په انډونیشیا کې د نومبر پر ۲۱مه په زلزله کې تر ۲۵۰ زیات کسان مړه شوي دي. تر زلزلې وروسته په سیمه کې د ژغورنې او مرستندویه کارونه روان دي. زلزلې د غربي جاوا سیمه زیاته متاثره کړې ده. تفصیل د اې اېف پي اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
۶۹ کلن اسماعیل د نومیالۍ مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار دی چې ورباندې د احتجاجونو او جلسو پر مهال د ریاست ضد ویناګانو، د خلکو پارولو اوترهګرۍ په تور مقدمه دایره شوې وه خو هغه له پاکستانه ووته او اوسمهال په امریکا کې اوسي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو د څه باندې پنځلسو میاشتو په تېرېدو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، طالبان جدي تېروتنې کوي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازي زلمی خلیزاد وایي، طالبان هغه جدي تېروتنې تکراروي چې مخکې څو لسیزې په افغانستان کې تجربه شوې او ناوړه پایلې یې درلودې. خلیلزاد دغه څرګندونې د ترکیې له ټي آرټي تلوېزیونې شبکې سره په تازه مرکه کړې کړې دي. هغه وویل: "زما په نظر طالبان ځینې جدي تېروتنې کوي. داسې ښکاري چې هغوی... Читать дальше...
په افغانستان کې انځورګر او نور کاروباریان وايي، د طالبانو واکمنۍ یې کار او ژوند اغېزمن کړی دی. دوی وايي، اوسمهال نورو هېوادونو ته خپل هنري شیان او سامانونه نه شي استولی چې له وجې یې له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د داخلي بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو لپاره یو کوچنی مالي پروګرام پیل کړی دی. په هغه اعلامیه کې چې دغه سازمان نن نومبر۲۳مه خپره کړې راغلي، دغه مالي پروژه یې د آغا خان پراختیايي شبکې په مرسته پیل کړې ده. د 'یو این ایچ سي ار' دا اعلامیه وايي، په دې پروګرام کې د وړو کاروبارونو لپاره په ځانګړې توګه هغو چې ښځې یې چلوي، واړه پورونه شامل دي. د دې مالي پروژې له مخې به د ۲۵ زرو څخه تر ۳۰۰ زرو افغانۍ هغو کسانو ته په قرض ورکول کېږي چې شرایط پوره کړي. Читать дальше...
د سیمې اوسېدونکو دا څرګندونې د نومبر پر ۲۲مه تر هغې وروسته وکړې چې د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره داسې وسلواله نښته وکړه چې پکې دواړو غاړو ته مرګژوبله واوښته.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي چې متحده ایالات د افغانانو د تخلیې بهیر د چټکتیا هڅه کوي. شمله له شاوخوا یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته تللې، خو تر اوسه په دې نده توانېدلې چې خپل اصلي مقصد یعنې امریکا ته ولاړه شي. نوموړي ازادي راډيو ته وویل، چې دوی په پاکستان کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هغې وویل: "موږ بې برخلیکه یو. په دې لسو میاشتو کې چې دلته راغلي یو، له خپل کېس څخه خبر نه یو. تر اوسه مو خپل کېس نمبر هم نه دی تر لاسه کړی. نه پوهېږم چې زموږ په کېس کې څه ستونزه ده یا هم کارونه ورو مخکې ځي. Читать дальше...
د اوکراین جنوب د ژاپوریژیا مرکز ته نږدې د ویلنیانسک د یوه روغتون پر زېږون څانګې د روسيې د توغندي د لګېدو له امله یوی نوی زېږېدلی ماشوم وژل شوی دی. له دې پېښې وروسته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي پر خپلې فېسبوکپاڼه ولیکل، روسیه یوه ترهګر هېواد دی چې وېره او وژنه خپروي. هغه زیاته کړې، دښمن یو ځل بیا د هغه څه ترلاسه کولو لپاره په ترهګرۍ او وژنو لاس پوری کړی چې په تېرو نهو میاشتو کې یې ترلاسه نه کړل او هیڅکله به یې ترلاسه نه کړي. د سییمې والي الکساندر ستاروخ شپې ناوخته په ټیلیګرام لیکلي، روسانو... Читать дальше...
د بریتانیا دفاع وزارت نن د نومبر په ۲۳مه د استخباراتو په تازه ورځنیو معلوماتو کې ویلي، ممکن روسيې د تېر سپټمبر راهیسې پر اوکراین د بریدونو په ترڅ کې د ایران جوړو شویو بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخیستی وي. دې وزارت همداراز پر ټوېټر لیکلي، د دې احتمال شته چې روسیې سره د ایران ساخت وسلو زېرمه پای ته رسېدلي وي او اوس يې بیا د اخیستلو په لټه کې وي. په دې معلوماتو کې زیاته شوې چې روسیې پر اوکراین د خپلو بریدونو په لړ کې د دواړو نویو بې پيلوټه الوتکو او دودیز بیا کارېدونکي سیستمونو څخه کار اخیستی دی.
په پاکستان کې د پوځ د نوي مشر ټاکلو ورځو له رانېږدې کېدو سره سم د هغه هېواد سیاسي فضا لا تودېږي. ټاکل شوې چې د نومبر پر ۲۹مه د پوځ د اوسني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کاري موده پای ته ورسي خو د قانون له مخې، تر دې مخکې یې باید ځایناستی وټاکل شي. پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې د سیاست او رسنیو پوښښ ولې د دې موضوع شاوخوا څرخي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې اورېدای شئ.
د کابل یو شمېر اوسېدونکو له دوو اوونیو راهیسې بې وزله ماشومانو لپاره د جامو راټولولو کمپاین پیل کړی دی. یوه نجلۍ چې رخسانه نومېږي او د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې ده. ۱۱ کلنه رخسانه چې په کابل ښار کې ماسکونه پلوري وايي، ژمي لپاره ګرمې جامې نه لري. نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "چې ژمی شي موږ ژمي لپاره ګرم جمپرونه نه لرو، نه تودې خولۍ او نه هم بوټان، موږ په ژمي کې له کوره څخه سهار وخته په یخنۍ کې راوځو، کله چې موږ راوځو، څپلکې مو په پښو وي، یخ مو کېږي، په سختۍ خرڅوو او په سختۍ پیسې پیدا کوو."... Читать дальше...
د نومبر پر ۲۳مه د بیت المقدس په یوه کلیواله سیمه کې دوه بمي چاودنې شوې دي چې پکې د پولیسو په وینا، لږ ترلږه یو کس وژل شوی او ۱۵ ژوبل دي. پولیسو د پېښو پړه پر فلسطینیو وسلوالو اچولې خو د بریدونو ذمه واري چا نه ده منلې. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د فوټبال نړیوال جام، له شور او هیجانه ډکې لوبې، که څه هم سیالۍ په قطر کې روانې دي خو دلته کابل کې یې هم مینهوال کم نهدي. ښايي د مینهوالو همدا مینه وي چې په کابل کې د کابل سټار په نوم د یو هوټل مسولینو د مینهوالو لپاره دغلته غټ سکرین لګولی او د پیسو په مقابل کې یې خلکو ته سرګرمي برابره کړې ده. خو ښايي د فوټبال ډېر افغان مینهوال چې اقتصادي ستونزې ولري په یاد هوټل کې د سیالیو له لیدلو محروم وي. دوی بیا په خپلو کورونو کې په ټلوېزیونونو دا لوبې ګوري او وايي له لیدو یې خوند اخلي. د فوټبال... Читать дальше...
کمېشن د پاکستان مرکزي حکومت، کورنيو چارو وزارت، او د سيند چيف سېکرټر او د پوليسو صوبايي مشر ته د امنيتي انتظاماتو لارښوونه کړې ده. کمېشن د بلدياتي انتخاباتو دا پرېکړه د نومبر پر ۱۵مه محفوظه کړې وه چې د نومبر پر ۲۲مه یې واوروله.
د ارمنستان د ملي ډیموکراټیک اتحاد په نوم لوېدیځ پلوي ایتلاف چې پرون یې په پلازمېنه ایریوان کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې دا غوښتنه وکړه، دغه راز ویلي چې نن به هم خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي. دا ایتلاف وایي چې ارمنستان دې د ګډو ګټو د تړون د سازمان له ایتلاف څخه ووځي. دغه غوښتنه داسې مهال شوې چې نن به د ارمنستان پلازمېنه ایریوان د مسکو تر مشرۍ لاندې د دغه دفاعي بلاک د سرمشریزې کوربه وي چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین به هم پهکې ګډون وکړي. د ارمنستان د ملي ډیموکراټیک اتحاد په ایتلاف کې یو شمېر هغه... Читать дальше...
چارواکو د پېښې دقیق وخت نه دی ښوولی خو ویل کېږي چې پېښه د چارشنبې (شورو) پر سهار د لمانځه پر مهال شوې ده. ویل کېږي چې حمله کوونکي له وړاندې په یاده سیمه کې خپل کور هم خالي کړی او تښتېدلی دی.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په وروستيو کې ويلي ول چې هغه به د افسرانو کار، تجربې او سابقې ته په پام د نوي پوځي مشر ټاکلو پرېکړه کوي.
د نړیوال بانک یوه تازه سروي ښېي، چې په افغانستان کې د ژوند شرایط لا هم سخت دي او د دې هېواد دوه په درې برخه اوسېدونکي په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي، چې خواړه هم پهکې شامل دي. د کونړ اوسېدونکی احمد شاه چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډۍ ګټونکی دی وایی، په وروستیو کې د کارونو نشتوالي له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړی دی. نوموړی وايي: " کارونه نهشته،د کار زمینه خلکو ته برابره نهده، د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي دي، مخکې به د یوې کورنۍ درې، څلورو کسانو دنده درلوده، خو خلکو دندې له لاسه... Читать дальше...
د امریکا د ویرجینیا ایالت په یوه پلورنځي کې د یوه وسلهوال کس په ډزو څو کسان وژل شوي دي. رویټرز خبرياژانس د پولیس چارواکو له قوله وايي چې پېښه بېګا په سیمهيیز وخت د شپې په ۱۲ باندې لسو بجو د وال مارت په یوه پلورنځي کې شوې او برید کوونکی هم وژل شوی. د سیمهيیزو پولیسو د عامه اړیکو مسوول په یوه خبري غونډه کې وویل چې له لسو لږ کسان په ډزو لګېدلي خو په دې اړه یې نور جزییات ورنه کړل. تر اوسه روښانه نهده چې بریدکوونکی چې هویت یې نهدی معلوم د ټپونو له کبله مړ شوی که پولیسو ویشتلی.
د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د خواجه رواش په سیمه کې نامعلوم وسلهوال په یو جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړي، پنځه تنه یې وژلي او بل یې ټپي کړی دی. د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استولي لیکلی پیغام کې ویلي دي، چې پېښه د حضرت بلال په نوم په یو جومات کې شوې ده. نوموړي ویلي دي، چې حمله کوونکي د تنفګنچې په وسیله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی. ښاغلي ځدراڼ ویلي دي، چې د لومړنیو څېړنو له مخې پېښه د شخصي دُښمنۍ له امله رامنځته شوې ده خو نوموړی... Читать дальше...
د شام په پلازمېنه دمشق کې لسګونه کسان یو لوبغالي ته ځي چې د یو کنسرټ د ټکټ په بدل کې اړمنو خلکو ته ژمنۍ جامې ډالۍ کړي. اعلان شوی وو هغه کسان چې د شام د سندرغاړې لیندا بیتار لخوا د موسیقۍ له محفله خوند اخيستل غواړي نو باید د داخلې د ټکټ په بدل کې د ژمي لپاره اړین توکي ډالۍ کړي.
د اوکراین د اشغال شوې کریمیا ټاپو وزمې په سیواستوپول ښار کې د روسې لهخوا ټاکل شوي والي ویلي دي چې د روسیې د هوايي مدافعې ځواکونو د دې ښار د برښنا او تودوخې پر یوه مرکز د اوکراین برید شنډ کړی دی. میخاییلو روز وَژایف بېګا وویل چې، د سېواستوپول په بالاک لاوا ولسوالۍ کې پر دې مرکز بېګا ناوخته د دوو ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو په وسیله برید شوی و، چې دفع شو. نوموړي پر خپله ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې همدا راز ویلي چې، په توره بحیره کې د روسیې سمندري ځواکونو پرون پر دې ټاپووزمه د اوکراین لهخوا د دریو ډرونونو په وسیله یوه بله حمله هم شنډه کړه. Читать дальше...
د امریکا د خزانې وزارت د هغه پلان جزییات خپاره کړي دي چې د روسیې د نفتي محصولاتو د بیو لپاره نهايي حد ټاکي. خو امریکا او متحدانو یې تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نهده کړې چې د روسیې د پټرولیم د محصولاتو لپاره کومه بیه وټاکي. د متحدوایالاتو د خزانې وزارت جګپوړو چارواکو پرون له خبریالانو سره په ټلفوني خبرو کې وویل چې له دې نوي پلان څخه د امریکا او د امریکا د متحدانو هدف دا دی چې د روسیې د تېلو عواید راکم کړي خو په عین حال کې بازار ته تېل هم باید عرضه شي.
تورنتو سټار ورځپاڼه: کاناډایۍ تورنټو سټار ورځپاڼې د امریکا لهخوا روزل شویو د افغانستان د پخواني وسلهوال ځواک ځانګړو ځواکونو ته پام اړولی. يادې ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې د ناټو لهخوا روزل شوي افغان سرتېري اوس پر اوکراین د حملې لپاره د روسیې له پوځ سره مرسته کوي، په یوه مطلب کې د یادګار په نوم افغان پوځ د یوه پخواني دلګۍ مشر له قوله لیکي چې ویلي یې دي، د ایران په کیش ټاپو کې یې لاسي مزدوري کوله چې یوه پخواني ملګري یې ورته یو ټیلفون وکړ او ورته وړاندیز یې وکړ چې راځه له نوي پوځ سره یو ځای شه او د نوي هدف لپاره جګړه وکړه. Читать дальше...
د افغانستان په نیمروز ولایت کې دودیزې بلوچي جامې نسبتاً تود بازار لري. پلورونکي وايي، دغه ډول جامې تر ډېره هغه مېرمنې ګنډي او بازار تهیې عرضه کوي چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي او نفقه برابروي.