Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ارزګان کې د سیمه‌ییزې موسیقۍ نامعلوم برخلیک؛ سندرغاړو ورته شا کړې

په ارزګان کې مېشت سيمه ييز سندغاړي وايي، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د يوه نامعلوم برخليک سره مخ شوي دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.


په ارزګان کې مشهور سندرغاړی غلام جيلاني وصال وايي، له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، تراوسه پورې پروګرامونو ته نه دي بلل شوي او نه یې هم په خپله کوم ځای کې د موسیقۍ پروګرام جوړ کړی دی.




دی وايي، نه پوهېږي چې طالبان به دوی ته د کار او فعاليت اجازه ورکړي او که نه؟: "يو شمېر د خوښۍ پروګرامونه به وو، موږ به يې بللو، خو په خپل دفتر کې بند پاتې يو. د طالبانو ځواب انتظار يو، همدا راز د اقتصادي ستونزو سره هم مخ يو."


له کله راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي نه یوازې یې پر موسیقۍ بندیز لګولی، پر راډیوګانو او ټلوېزیونونو یې هم بندیز لګولی چې موسیقي به نه خپروي. په موټرونو او محفلونو کې یې هم پر موسیقۍ بندیز لګولی دی.


سردار ولي چې دغه ولایت کې محلي موسیقي اوري وايي، زیات خواشیني دی، محلي موسیقي د له منځه تلو د ګواښ سره مخ ده.


په ارزګان کې بل محلي سندرغاړی فضل الدين يارمل هم وايي، طالبانو ورته ویلي چې موسیقي به نه غږوي چې په وینا یې دې چارې نه یوازې دده د کلونو خواري بې ځایه کړې، بلکي د همدې لارې یې شته عاید هم له لاس ورکړی دی.




یارله طالبانو غوښتنه کوي چې د موسیقي غږولو اجازه دې ورکړي: " تېرو وختونو کې به موږ محفلونو ته غوښتل کېدو، خو اوس دومره ويرېږو چې د خپل ځان سره سندره هم نه زمزمه کوو، نه پوهېږو برخلیک به مو څه وي؟ له طالبانو مو غوښتنه ده چې د موسیقۍ غږولو اجازه راکړي."


تردې مخکې هلمند کې يوه سندرغاړي حبیب شباب هم د طالبانو له وېرې له سندرو ويلو څخه لاس پرسر شوی و او دوکاندارۍ ته يې مخه کړې وه.


طالبانو تراوسه په افغانستان کې د موسيقۍ فعاليت او يا نه فعاليت په اړه خپل دريځ نه دی څرګند کړی.




د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اکتوبر میاشت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي و: ''اسلام کې موسیقۍ ممنوع ده، خو زموږ هیله دا ده چې موږ به پر خلکو د فشار پر ځای وکولی شو، دوی دې ته وهڅوو چې داسې ونه کړي.''


۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو په واکمنۍ کې پر موسیقۍ، ټلوېزیون او سینما سخت بندیزونه لګېدلي وو او هغه څوک له جدي ستونزو سره مخامخېدل چې له دې بندیزونو یې سرغړوونه کوله.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus