لغمان کې طالب چارواکي د دغه ولایت د پاسپورټ امریت د یوه طالب ساتونکي په خطایي ډزو د دوو تنو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن شنبه د مرغومې په ۲۵مه ازادي راډیو ته وویل: "نن ماسپښین د دغه ولایت د پاسپورټ امریت د یوه ساتونکي له خوا د خلکو د ګڼې ګوڼې د نظم کولو پر مهال خطایي ډزې شوي چې په ترڅ کې یې یوه مېرمن او یوه ماشومه نجلۍ لګېدلي او ټپیانې شوي دي." د والي د ویاند په خبره، دواړه ټپیانې روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي.
د تګلارې له مخه په راتلونکو ۱۰ کالو کې د هېواد امنیتي ضرورتونو تعین به په دې سره کېږي چې د هېواد اقتصادي صلاحیتونو څخه ګټه پورته کړل شي او په عین حال کې د ملي یووالي، سیمه ییز سالمیت، داخلي امنیت او د ولسي خېر خېګړې اهداف پوره کړل شي.
د خيبر پښتونخوا په مردان کې په لومړي ځل د ښځو لپاره د "بنتِ حوا" والیبال اتلولۍ په نوم د لوبو سيالۍ تر سره شوې. په دې سياليو کې د مردان او صوابۍ د ښځينه لوبغاړو ۱۴ لوبډلو برخه اخيستې وه. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
چین یو وار بیا پر ایران د امریکا د متحدو ایالاتونو له بندیزونو سره خپل مخالفت څرګند کړ. پیکنګ په عین حال کې له تهران سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د همکاریو د ۲۵ کلنې موافقې د پیل خبر ورکړ. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، پرون په یوه کنفرانس کې د ۲۰۱۵م زیږدیز کال اټمي تړون د بیا برحاله کېدو لپاره د ایران او د نړۍ د پیاوړو قدرتونو د هڅو ملاتړ وکړ. د وانګ يي او د هغه د ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان د کتنې په اړه جزییات نن د چین د بهرنیو چارو وزارت پر وېب پاڼه خپاره شوي دي. Читать дальше...
د بشري حقونو وزارت د جنورۍ پر ۱۴مه پر ټویټر لیکلي چې وزارت د کار په ځایونو کې د جنسي ځورونو مخنیوي لپاره قانوني مسوده جوړه کړې وه چې وروسته پکې سېنېټ ځینې اصلاحات کړي وو.
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، د مالیې هره افغانۍ به بېرته پر ولس لګول کېږي. عبدالسلام حنفي خلکو ته ډاډ ورکړ چې له خلکو د مالیې هره افغانۍ به بېرته د خلکو د پیاوړتیا لپاره مصرفېږي. ښاغلي حنفي ادعا وکړه چې د تېر جمهوري حکومت پرمهال په کلني ډول نهه میلیارډه ډالر مالیات د ځینو اشخاصو شخصي جېبونو ته تلل او د پخواني نظام پرمهال شوي قراردادونه د ولس په زیان وو. ښاغلي حنفي، دا څرګندونې د شنبې په ورځ د مالیې اوونۍ د پیل په مراسمو کې وکړې. په داسې حال کې چې مخکې د تېر... Читать дальше...
د فوټبال له نړۍ نه اتلتیک بیلبئو ـ اتلتیکو مادرېد ته ماتې ورکړه. د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې د اسپانیا د سوپرکپ د نیمه پای لوبې په دوهمه لوبه کې د اتلتیکو مادرېد لوبډلې د جمعې په شپه د ریاض فهد په لوبغالي کې د اتلتیکو بیلبو لوبډلې سره لوبه وکړه چې۲-۱یې ماتې وخوړه. اتلتیکو مادرېد د لالیګا په تېر فصل کې اتل و، خو دا ځل د اسپانيا سوپرکپ سیالیو کې پای لوبې ته د رسېدو وړاندې له سوپرکپه بهر شو.
د ننګرهار ولایت د لعل پورې په ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ ترسره شوې. د طالبانو حکومت د ملي المپیک کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په یادو سیالیو کې ۱۲ ټیمونو ګډون کړی وو او تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې. د خبرځای په حواله، دغه سیالۍ چې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې پایلوبې ته یې د لعل پورې او ګردي غوث لوبډلو لاره موندلې وه چې د لعل پورې د والیبال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د خبرپاڼې له مخې د دې لوبو په پای کې یو شمېر لوبغاړو ته مډالونه هم ورکړل شول. د یادو سیالیو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي دي.
په کابل کې د سولې کپ په نوم د پاور لیفټنګ سیالۍ پرون پیل شوي.دي د طالبانو د حکومت د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې یادې سیالۍ به د کابل، خوست، نیمروز، پروان او هرات ولایتونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شي. د دې ریاست د معلوماتو له مخې، دا لوبې د تنکيو ځوانانو، ځوانانو، مشرانو او تجربه لرونکي ورزشکاران په کټګوریو کې ترسره کېږي. د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست د خبر له مخې، دغه لوبې د دوو ورځو لپاره د بدني روزنې او ورزش رياست په ورزشي لوبغالي کې ترسره کېږي. Читать дальше...
د کابل په لویدیځ کې د یوې ځوانې نجلۍ کورنۍ ادعا کوي چې طالبانو هغه وژلې ده. د دوی په خبره زینب کله چې د پنجشنبې په شپه نهه بجې له خپلې کورنۍ سره د خپل د همکار له واده ته راتلل، د کابل ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند د طالبانو د چک پواینټ له لوري په ډزو کې ووژل شوه. فاطمه د ۲۵ کلنې زینب خور ده وایي چې خور یې د پنجشنبې په شپه نهه بجې د کابل په لویدیځ کې «ګولایي» سیمه کې وژل شوې ده او ادعا کوي چې خور یې د طالبانو له لوري وژل شوې ده. زینب د یو بانک کارکوونکې او خپلې کورنۍ ته ډودۍ ګټونکې وه. فاطمه... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره وايي، په افغانستان کې ۹۵ فیصده وګړي کافي خواړه نه لري. د دې ادارې د اسیا پسفیک د څانګې مطبوعاتي مسوول پېیر پرسن نن په ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې زیاتې میندې خپل خواړه هم خپلو ماشومانو ته ورکوي چې له لوږې وژغورل شي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نیمايي وګړي د بې وزلۍ له کبله له لوږې سره مخامخ دي، چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.
په ارام سمندرګي کې پروت هېواد ټونګا نن د سمندر په تل کې تر یوې اورشیندنې یا اتشفشان وروسته د سونامي توپان د راتلو خبرداری ورکړ. پر ټولنیزو شبکو په ویډیويي تصاویرو کې ښکاري چې لویو څپو ساحلي سیمې لاندې کړی دی. د ټونګا د هوا پوهنې ادارې ویلي، په ټول هېواد کې د سونامي توپان د راتلو خبرداری خپور شوی دی. پرون تر دې مخکې د ټونګا خبري اژانسونو راپور ورکړی و چې ساینس پوهانو د اورشیندنې ساحې ته څېرمه لویې چاودنې، تالنده او برېښنا تثبیت کړي دي.
د امریکا متحدو ایالاتونو د روسیې د هغه اقدام هرکلی وکړ چې د هککرانو د یوې بدنامې ډلې د غړو د نیولو لپاره یې کړی دی. په دوی کې هغه کس هم شامل دی چې د امریکا د نللیکې پر عملیاتي برخې د تېرکال د باج اخیستنې په نیت په مشکوکه انټرنټي حمله تورن دی. د امریکا د حکومت یوه جګپوړي چارواکي پرون وویل چې پر دغو ابتدايي اقداماتو خوشحاله شوي دي. هغه غوښتنه وکړه، هغه کسان چې د انټرنټي حملې شک ورباندې کېږي د روسیې له خوا مجازات شي. تردې څو ساعته مخکې د روسیې د امنیتي خدماتو فډرال ادارې اعلان وکړ چې د امریکا... Читать дальше...
نن شنبه د (د مرغومي ۲۵مه) په افغانستان کې د مالیاتو اوونۍ پیل شوه. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې اړه کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، د مالیې ورکړه د هر افغان مسولیت دی. د ښاغلي مجاهد په خبره، افغانستان اوس له سخت حالته تیریدونکی دی او د مالیاتي نظام دودول کولی شي تر ډېره ستونزې راکمې کړي. د مالیاتو اوونۍ هر کال په افغانستان کې د مالیې د ورکړې فرهنګ، په دې برخه کې د عامه پوهاوي او دغه شان د مالیې د ورکړې د ارزښت په موخه نماځل کېږي. خو دا ځل یاده اوونۍ په افغانستان کې... Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپلو چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دې هېواد ته په طبي، معلوماتي ټکنالوژۍ، مالي او د حسابدارۍ په برخه کې روزل شوي کسان ولېږي، د دې بحران مخنیوی وشي. هغه دا خبرې د افغانستان په اړه د پاکستاني لوړ پوړو چارواکو په ګډه کمېته کې چې ایپکس نومېږي کړي. خو لا یې له څرګندونو ساعت نه و تېر شوی چې افغانانو یې په اړه پراخ، سخت او تُند غبرګون وښود. افغانانو د پاکستان د صدراعظم دا خبرې د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان بربنډه لاسوهنه بللې. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا د اېن ای ۲۷مې حلقې غړي نور عالم خان د جنورۍ پر ۱۴مه، په قامي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال، پر خپل حکومت سخت ټکونه وکړل. نوموړي، پر مرکزي حکومت د نیوکو کولو په ترڅ کې وویل چې د خیبر پښتونخوا مشکلاتو ته څوک پاملرنه نه کوي.
دا سايبر حمله چې د جنورۍ پر ۱۴مه د اوکرایني حکومت پر ووبپاڼو پر داسې مهال لوی انټرنېټي برید شوی دی چې د غرب او روسیې ترمینځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.
د کونړ وټه پور ولسوالۍ اړوند د کور باغ اوسیدونکي وايي، خپلې سیمې ته يې په اشر سړک غځولی او اوس يې د ترمیم لپاره بیا خپله مټې را بډ وهلي، کوښښ کوي چې خپلې ستونزې خپله هوارې کړي. د کور باغ کلیوالي شورا غړی دلاور خان وايي: "پر کوم سړک چې موږ کار کوو، دا د وټه پور ولسوالۍ اړوند د ملکانې او قیر سړک څخه پیل شوی دی او د کورباغ تر پای کلي ګنډیل پورې، ۴۵کیلومتره اوږودوالی لري. نه موسسې مرسته کړې، نه تېر حکومت او نه هم طالبانو، په خپل ساړه سوکړک سل کسان کار کوو. پخواني حکومت کې مو هم د سړک رغولو کار کړی... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مسوول مارټین ګرفېټس او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر پیټر ماورر سره په افغانستان کې د انساني اړتیاوو او د بېړنیو مرستو د لېږد د تدارکاتي بهیر د چټکتیا په اړه غږېدلی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا لیدنه انلاین شوې. ښاغلي بلېنکن له دې لیدنې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د امریکا خلک له افغانانو ملاتړ ته ژمن دي. له مارټین ګرفېټس او پیټرماورر سره د انټوني بلېنکن د لیدنې د جزییاتو په اړه د امریکا د... Читать дальше...
په ارزګان کې مېشت سيمه ييز سندغاړي وايي، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د يوه نامعلوم برخليک سره مخ شوي دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. په ارزګان کې مشهور سندرغاړی غلام جيلاني وصال وايي، له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، تراوسه پورې پروګرامونو ته نه دي بلل شوي او نه یې هم په خپله کوم ځای کې د موسیقۍ پروګرام جوړ کړی دی. دی وايي، نه پوهېږي چې طالبان به دوی ته د کار او فعاليت اجازه ورکړي او که نه؟: "يو شمېر د خوښۍ پروګرامونه به وو، موږ به يې بللو، خو په خپل دفتر کې بند پاتې يو. Читать дальше...
د یادې ضلعې د صحت څانګې ساحوي مشر (فیلډ سپر وایزر) میا اظهارالدین د جنورۍ په ۱۴مه، مشال ریډیو ته وويل، که څوک واکسين نه لګوي نو بهر ملکونو ته به نه شي تللی او په حکومتي دفترونو کې به يې هم کارونه نه کيږي.
د چین په ژوهای ښار کې نن د عامه بسونو تګ راتګ وروسته تر هغه وځنډول شو چې د اومېکرون بڼې د کرونا د لږ تر لږه اووه مثبت پېښو راپور ورکړل شو. په ژوهای ښار کې پرون هر لور ته په دې پسې د کرونا ټېسټونه پیل شول چې په ګاونډي ښار کې د اوونۍ په پيل کې د اومېکرون کرونا د یوې مثبتې پېښې خبر خپور شو. د ژوهای له استوګنو غوښتل شوي دي چې له ښاره به نه وځي. د دوه اعشاریه څلور میلیونه وګړو په دې ښار کې د بسونو تر درېدو مخکې د سلمانیانو د دوکانونو او د سینماوو د بندېدو امر شوی و. په چین کې راتلونکې میاشت د... Читать дальше...
طالبان وايي، دوی په ټول افغانستان واکمن دي، هېڅ ځای کې ناامنیو ته اجازه نه ورکوي او که څوک یې دښمن سره لاس یو کړي، یا هم د نظام پر وړاندې پاڅون وکړي له منځه به یوړل شي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه خبرې په فاریاب ولایت کې له وروستیو ناکراریو او د غځېدو په اړه یې نورو ولایتونو ته د مخیکني حکومت د ځینو چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ازادي راډيو ته وکړې. مجاهد وویل: "موږ پر ټولو سیمو پوره تسلط لرو، هېڅ ځای کې موږ بې امنۍ لپاره اجازه نه ورکوو، زموږ ځواکونه په ولایتونو کې ډېر منظم... Читать дальше...
په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ پر ۱۴مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ په بلنه د علي وزیر په ګډون د یاد غورځنګ د یوشمېر نورو بندي غړي د راخوشې کولو لپاره احتجاجي مظاهره وشوه. پر دې مهال ویناوالو غوښتنه کوله چې د پاکستان سپریم کورټ د ۲۰۲۱ز کال په پرېکړه کې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر د خلاصولو ضمانت منظور کړی خو لاهم نوموړی زنداني دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
له ۱۹ کالو د کم عمره لوبغاړو د کرکټ په نړیوال جام کې نن څلور لوبې ترسره کېږي. کاناډا له متحد عربي اماراتو سره، هند له جنوبي افریقا، ایرلنډ له یوګنډا او زیمبابوې له پاپوانیوګیني سره. دا نړیوال جام پرون په وېسټ انډیز کې پیل شو او کوربه هېواد له اسټرالیا څخه خپله لومړۍ لوبه بایلوده.په بله مسابقه کې سریلانکا د سکاټلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریک هوتک ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړو دې نړیوال ته ښه چمتووالی نیولی: "مخکې له دې چې افغان لوبډله د دې سیالیو لپاره... Читать дальше...