Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

یو شمېر ښوونکي: طالبان له مونږ عقیدتي ازموینه اخلي

په کابل کې د یو شمېر ښوونځیو ښوونکي وايي، ټاکل شوې طالبان له دوی عقیدوي ازموینه واخلي.


دغه ښوونکې وايي، د یادې ازموینې ډېرې پوښتنې عقیدوي او په فرضي مسایلو ور ټولې دي.


دغه ښوونکې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخستل شي، ازادي راډيو ته وویل، طالبان د دې ازمویني په اخیستو سره د دوی دینداري تر پوښتنې لاندې وړي.


هغه زیاتوي: "زما په نظر دا داسې یو کار دی چې هیڅ چاته د منلو نه دی. د دې لپاره چې زموږ استادان او په ټوله کې د افغانستان خلک مسلمانان دي، د روژې او لمونځ په اړه معلومات لري، ټول خلک په هغه څه پوهېږي چې طالبان یې غواړي په اړه بحث او یا هم ازموینه یې واخلي."


په کابل کې د یو بل ښوونځي ښوونکې وايي، د ښوونځي مدیر ورته ویلي چې د عقیدوي ازموینې لپاره چمتوالی ونیسي.


خو نوموړې وايي، د دوی ځیني همکارانې شعیه‌ګانې دي او هغوی د دې ازموینې د ورکړې په اړه اندېښنه لري.


د هغې په خبره، که د دې ازموینې پوښتنې د سني مذهب په اړه وي، نو ښايي چې دوی ټولو پوښتونو ته ځواب و ‌نه‌شي ویلی.


نوموړې زیاتوي: "موږ ته ویل شوي چې شاید ستاسو ښوونځي ته امر بالمعروف او نهی عن المنکر کسان راشي او دیني مسایلو په اړه پوښتنه وکړي. ډېرېې پوښتنې شاید د لمونځ او نورو دیني مسایلو په اړه وي. موږ ته مو مدیر ویلي چې چمتو اوسئ."




د پوهنتون استاد خوشحال اصفي بیا د طالبانو په دې کړنې انتقاد کوي.


اصفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښوونځیو له ښوونکو د عقیدوي ازمویني اخیستل ښوونکو ته سپکاوی بولي.


هغه وویل: "طالبان له شلو کالو وروسته اوس هم د افغانستان په خلکو دا کار تکراروي او خپل ځان ته دا حق ور کوي چې د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو دیني ازموینه واخلي. دا کار یې ښوونکو او روزونکو ته په پوهنتونونو او ښوونځيو کې له سپکاوۍ او تحقیر پرته بل څه نه دی. همدا راز هغه د پوهنتون استادان او د ښوونځیو ښوونکي چې د افغانستان په نوم په یو جغرافیه کې ژوند کوي او راتلونکي نسل لپاره خدمت کوي، غواړي په دې کار سره یې زړه ورته سوړ کړي او هغوی په یو ډول نه یو ډول دې ته وهڅوي چې له افغانستان ووځي."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو نظر واخلي، خو د پوهنې وزارت ویاند یې عزیراحمد ریان، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د‌اوسني رژیم د مالیې وزارت روان لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۵مه له ازادي راډیو سره یو مکتوب شریک کړی و چې په هغې کې د دې وزارت له کارکوونکو د عقیدوي ازمویني په اړه ویل شوي وو.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus