اډوکېټ صلاح الدين پهنور د نومبر پر ۱۲ مه مشال راډيو ته وويل، "د تېر په څېر هغه راو انوار له دې انکار وکړ چې د نقتب الله مسید په وژنه تورن یم خوا دا ټولې نړۍ ته معلومه ده چې راو انوار د نقيب الله په وژنه کې ککړ دی."
د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له لوري پارکونو او تفریحي ځایونو ته د افغان مېرمنو د نه پرېښودو په غبرګون کې ویلي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې وروستي بندیزونه هغه څه دي چې د دوی لاسرسی عمومي چاپېریال ته لنډوي. فرزانه د کابل ښار په یوه څنډه کې ژوند کوي. هغه د طالبانو له لوري پر افغان مېرمنو له وروستیو محدودیتونو ناخوښه ده. فرزانه وايي، د طالبانو له لوري پارکونو، تفریحي ځایونو، ورزشي کلپونو او حمامونو ته د مېرمنو نه پرېښودل نه یوازې دا چې پر دوی بلکې د دوی په ماشومانو یې هم اغېز کړی. Читать дальше...
د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې د دوو افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي وروستۍ پېښې وڅېړي. عزت الله سلیمي په کابل کې دیوې خصوصي رسنۍ خبریال دی. دی ادعا کوي چې څو ورځې وړاندې د وسله والو کسانو له خوا ګواښل شوی. نوموړی وايي نه پوهېږي د چا له خوا او ولې وهل او ډبول شوی. سلیمي ازادي راډيو ته وویل: "زه یې له دفتر نه د اکټوبر په ۱۸ مه بوتلم ، زه چې کله دروازې نه ووتم یو کس چې یونیفورم یې نه درلود راته یې وویل، موټر کې درته یو کس په تمه دی ما ورته وویل، څوک دی ویل... Читать дальше...
د خوست ښار د شپږو ناحیو د کرېکټ لوبډلو تر منځ د ۱۰ اوریز جام سیالۍ چې یوه اونۍ يې دوام وکړ، پای ته ورسیدې. د خوست ښاروالۍ چارواکو وویل، دوی غواړي د دا ډول سرګرمیو له لارې خلک په دې پوه کړي چې ښار د ټولو ګډ کور دی، نو پاک ساتلو، رغولو او د تنظیم په برخو کې يې هم د خلکو حقوق او مسوولیتونه یو ډول دي. په دې اړه نور تفصیل په دې ويډيويي راپور کې:
ارزګان کې د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې یو ماشوم وژلی او بل یې ټپي کړی دی. په ارزګان کې د طالبانو د والي ویاند احسان الله حماس نن ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه سهار مهال د ترینکوټ ښار اړوند چشمه مهران سیمه کې شوې ده. د نوموړي په خبره پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دې ماشومانو د کور مخې ته له دې مرمۍ سره لوبې کولې. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سره صلیب نړیوالې کمېټې اندېښنه ښودلې وه چې افغانستان کې ناچاوده مهمات هر کال سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.
جرمني ته د غیرقانوني کډوالو په اوښتو کې زیاتوالی راغلی، خو د جرمني پولیس ادعا کوي چې د کډوالو کنټرول یې له لاسه نه دی ورکړی. جرمني ته د افغانانو په ګډون په غیرقانوني ډول د تللو کډوالو شمېره په روان ۲۰۲۲ کال کې ۷۶ زرو ته نږدې شوې؛ دا په دې معنا ده چې دا شمېره د تېرکال له کچې چې هغه مهال چارواکو خورا زیاته بللې وه، هم اوښتې ده. جرمني چارواکو د جمعې په ورځ د فدرال پولیسو د کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وویل چې د روان کال په ۷۵۹۳۴ کډوالو کې اوکراینیان چې د زرګونو په شمېر جرمني ته ننوځي، خو غیرقانوني... Читать дальше...
د طالبان حکومت وايي، له یوې خوا د پارکونو مالکانو لازمه همکاري ونه کړه او بل خوا ښځو لکه څنګه چې لازمه وه، حجاب مراعات نه کړ. خو ښځې د طالبانو دا تور ردوي.
د تحریک انصاف ګوند مرکزي عمومي سکتر اسد عمر نن (د نومبر پر ۱۲مه) په په سلطان باهو دربار کې د لاريون پيلولو سره خپلو پلويانو ته په وينا کې وويل چې د پاکستان د برخلیک ټاکلو لپاره دې پرېکړې د بندو دروازو تر شا نه کېږي او نه دې هم په لندن او امریکا کې کېږي بلکې په هېواد کې دننه دې وشي.
ادعا کېږي چې طالبانو د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د پخواني جهادي قوماندان او د جمعیت اسلامي ګوند د مرستیال کلیمالله نقیبي د پلار نقیبالله اخند قبر کیندلی او ویجاړ کړی دی. یو ځل بیا په طالبانو د یوه بل جهادي قوماندان د قبر د ویجاړولو تور! په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې په کندهار کې د پخواني جهادي قوماندان نقیبالله اخند قبر کیندل شوی او تخریب شوی دی. نقیبالله اخند د جمعیت اسلامي ګوند د مرستیال کلیمالله نقیبي پلار دی، هغه شخص چې له طالبانو سره خورا فکري تضاد لري او پخوا یې سره وسلهوالې نښتې هم کړي. Читать дальше...
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د سریلانکا پر وړاندې له سیالیو مخکې د تمریناتي کمپ او چمتووالي په موخه متحده عربي اماراتو ته روان شول او د دې کمپ له پای ته رسېدو وروسته به د سریلانکا پر لور وخوځيږي. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۴ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی چې د ملي لوبغاړو ترڅنګ یې د کورني کرکټ یو شمېر غوره کارکردګۍ ښودونکي لوبغاړي هم برخه دي. د یاد تمریناتي کمپ په نوملړ کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د راروان ژمۍ په اړه د بې ځایه شویو افغانانو وضعیت ته جدي اندېښنه ښودلې ده. یو کس چې په پکتیکا ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله یې د کورنۍ ۸ غړي مړه شوي نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، وروستۍ زلزلې یې ټول کور له خاورو سره خاورې کړی. د ده په خبره، اوس له خپلې سیمې بې ځایه شوې او د سر پنا د نه لرلو له امله سختې ستونزې تیروي. هغه وویل: "دا چې کور په بشپړه ډول له منځه تللی او د مرستو په اړه به زه تاسو... Читать дальше...
په کراچۍ کې پوليسو د نومبر له اتمې د سيند انتظامي دفتر مخې ته ناست احتجاج کوونکو روغتياپالانو پرضد کاروايي کړې ده. د نومبر پر ۱۱مه پوليسو د روغتياپالانو د پرلت ختمولو لپاره هغوی ووهل او د اوبو توپونه يې ورباندې وکارول. رغتياپالانو د صحت ته د ورپېښ خطر لپاره د پيسو بحالولو او ه نوکريو کې د ترقي غوښتنه کوله. نور حال د نياز علي په ويډيويي راپور کې وګورئ.
خواجه اصف د نومبر پر ۱۱مه پر ټویټر پاڼه په بیان کې لیکلي چې په لندن کې د وزیراعظم شهباز شریف او د مسلم لیګ نون د رهبر نواز شریف تر منځ په ملاقات کې په دې معامله خبرې شوي خو وروستۍ پریکړه به له اییني عمل پیلېدو وروسته په مشاورت سره ترسره کېږي.
ټاکل شوې د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون پرېکړه د سه شنبې په ورځ اعلان کړي. جېسن میلر چې له ډېرې مودې راهیسې د ټرمپ سلاکار دی پرون دا خبر اعلان کړ. ټرمپ چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پرمهال به یې عمر اته اویا ۷۸ کاله وي د کانګرس لپاره د منځمهاله انتخاباتو په درشل کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ګډون خبره وکړه او ویې ویل چې دی به د نوامبر په ۱۵مه یو ډېر مهم اعلان وکړي. میلر پر پوډکاست په یوه وینا کې، د ټرمپ له خولې وویل چې په انتخاباتو کې د ده د درېدو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د چین او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ رقابت په زیاتېدو دی ټاکل شوې چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن په ګډون د جنوب ختیځې آسیا د هېوادونو مشران نن غونډه وکړي. کمبودیا د جنوب ختیځې آسیا د غړو هېوادونو د ټولنې آزیان او د ختیځې آسیا د موازې ټولنې د سږنۍ کلنۍ سرمشریزې کوربه ده. په پام کې ده چې د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف هم په ځینو غونډه کې ګډون وکړي او په عین حال کې د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر دیمیتري کولیبا د آزیان له غړو هېوادونو سره د دوستۍ او همکارۍ د یوې موافقې د لاسلیک لپاره... Читать дальше...
ازبکستان او بریتانیا د افغانستان د حالاتو په اړه اندېښنه ښودلې. د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د نړیوالو د اندېښنو دوام! د ازبکستان جمهور رییس شوکت میرضیایف وايي، په افغانستان پېچلی وضعیت د ټولو لپاره د لویو اندېښنو سرچینه ده. ضیایف چې پرون یې په سمرقند کې د ترک ټبرو سازمان د مشرانو په غونډه کې خبرې کولې وویل، له اوسني وضعیت مثبت لور ته باید د افغانستان سېخ کول له یاده ونه ویستل شي. هغه زیاته کړه: "دوی به خپل د بهرنیو چارو وزیران وهڅوي چې د افغانستان د مسئلې په اړه یوه ګډه تګلاره جوړه... Читать дальше...
په متحده عربي اماراتو کې د ښځو لپاره ځانګړې د اوښانو د ځغل شپږ میاشتنۍ سیالي پیل شوې ده چې پکې اته ښځې برخه اخلي او تر ۱۱۰۰ میټره به خپل اوښان ځغلوي. په دې کې به وخت په وخت پنځه مقابلې کېږي او په مجموعي توګه زیاتې نمبرې یا پواینټونه ګټونکې به بریالۍ ګرځول کېږي چې د اتلولۍ کپ او نغدې پېسې به ترلاسه کوي. په دوبۍ کې دا سیالۍ په اول وار تیر کار ترسره شوې وې.
په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي له وژل کېدو دوه کاله تېر شول، لا یې د وژنې قضیه بېبرخلیکه پاتې ده. تازه د بېپولې خبریالانو سازمان د داعي وژنې ته په اشارې وايي، دا ټکان ورکوونکې قضیه باید نیمګړې پاتې نهشي او نه هم باید تکرار شي. د داعي کورنۍ له طالبانو د هغه قاتلین ونیسي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه د ازادي راډیو د پخواني خبریال محمدالیاس داعي د دویم تلین په مناسبت غوښتنه کړې چې د هېواد د دې مخکښ خبریال د وژنې د قضیې په اړه څېړنې باید نیمګړې پاتې نه شي. داعي د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده پر موټر د نښلول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو. د هغه مهال حکومت د داعي پر وژنه طالبان تورن کړل او ویې ویل چې یو کس یې د دې قتل په تور نیولی دی، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې اړه هېڅ اجراات ونه شول. د بې پولې خبریالانو د ټولنې ویاندې... Читать дальше...
راپورونه وايي چې په تخار ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر مامورینو پرون ۱۶ تنه هلکان او نجونې د طالبانو په معیار د حجاب د نه مراعاتولو له کبله په درو وهلي دي. عیني شاهدانو او سیمه ایزو خبریالانو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د ۷ نجونو په ګډون دا ډله ځوانان چې د خریدارۍ لپاره مرکز ښار ته تللي وو ماسپښین مهال د تالقان په جامع جومات کې په عام محضر کې، د حجاب د نه مراعاتولو او په ښار کې د ګرځېدو په خاطر هر یو له شلو په زیاتو درو ووهل شول. طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو مخکې او وروسته... Читать дальше...
د امریکا د استازو جرګې یو جمهوریپال غړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د عملیاتو پرمهال د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو په اړه د ولسمشر جوبایډن له ادارې سره د حساب کتاب غوښتنه کړې. د استازو په جرګه کې د فلوریډا استازي مایک والټس له فاکس نیوز چینل سره په خبرو کې ټینګار کړی چې باید د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته قانع کوونکی ځواب ورکړل شي. والټس همداراز غوښتنه کړې چې له افغانستانه د وتلو د عملیاتو په څېر، چې عواقب یې لاهم په امریکا کې پاتې دي نور داسې عملیات باید تکرار نه شي. د ۲۰۲۱ کال... Читать дальше...
ایسټ ایشیا فورم خپرونه: ایسټ ایشیا فورم خپرونې د افغان طالبانو او پاکستان د اړیکو په اړه په یوه لیکنه کې ویلي، پاکستان د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول له نړیوالو غواړي چې له طالبانو سره هر اړخیز تعامل وکړي، خو د اسلام اباد حقیقي لېوالتیا څرګنده نهده ځکه چې پاکستاني ضد ترهګرې ډلې په افغانستان کې ازادې دي او له طالبانو سره د پاکستان اړیکې ډېرې ښې نه ښکاري. د دې لیکنې لیکوال کلوډ راکیسیټس (Claude Rakisits)، چې د استرالیا د ملي پوهنتون استاد دی، د سپټمبر په میاشت کې امریکا ته د پاکستان د بهرنیو... Читать дальше...
د ایران یوه جګپوړي پوځي قوماندان د خلیج د حوزې هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي نو له خپلو رسنیو او امنیت څخه باید یو غوره کړي. د ایران د لوی مذهبي مشر ځانګړي پوځي سلاکار جنرال یحیی رحیم صفوي دا خبرداری چې پرون د نومبر په ۱۱مه رسنیز شو، ظاهراً سعودي عربستان ته متوجه و. تهران او ریاض پخواني سیالان دي او د دوی ترمنځ تماسونو په دې وروستیو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي. په ایران کې د وروستیو پراخو اعتراضونو پرمهال، د سیمې بېلابېلو هېوادونو د ځپونکو ځواکونو... Читать дальше...
ټاکل شوې چې پاکستان او انګلستان سبا د نومبر په ۱۳مه د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام په پایلوبه کې سره مخامخ شي. دا لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو د استرالیا د میلبورن ښار د کرکټ په لوبغالي کې ترسره شي. د کرکټ د شل اووریز جام په سیالیو کې چې ۲۰۰۷ کال راهیسې پیل شوې دي، پاکستان او انګلستان یو- یوځل اتلولي ګټلې ده. افغانستان هم په سږني نړیوال جام کې ولوبېد، خو هېڅ یوه لوبه یې ونه ګټله او د ګروپونو ترمنځ د لوبو په پړاو کې له پرمختګ څخه پاتې شو.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځو نوي لګېدلي محدودیتونه غندلي دي. د دې سازمان د اسیايي څانګې مرستیالې ازادي راډیو ته وویل چې طالبان د دې اقداماتو په وسیله ښيي چې د انسانانو بنیادي بشري حقونه د دوی لپاره هېڅ راز ارزښت نه لري. په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د روانو محدودیتونو په اړه احمدتکل له مدني فعالې ماریا توتاخېل سره مرکه کړې. مېرمن توتاخېل په پیل کې پر دې خبرې کوي چې د طالبانو د تازه بندیزونو په اړه د افغان مېرمنو احساسات څه ډول دي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ... Читать дальше...