټپيان شوي دي. په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زین الله نن سې شنبې ازادي راډيو ته وویل چې وسله الو طالبانو تېره ورځ غوښتل چې په یاده ولسوالۍ کې پر یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه وکړي چې د افغان ځواکونو له کمین سره مخ شول. نوموړی وايي چې په یاد برید کې افغان پوځيانو ته کوم زیان نه دی اوښتی. وسله الو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

روسیې، ایران او سوریې ته د امریکا خبرداری!

متحده ایالاتو خبرداری ورکړی چې که روسیه، ایران او د سوریې حکومت د ملګرو ملتونو په منځګړتوب تائید شوی اوربند له پامه وغورځوي نو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو له کبله د بشري فاجعې د ختمولو لپاره به اقدام وکړي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي تېره شپه د امنیت شورا غونډې ته وویل هغه اوربند چې امنیت شورا دوې اوونۍ مخکې تصویب کړ ناکام شوی دی او متحده ایالات د یوه نوي دېرش ورځني اوربند طرح وړاندې کوي چې د دې په وینا د ترورېزم ضد عملیاتو په نوم تشه به ونه لري او له پامه غورځول به یې د سوریې د رژیم او نورو لپاره ګران وي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هانک کانګ ماتې افغان کرکټ ټیم بل پړاو ته وایست

د کرکټ د نړیوال جام د غوراوي لوبو په دوام د نیپال او هانک کانګ د پرونۍ لوبې نتیجې افغانستان ته یو ځل بیا دا موقع په لاس ورکړه چې د دې لوبو بل پړاو ته پر مخ ولاړ شي. په دې پړاو کې به د افغانستان لوبه د پنجشنبې په ورځ له ویست انډیز سره د زېمبابوې په پلازمېنه هراره کې وي چې د کابل پر وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیلېږي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، په زېمبابوې کې د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې له څلورو لوبو څخه درې وبایللې او یوه‌یې وګټله او خپل امید یې تقریباً له لاسه ورکړی و. ځکه چې که پرونۍ لوبه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپور: روان کال په افغانستان کې څه باندې ۳۰ زره کسان بېځایه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، د روان میلادي کال له پیله څه باندې ۳۰ زره کسان په افغانستان کې د کورنیو کړکېچونو له کبله بېځایه شوي دي. دغې ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې په تېره اوونۍ کې په ټول هېواد کې تر شلو زرو ډېرو اړو کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي. په دې راپور کې راغلي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د کندها ر په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیسو پر مرکز د وسله والو برید له پاکستان څخه د بشري مرستو د فعالیتونو مخه ونه نیوله . د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په ۵ ولایتونو کې د شپې له‌خوا پر مخابراتي شبکو بندیز لګولی

وسله‌والو طالبانو د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی دی. د جرمني خبري اژانس د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د یوه چارواکي خان زمان امرخېل له قوله لیکلي چې وایي، طالبان په پنځو ولایتونو کې یا په بشپړ ډول یا په څو برخو کې د ماښام له شپږو بجو مخابراتي سیستم غیر فعاله کوي. ویل کېږي چې وسله‌والې ډلې په دې ډول غواړي، د افغان امنیتي ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د دوی د ټيلیفوني مکالمو له لارې، د تعقیب مخه ونیسي. ښاغلي امرخېل... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus