Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

ګلوب اینډ مېل:


کاناډايي ورځپانې ګلوب اینډ مېل د هغو افغانانو په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې پخوا یې په افغانستان کې کاناډايي پروژو سره کار کړی او اوس په پاکستان کې کاناډا د تلو په تمه دي.


د ورځپاڼې په وینا د افغانانو یوې ډلې چې د کاناډا له خوا په تمویل شویو هغو پروژو کې چې د ښځو او نجونو د حقونو د ودې لپاره وې؛ کار کاوه، له څه باندې یو کال راهیسې په ګاونډي پاکستان کې بند پاتي دي.


لیکنه زیاتوي، دغه افغانان د دې مالي توان نه لري چې په پاکستان کې د کورونو کرایې ورکړی او یا د خوړو لپاره څه واخلي.


د لیکنې لیکوال وړاندې زیاتوي، دا اونۍ دا افغانان د راولپنډۍ د ګڼې ګوڼې د ښار یوه ارام دفتر کې سره راټول شوی وو او په دې يې خبرې کولې چې څنګه د طالبانو له وېرې بېرته خپل هېواد ته نه شي ستنېدلی او زیاتېدونکو مالي ستونزو سره مخ دي.


دوی اوس په پاکستان کې په دې تمه دي چې د کاناډا له خوا د مهاجرت ویزې ورکړل شي.


ورځپانې د نسیمې نصرت په نوم د هغې افغانې خبرې راخیستي چې د خپلو څلورو ماشومانو سره په پېښور کې اوسېږي او پخوا يې یوې کاناډايې پروژې سره کار کړی و.


ورځپانې د نسیمې له خولې لیکلي چې کله نا کله ګاونډیان ورته د خوړلو لپاره یو څه وروړي چې دوی یې خوري، کنه نو په نهره ویده کېږي.


شفیق الله عزیزي بیا یو بل افغان دی چې هغه هم د زردوزۍ په نوم د کاناډا په یوه پروژه کې د بشري منابعو مسوول په توګه کار کړی او اوس پاکستان کې دی.


ورځپاڼه وايي، عزیزي د کاناډا هغه اعلان ته اشاره وکړه چې دا هېواد غواړي تر ۲۰۲۵ کاله پورې پنځه سوه زره نوي کډوال ومني.


عزیزي ورځپاڼې ته ویلي چې که داسې ده 'نو ولې موږ ونه مني' هغه څه چې د عزیزي په وینا به د کاناډا لپاره ښه وي ځکه دوی لا دمخه له کاناډا سره بلد دي.


په ټورنټو کې د ګډوالو یوې مدافعې وکیلې ورډا شهزادي میګین بیا ویلي د کاناډایانو دا خوښېږي چې ځانونه زړه سواندي فکر کړي.


میګن ګلوب اینډ مېل ته ویلي: " کله چې موږ له خلکو سره او له ښځینه رهبرانو سره ژمنې کړي چې موږ به یې مرسته کوو، نو فکر کوم چې د دې ژمنو په اساس باید موږ ورسره مرسته وکړو."


ګارډین:


له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپانې بیا دغلته د افغان ښځو په ملاتړ د یو راتلونکي لاریون په اړه لیکنه کړې ده چې سرلیک یې دی: "د لندن لاریونوال به د افغان ښځو لپاره د پناه اخیستنې د خوندي لارې غوښتنه وکړي."


ورځپاڼه وايي، تمه کېږي زرګونه کسان به د یکشنبې په ورځ د لندن سړکونو ته راووځي او د انګلستان پر حکومت به غږ وکړي چې د خطر سره مخ افغانو ښځو او نجونو ته د پناه اخیستنې خوندې لاره برابره کړي.


دې لاریون ته د افغان ښځو او نجونو د ازادي نوم ورکړل شوی او وروسته له هغې پلانېږي چې د بریتانیا د پارلمان غړیو د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر څخه هغو افغان ښځو او نجونو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د بریتانیا له شل کلنې جګړې وروسته اوس په دې هېواد کې له خطر سره مخ دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus