Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د اپوزيسيون غوښتنه: ارمنستان دې د ګډو ګټو د تړون له سازمان ووځي

د ارمنستان د ملي ډیموکراټیک اتحاد په نوم لوېدیځ پلوي ایتلاف چې پرون یې په پلازمېنه ایریوان کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې دا غوښتنه وکړه، دغه راز ویلي چې نن به هم خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.


دا ایتلاف وایي چې ارمنستان دې د ګډو ګټو د تړون د سازمان له ایتلاف څخه ووځي.


دغه غوښتنه داسې مهال شوې چې نن به د ارمنستان پلازمېنه ایریوان د مسکو تر مشرۍ لاندې د دغه دفاعي بلاک د سرمشریزې کوربه وي چې د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین به هم په‌کې ګډون وکړي.




د ارمنستان د ملي ډیموکراټیک اتحاد په ایتلاف کې یو شمېر هغه سیاسي ګوندونه او نورې ډلې شامل دي چې اکثره یې ملتپال نظریات لري.


په ایریوان کې پرون مظاهره کونکو د روسیې ضد شعارونه ورکول.


دوی تور پورې کړ چې په تېره سپټمبر میاشت کې له اذربایجان سره په سرحدي خونړۍ شخړه کې نه روسیې او نه هم بیلا روس، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په ګډون د ګډو ګټو د تړون د سازمان کوم بل غړي له ارمنستان سره مرسته وکړه.




ارمنستان ویلي چې دغه شخړې د باکو د یرغل په نتیجه کې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې د ارمنستان د قلمرو ځینې برخې ونیولې.


د دغه ایتلاف فعالانو او ملاتړو چې د ارمنستان په پارلمان کې استازي نه‌لري، دغه سازمان او روسیه دواړه د ارمنستان دښمنان بللي دي.


د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان د نومبر په ۱۶مه د ارمنستان له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې د ګډو ګټو د تړون پر سازمان انتقاد وکړ چې له ارمنستان څخه یې د هغه څه په خاطر چې ایریوان د ۲۰۲۱ کال په می کې د اذربایجان له‌خوا د یرغل څو پېښې یادې کړې، ملاتړ ونه‌کړ.


ایریوان په ښکاره پر دغه سازمان دغه انتقاد وروسته له هغې وکړ چې د بیلاروس واکمن الکساندر لوکه شینکو په دې وروستیو کې د ایریوان هغه غوښتنه په کلکه رد کړه چې له اذربایجان سره په کړکېچ کې یې له دغه سازمان څخه د پوځي مرستې غوښتنه کړې وه.


لوکه شینکو د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ کړکېچ کې د دغه سازمان له هر ډول مداخلې سره مخالفت څرګند کړ.




د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د ناګورنوقره باغ د لانجمنې سیمې پر سر له کلونو راهیسې کړکېچ روان دی.


ارمن ټبره بېلتونپالو د ۱۹۹۰ لسیزې په پیل کې د جګړې په ترڅ کې د ناګورنو قره باغ ډېرې هغه سیمې ونیولې چې اکثریت اوسېدونکي یې ارمنيان دي.


په دغه جګړه کې شاوخوا دېرش زره کسان ووژل شول.


دواړو لورو په ۲۰۲۰ کال کې بیا د دې سیمې پر سر جګړه وکړه چې شپږ اونۍ یې دوام وکړ.


په دغه جګړه کې چې د روسیې په منځګړیتوب په یوه اوربند سره پای ته ورسېده، د دواړو لورو په زرګونو کسان ووژل شول.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus