د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبه خبرداری ورکړ چې اېدا توپان د خلکو ژوند ته یو ګواښ پېښ کړی او لویې ویجاړۍ به رامنځته کړي. روېټرز خبري اژانس د بایډن په حواله ویلي چې دا توپان به د څو اوونیو په مخه د هغو کسانو برېښنا پرچاو کړي چې د امریکا خلیج ته په نږدې سواحلو کې ژوند کوي. امریکایي چارواکي مخکې له مخکې د زیانمنېدونکو کسانو لاسنیوي ته لاس په کار شوي او ویلي یې دي، لسګونه زره هغو کسانو ته پناهځای جوړوي چې له خپلو کورونو بېځایه کېږي.
طالبان به هغو بهرنیو اتباعو او افغانانو ته له افغانستانه د وتلو اجازه ورکوي چې د سفر قانوني اسناد ولري. دا معلومات د امریکا، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي دي. اعلامیه کې راغلي، طالبانو ډاډ ورکړی چې دې کسانو ته به خوندي شرایط برابروي چې هوایي ډګر ته ولاړ او خپل منزل ته سفر وکړي. اعلامیه کې راغلي، د نړۍ بېلابېل هېوادونه لکه استرالیا، جاپان، فرانسه، اسپانیا او یو شمېر نور به مشخصو افغانانو ته د ویزو ورکړه جاري وساتي.
پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان له خاورې وسلهوالو برید کوونکو د دوی دوه سرتېري وژلي دي. د پاکستان پوځ پرون ماښام وویل، د دوی په ځوابي ډزو کې هم دوه درې برید کوونکي لهمنځه وړل شوي دي. دا برید په باجوړ سیمه کې شوی او له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دا په خپل ډول کې لومړنی داسې برید دی. باجوړ د پاکستان هغه قبایلي سیمه ده چې یو شمېر سختدریځه ډلو له هغې جملې تحریک طالبان پاکستان پهکې فعالیت کاوه. د پاکستان پوځ نهدي ویلي چې د دې حملې تر شا د کومو وسلهوالو لاس دی، خو دوی برید کوونکي ترهګر بللي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن او مېرمنیې جیل بایډن پرون د هغو ۱۳ امریکایي پوځیانو درناوي ته ورغلل چې تازه افغانستان کې وژل شوي وو. بایډن د امریکا د هوایي ځواکونو په یوې اډه کې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره هم وکتل. د وژل شویو امریکایي پوځیانو جسدونه پرون د امریکا د دلیویر ایالت یوې هوایي اډې ته ورسېدل. دا کسان د اګسټ په ۲۶مه هغو چاودنو کې ووژل شول چې هوایي ډګر ته نږدې داعش وسلهوالو وکړې. پرون هم د کابل هوایي ډګر ته نږدې امریکایي ځواکونو د داعش په یو ځانمرګي بریدګر باندې هوایي برید وکړ. ... Читать дальше...
طالبان وایي چې مشر یې ملا هبتالله اخندزاده په کندهار کې دی او افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت له پای ته رسېدو وروسته به کندهار کې یوه لویه غونډه جوړه کړي. د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د ځایي سرچینو په حواله وایي چې دې غونډه کې به د راتلونکي نظام د جوړېدو او څرنګوالي پر لارو چارو خبرې کېږي. د کندهار په واټونو کې هم د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده انځورونه لیدل کېږي چې دغه ښار ته د هغه د هرکلي په هدف بند شوي دي. پرون د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم ازادي راډیو ته وویل چې مشر... Читать дальше...
امریکا سبا سې شنبه په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن پوځي مأموریت پای ته رسوي، خو وایي دغلتهیې ډيپلوماتیک حضور د طالبانو په کړنو پورې تړلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، که طالبان له دوی او نورې نړۍ سره اړیکې غواړي، باید په عمل کې د افغانانو بنسټیز حقونه خوندي کړي. بلېنکن پرون له (اېن.بي.سي) ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، اوس نړۍ طالبانو ته سترګې په لاره ده چې له خپلو خلکو سره څه کوي. ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "طالبانو ته د هېڅ شي ژمنه نهده ورکړل شوې. نهیوازې موږ، بلکې د نړۍ په کچه... Читать дальше...
د یمن پر لویې هوایي اډې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. د یمن د پوځ یوه ویاند محمد النقیب ویلي چې پر ال عناد هوایي اډې دغه برید کې دولت پلوه عسکر وژل شوي دي. دا د یمن په کورنۍ جګړه کې تازه خونړی برید بلل شوی دی. دغلته د ایران له ملاتړه برخهمن حوثي سختدریځي د سعودي په ملاتړ هغه حکومت سره په جګړه بوخت دي چې نړیوالو هم په رسمیت پېژندلی دی. پر هوایي اډې د شوي دې برید مسؤلیت هم پوځ پر حوثي وسلهوالو اچولی، خو سملاسي چا د دې برید مسؤلیت نهدی اخیستی.
له څه باندې پنځو کلونو وروسته طالبانو د لومړي ځل لپاره د خپل مشر ملا هبتالله اخندزاده کره ځای ځایګی اعلان کړ. دا په داسې حال کې ده چې کابل ته د طالبانو د ننوتو دوه اوونۍ تېرېږي، خو لا هم د ښاغلي اخندازده له ادرسه کوم غږیز یا لیکلی پیغام رسنیو نهدی ترلاسه کړی. دوی وایي، مشر یې د راتلونکي نظام د جوړېدو پر څرنګوالي او ورته نورو مسایلو له خپلو نورو سیاسي څېرو او مخورو سره په سلا مشورو بوخت دی. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې اخندزاده په کندهار کې دی او مناسب وخت کې به ولس ته ځان وښيي. Читать дальше...