Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

انتوني بلېنکن: امریکا له افغانانو ملاتړ او ورسره مرستې ته ژمن دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مسوول مارټین ګرفېټس او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر پیټر ماورر سره په افغانستان کې د انساني اړتیاوو او د بېړنیو مرستو د لېږد د تدارکاتي بهیر د چټکتیا په اړه غږېدلی. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا لیدنه انلاین شوې. 


ښاغلي بلېنکن له دې لیدنې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د امریکا خلک له افغانانو ملاتړ ته ژمن دي. 




له مارټین ګرفېټس او پیټرماورر سره د انټوني بلېنکن د لیدنې د جزییاتو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، ښاغلي بلېنکن د افغانانو لپاره د امریکا د ۳۰۸ میلیونه ډالرو بشري مرستې ته په اشارې، له افغانانو د امریکا تل‌پاتې ملاتړ اعلان کړی دی. 


د سرچینې له قوله، دا مرسته به بشري مرسته رسوونکو ته ورکړل شي، څو د افغانانو لپاره د سرپناه، بېړنیو روغتیايي مرستو، ژمنیو توکو، خوراکي موادو او د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې مصرف شي. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله، انټوني بلېنکن له مارټین ګرفېټس او پیټرماورر سره پر دې هم بحث کړی چې څه ډول افغانستان کې د مرسته رسوونکو ستونزمن عملیاتي بهیر ملاتړ وشي، څو دا ډاډ تر لاسه شي چې دا مرستې هغو کسانو ته رسېږي چې ورته اړتیا لري. 




په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مسوول مارټین ګرفېټس له دې لیدنې خوښي ښودلې خو زیاتوي، افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې مرستو ته نه، بلکې فعال اقتصاد ته اړتیا لري. 


ښاغلي ګرفېټس زیاته کړې، دوی د امریکا متحده‌ایالاتو تر رهبرۍ لاندې د عملي او اصولي پلانونو پر بنسټ، د ناورین او ستونزو د لا پراخېدو د مخنیوي په لټه کې دي. 


د طالبانو حکومت هم له افغانانو سره د نړیوالو د هر ډول مرستو هرکلی کوي. 


د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل:"اسلامي امارت د ټولو هغو مرستو او همکاریو هرکلی کوي چې له افغانانو سره کېږي. موږ له خپله اړخه ډاډ ورکوو چې ټولې مرستې به په ډېر شفاف او راڼه ډول وېشل کېږي." 




دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د مهار لپاره سږ کال د ۴،۵ میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې. 


خو تر خوا یې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتریش د مرغومي په ۲۳مه په نیویارک خبریالانو سره خبرو کې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د بېلابېلو لارو د پیسو لېږد ته اجازه ورکړل شي. 


هغه دا هم وویل چې د افغانستان ۹،۵ میلیارډ ډالر کنګل شوې بانکي زېرمه باید د یو لوړ شرایطو په نظر کې نیولو سره ازاده شي او تر خوا یې افغانستان ته د نړیوالو مالي مرستې پرېښودل شي، څو د ملکي مامورینو تنخواوې ورکړل شي او دولتي ادارې خپل خدمات وړاندې کړي. 


هغه غوښتنه چې د طالبانو حکومت یې هم هرکلی کړی دی. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus