Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

په کابل کې بې وزله ماشومانو لپاره د جامو راټولولو کمپاین پیل شوی

د کابل یو شمېر اوسېدونکو له دوو اوونیو راهیسې بې وزله ماشومانو لپاره د جامو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.


یوه نجلۍ چې رخسانه نومېږي او د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې ده.


۱۱ کلنه


رخسانه چې په کابل ښار کې ماسکونه پلوري وايي، ژمي لپاره ګرمې جامې نه لري.


نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "چې ژمی شي موږ ژمي لپاره ګرم جمپرونه نه لرو، نه تودې خولۍ او نه هم بوټان، موږ په ژمي کې له کوره څخه سهار وخته په یخنۍ کې راوځو، کله چې موږ راوځو، څپلکې مو په پښو وي، یخ مو کېږي، په سختۍ خرڅوو او په سختۍ پیسې پیدا کوو."


د رخسانې په څېر ډېر داسې ماشومان شته، چې د کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د واټونو په سر کتوکي خرڅوي او یا هم سوال کوي.


دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کابل ښاریانو د دغو بې وزله ماشومانو لپاره د ژمنیو جامو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.


د دې کمپاین له مسوولانو علي عمر وايي، دوی د يو شمېر ځوانانو، استادانو او خبريالانو په مرسته يې د هغو ماشومانو لپاره د جامو برابرولو کمپاين پيل کړى چې په سړکونو کې کار کوي، خیرات ټولوي او يا هم په روزنتونونو کې اوسېږي.


ښاغلي عمر وویل، چې دوی تر اوسه له خلکو یو څه پیسې او جامې راټولې کړي دي.


هغه زياته کړه چې د دوى په مرستو کې خولۍ، دستکشې، جرابې، جمپرونه، جاکټونه، پتلونونه او بوټان شامل دي چې په پام کې ده په ٥٠٠ ماشومانو یې ووېشي.


نوموړي وویل: "زموږ ګرانو خلکو واقعاً هڅه وکړه، زیار یې وګاله، خپل احساسات یې بیان کړل، له دوی څخه مو لسګونه جوړه جامې راټولې کړې او له دننه او بهر څخه یې د یوې اندازه پیسو په راټولولو کې هم ونډه واخیستله."




عمر زیاتوي چې د دوی کمپاین به د روانې اوونۍ تر پایه دوام وکړي.


د نوموړي په خبره، دوی د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت هم له ۱۰۰ ماشومانو سره د جامو مرسته وکړه.


د ماشومانو لپاره د جامو د راټولولو د کمپاین تنظیموونکي وايي چې د دوی پروګرام یوازې تر کابل نه دی محدود او د تخار، سمنګان، هرات، بلخ، کاپیسا او پروان په ګډون یې په نورو ولایتونو کې هم دغه کمپاین پیل کړی دی.


دا په داسې حال کې ده چې د ژمي په رارسېدو سره یو شمېر ماشومان د جامو د اړتیا ترڅنګ د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.


په دې وروستیو کې د ماشومانو د ساتنې نړیوالې موسسې یا سیف د چلډرین په خپل نوي راپور کې په افغانستان کې د شاوخوا لس میلیونه ماشومانو د بد وضعیت او خوراکي توکو ته د دوی د نه لاسرسي په اړه خبرداری ورکړی دی.


په دغه راپور کې راغلي چې د اقتصادي بحران، په اوکراین کې د جګړې له له امله او د روانې وچکالۍ له امله هره ورځ په افغانستان کې ۹،۶ میلیونه ماشومان وږي پاتې کېږي او دغه ماشومان په لنډ مهال کې بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus