Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Ноябрь
2022

Новости за 27.11.2022

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ښوونکي: طالبان له مونږ عقیدتي ازموینه اخلي

په کابل کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکي وايي، ټاکل شوې طالبان له دوی عقیدوي ازموینه واخلي. دغه ښوونکې وايي، د یادې ازموینې ډېرې پوښتنې عقیدوي او په فرضي مسایلو ور ټولې دي. دغه ښوونکې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخستل شي، ازادي راډيو ته وویل، طالبان د دې ازمویني په اخیستو سره د دوی دینداري تر پوښتنې لاندې وړي. هغه زیاتوي: "زما په نظر دا داسې یو کار دی چې هیڅ چاته د منلو نه دی. د دې لپاره چې زموږ استادان او په ټوله کې د افغانستان خلک مسلمانان دي، د روژې او لمونځ په اړه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان پوځ د جنرال باجوه د شتمنیو په اړه رپورټ رد کړی دی

د نومبر پر ۲۰مه د فیکټ فوکس په نوم د تحقیقاتي ژورنالېزم یوې ووبپاڼې د پاکستاني خبریال یو رپورټ خپور کړ چې پکې دعوه شوې چې په تېرو شپږو کلونو کې د باجوه او د هغه د کورنۍ شتمنۍ اربونو روپیو ته رسېدلې دي.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ لوبډلې سریلانکا ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه

افغانستان په نننۍ پنځوس اووره مسابقه کې سریلانکا ته د ۲۲۹ منډو هدف وټاکه. افغانستان د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۲۸ منډې وکړې. اوس سریلانکا هڅه کوي چې ورکړل شوی هدف پوره کړي. دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د سوپرلیګ لوبو په ترڅ کې چې سریلانکا یې کوربنه ده، د درېیو پنځوس اوره لوبو دویمه هغه ده. د دې لړۍ لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير له سریلانکا څخه وګټله. که افغانستان له سریلانکا یوه بله لوبه هم وګټي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت له طالبانو سره د تعامل خبر ورکړ

په چک جمهوریت کې د افغانستان د تېر پرځول شوي حکومت سفارت له طالبانو سره د تعامل خبر ورکړ. په پراګ کې دغه سفارت د شنبې په ورځ په خپل فېسبوک کې لیکلي، چې د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي او په افغانستان کې له حاکم نظام سره په تماس کې دی. په اطلاعیه کې راغلي چې د خلکو د ستونزو د حل او خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره له بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل هم دغه اطلاعیه بیا ټوېټ کړې ده. د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو اوسنی سرپرست... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عزیزګل فیض: شپږ مياشتې وشوې چې زوی مې د پاکستاني پوليسو بند کې دی

افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د بد چلند په لړ کې د یوه افغان احمد ضیا فیض کورنۍ ادعا کوي چې نوموړی له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې زنداني دی. د احمد ضیا فیض مور عزیزګل فیض وايي، شپږ میاشتې کېږي چې زوی یې پاکستاني پولیسو نیولی دی. نوموړې وايي، زوی یې څه موده د مخکینې جمهوري حکومت د کورنیو چارو وزارت سلاکار و چې د طالبانو لخوا له څو ځله ګواښل کېدو وروسته پاکستان ته لاړ. هغې ازادي راډيو ته وویل، زوی یې له ویزې پرته پاکستان ته تللی و او هلته یې له نورو افغان کډوالو سره د خپل برخلیک... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پښین ضلعې د وېشلو طریقې پرضد احتجاج روان دی

احتجاج تر هغې وروسته پیل شوی چې د بلوچستان حکومت د نومبر پر ۲۱مه اعلان وکړ چې پښین ضلع یې په دوو برخو وېشلې ده. د حکومتي اعلان له مخې، اوس به پښین یوه ضلع وي او دویمه هغه به کارېزات برښور نومېږي.

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر ډاکتران: په خپل سر د درملو استفاده ناوړه پایلې لري

په افغانستان کې ځینې بېوزله کورنۍ وايي، د فقر او اقتصادي ستونزو له امله پرته له دې چې ډاکتر ته مراجعه وکړي په خپل سر له بېلابېلو انټي بیوټیکونو کار اخلي. په بلخ ولایت یوه مېرمن چې د څلور کسیزه کورنۍ مشري ورترغاړې ده وايي، په تېر یوه کال کې د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له هر څه ان د خپلو ناروغانو د درملنې توان هم ترې اخیستی. دغه مېرمن چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، خپلې لور ته یې د ډاکتر له مشورې پرته درمل اخیستي دي. هغې زیاته کړه: "نن شپه زما مشره لور ناروغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره د همغږو اقداماتو غوښتنه وشوه

د فرانسې او تاجکستان ولسمشرانو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د یوې ګډې تګلارې له مخې په همغږۍ اقدامات وکړي. د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دې هېواد ولسمشر امام علي رحمان د فرانسې له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي. په هغه اعلامیه کې چې د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر پر رسمي ویبپاڼه خپره شوې راغلي چې دواړو ولسمشرانو پرون ناوخته د ټېلیفون له لارې د سیمه ییز امنیت ترڅنګ د ترهګرۍ، افراطیت او له نشه یي توکو سره پر مبارزې غږېدلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ریچارډ بینیټ: په افغانستان کې ښځې یوازې نه پرېښودل کېږي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینیټ وايي، د نړیوال قانون له مخې، د جنسیت پر اساس مجازات د انسانیت پر وړاندې یو جرم دی. بینیټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو د ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، مجازاتوونکو سره به حساب کتاب کېږي. د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي، چې په افغانستان کې به ښځې یوازې نه پرېښودل کېږي. د نومبر میاشتې ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ ده، چې له دې نېټې وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه پیل شوه

د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه پیل شوه. افغانستان د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او د بټنګ کولو پرېکړه یې وکړه. دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د سوپرلیګ لوبو په ترڅ کې چې سریلانکا یې کوربنه ده، د درېیو پنځوس اوره لوبو دویمه هغه ده. د دې لړۍ لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير له سریلانکا څخه وګټله. که افغانستان له سریلانکا یوه بله لوبه هم وګټي دومره امتیازات تر اوسه لري چې مستقیم د راتلونکي کال نړیوال جام ته ووځي. له سریلانکا سره درېیمه او ورستۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ وشي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ایران کې یو فعال 'حسین رونقي' له بنده خوشې شو

ایراني چارواکو پرون د دغه هېواد یو فعال حسین رونقي په ضمانت له بنده خوشې کړ. رونقي په زرګونو هغو کسانو کې شامل و، چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو پر مهال نیول شوي وو. په ایران کې دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې، چې یوې ۲۲ کلنې ښځې مهسا امیني چې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، توقیف ته تر لېږدول وروسته ساه ورکړه. د هغې پلویان وايي مهسا د پولیسو د شکنجې له کبله ساه ورکړې ده. وروسته له هغې چې د بشري حقونو فعال حسین رونقي تېره میاشت غذايي اعتصاب پیل کړ، د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې وې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ نن لومړۍ لوبه د جاپان او کوستاریکا ترمنځ ده

په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو په لړ کې کوستاریکا د کابل پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې د جاپان په وړاندې د مسابقې ډګر ته وځي. د مازیګر پنځه نیمې بجې بلجیم او مراکش مسابقه لري. درېیمه لوبه د کرویشیا او کاناډا ترمنځ د شپې اته نیمې پیلېږي او هسپانیا له جرمني سره د شپې یوولس نیمې بجې د مسابقې ډګر ته وځي. پرون پولنډ دوه د صفر په وړاندې سعودي عربستان ته ماتې ورکړه، ارجنټاین دوه د صفر په وړاندې له مکسیکو لوبه وګټله او اسټرالیا یو د صفر په وړاندې له تونس، دغه راز فرانسې دوه د یو په وړاندې له ډنمارک لوبه وګټله.

Mashaalradio.com 

عمران خان: د تحریک انصاف غړي به له ټولو اسمبلیو استعفا ورکوي

وفاقي حکومت د نومبر پر ۲۶مه اسلام اباد ته تلونکې لویې لارې تړلې وې او کنټېنرونه یې ورباندې درولي ول. وزیراعظم شهباز شریف او د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله په وروستیو کې ویلي ول چې د تحریک انصاف لاریونوال اسلام اباد ته داخلېدو ته نه پرېږدي.

Mashaalradio.com 

غزه کې د اقلیمي بدلون له وجې د شاتو پیداوار کم شوی دی

په غزه کې د شاتو موچیو ساتونکي وايي، د اب و هوا یا اقلیم بدلون له امله د شاتو پیداوار د پخوا پرتله کم شوی دی. دوی وايي، د زیاتو بارانونو له امله په پسرلي کې د شاتو موچۍ په ګلونو کښېنناستې نو ځکه د شاتو پیداوار هم اغېزمن شو. په اړه یې د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

ټوماس نیکلاسن: طالبان د نړیوالو قوانینو د رعایت مسوولیت لري

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړې استازی ټوماس نیکلاسن وایي، پر افغانستان واکمن طالبان مسوولیت لري هغه نړیوال قوانین رعایت کړي چې دې هېواد لاسلیک کړي دي. نیکلاسن پرون په څو ټویټونو کې دغه څرګندونې د طالبانو له خوا په لوګر کې پر ۱۴ کسانو د شرعي حدودو د عملي کولو پر وړاندې په غبرګون کې کړي دي. هغه ویلي، اروپایي ټولنې له هغو څو کمو هېوادونو چې د ده په وینا د سزا دغه بڼې په کې عملي کېږي هم ورته غوښتنه کړي چې د نړیوال قانون په رڼا کې خپل مسوولیتونه پرځای کړي. نیکلاسن فزیکي مجازات ظالمانه،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تحریک انصاف ګوند د پاکستان له ملي او ایالتي اسامبلیو وځي

د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران خان وایي، ګوند به یې د دې هېواد له ملي او ټولو ایالتي اسامبلیو څخه ووځي. عمران خان دغه اعلان پرون په راولپنډۍ کې په زرګونو پلویانو ته په وینا کې وکړ. دا د روانې میاشتې په پیل کې په یوه وسله وال برید کې له ټپي کېدو وروسته لومړی ځل دی چې عمران خان په عام محضر کې راڅرګندېږي. عمران خان دغه راز د اسلام آباد پر لور خپل احتجاجي لاریون هم لغوه کړ او ویې ویل، دا پرېکړه یې د هېواد د ویجاړۍ د مخینوي لپاره وکړه. عمران خان چې د تحریک طالبان پاکستان مشر دی، په دې هېواد کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لېتوانیا، پولنډ او بلجیم دفاع وزیرانو اوکراین ته سفر کړی

د لېتوانیا، پولنډ او بلجیم دفاع وزیرانو د روسیې پر وړاندې جګړه کې له اوکراین څخه د ملاتړ لپاره پرون له کییف څخه کتنه ترسره کړه. دا درې واړه هېوادونه د اروپایي ټولنې او د ناټو غړي دي. دغو وزیرانو د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په غونډه کې له اوکراین سره د اروپایي ټولنې د مالي مرستو پردوام او له دې هېواد سره د بنسټیزو تاسیساتو په رغونه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ. په دې غونډه کې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو پر هوکړې هم خبرې وشوې. روسیې په وروستیو کې په هوایي بریدونو کې د اوکراین ډېر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه ده

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ دویمه یوه ورځنۍ لوبه وشي. دا د دواړو ټیمونو ترمنځ د سوپرلیګ لوبو په ترڅ کې چې سریلانکا یې کوربنه ده، د درېیو پنځوس اوره لوبو دویمه ده. د دې لړۍ لومړۍ لوبه د تېرې جمعې په ورځ افغان لوبډلې د شپېتو منډو په توپير له سریلانکا څخه وګټله. دا لوبې د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام ته د مستقیم تګ لپاره دي. که افغانستان له سریلانکا نننۍ لوبه وګټي دومره امتیازات تر اوسه لري چې مستقیم د راتلونکي کال نړیوال جام ته ووځي. له سریلانکا سره درېیمه او ورستۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ ترسره شي.

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ نن څلور لوبې ترسره کېږي

په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوتبال د نړیوال جام لوبو په ترڅ کې نن څلور لوبې ترسره کېږي. هسپانیا له جرمني اوجاپان له کوستاریکا سره لوبې کوي. بلجیم د مراکش پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي او کرویشیا هم له کاناډا سره مخامخ کېږي. پرون د دې جام لوبو په لړۍ کې پولنډ عربستان ته دوه د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه، استرالیا له تونس څخه یو د صفر پر وړاندې لوبه وګټله، فرانسې دوه د یوه پر وړاندې ډنمارک مات کړ او ارجنټاین له مکسیکو څخه لوبه دوه د صفر پر وړاندې وګټله. د فوتبال د نړیوال جام لوبې به د ډسمبر تر ۱۸مې پورې دوام کوي.

Pa.azadiradio.com 

ایران کې د حکومت ضد لاریونونو دوام؛ محصلانو نوې غوښتنې مطرح کړي

د ایران په یو شمېر پوهنتونونو کې د حکومت ضد اعتراضونو د دوام راپورونه ورکول کېږي. د ایران د محصلینو ټولنې ویلي چې په امیرکبیر، علم او صنعت، علم او فرهنګ پوهنتونونو او د تهران په ګډون یو شمېر پوهنځیو کې محصلینو د اعتراض په توګه پلتۍ وهلي دي. د اصفهان د صنعتي پوهنتون محصلانو په یوه لاریون کې له نورو محصلینو هم غوښتنه وکړه چې له دغو اعتراضونو سره یوځای شي. د ازادي راډیو فردا څانګې د دغو اعتراضونو ویډیوګانې ترلاسه کړي او پر ویبپاڼې یې خپرې کړي دي. د زنداني محصلانو سمدستي خوشې کېدل او په پوهنتونونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عمران خان: د پاکستان د ویجاړۍ د مخنیوي لپاره مې لاریون لغوه کړ

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د اسلام اباد پر لور خپل احتجاجي لاریون لغوه کړ او ویې ویل، دا پرېکړه یې د هېواد د ویجاړۍ د مخینوي لپاره وکړه. د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان وایي، د پلازمېنې اسلام اباد پر لور خپل احتجاجي لاریون ځکه لغوه کوي چې وېره لري هغه به په دې هېواد کې د ویجاړۍ لامل شي. عمران خان دغه څرګندونې پرون شنبې اسلام اباد ته نږدې په راولپنډۍ کې په زرګونو پلویانو ته په وینا کې وکړې. دا د روانې میاشتې په پیل کې په یوه وسله وال برید کې له ټپي کېدو وروسته لومړی ځل دی چې عمران خان په عام محضر کې راڅرګندېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

ګلوب اینډ مېل: کاناډايي ورځپانې ګلوب اینډ مېل د هغو افغانانو په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې پخوا یې په افغانستان کې کاناډايي پروژو سره کار کړی او اوس په پاکستان کې کاناډا د تلو په تمه دي. د ورځپاڼې په وینا د افغانانو یوې ډلې چې د کاناډا له خوا په تمویل شویو هغو پروژو کې چې د ښځو او نجونو د حقونو د ودې لپاره وې؛ کار کاوه، له څه باندې یو کال راهیسې په ګاونډي پاکستان کې بند پاتي دي. لیکنه زیاتوي، دغه افغانان د دې مالي توان نه لري چې په پاکستان کې د کورونو کرایې ورکړی او یا د خوړو لپاره څه واخلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه: طالبان دې نړیوالو قوانینو درناوی وکړي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په عام محضر کې د شرعي حدودو د عملي کېدو پر وړاندې د نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانکړې استازي ټوماس نیکلاسن هم د طالبانو پر دغه عمل اندېښنه ښکاره کړې او ورڅخه غوښتنه یې کړې چې د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي. نوموړي پرون شنبې په څو ټویټونو کې وویل چې په لوګر ولایت کې څو ورځې وړاندې د طالبانو له خوا په عام محضر کې د ۱۴ نارینه وو او ښځو په درو وهلو سخت خواشینی شوی او زیاته یې کړه چې طالبان د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې په... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus