امریکا سبا سې شنبه په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن پوځي مأموریت پای ته رسوي، خو وایي دغلتهیې ډيپلوماتیک حضور د طالبانو په کړنو پورې تړلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، که طالبان له دوی او نورې نړۍ سره اړیکې غواړي، باید په عمل کې د افغانانو بنسټیز حقونه خوندي کړي.
بلېنکن پرون له (اېن.بي.سي) ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، اوس نړۍ طالبانو ته سترګې په لاره ده چې له خپلو خلکو سره څه کوي.
ښاغلی بلېنکن زیاتوي: "طالبانو ته د هېڅ شي ژمنه نهده ورکړل شوې. نهیوازې موږ، بلکې د نړۍ په کچه هېوادونو په ډاګه ویلي چې له طالبانو ځینې د پام وړ هیلې لري. که طالبان له نړۍ سره هر ډول اړیکې غواړي، لومړي ګام کې باید خلکو ته د ازاد سفر اجازه ورکړي، بیا دا ډاډ ورکړي چې د ښځو او نجونو په ګډون د خپلو خلکو بنسټیز حقونه تأمینوي، دوی باید دا هم یقیني کړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې کړې ژمنې عملي کوي او حکومتوالي یې تر یوه حده ټولشموله وي."
امریکا په افغانستان کې د پوځي مأموریت په پای ته رسېدو سره د کابل له هوایي ډګره په پوځي الوتکو کې د خپلو اتباعو او همکارانو د ایستلو چارې هم پای ته رسوي.
بلېنکن په خپله مرکه کې ویلي، له دې نېټې وروسته به دوی سملاسي افغانستان کې ډیپلوماتیک حضور ونهلري، خو د هغو افغانانو مرسته به کوي چې غواړي وطن پرېږدي.
د ده په وینا، له طالبانو سره خبرې کوي چې څنګه د اګسټ له ۳۱مې وروسته هغو کسانو ته د سفر امکانات برابر شي چې دوی د تخلیې عملیاتو پر مهال ونهشو ایستلی.
ښاغلی بلېنکن وايي: "له موږ سره څه باندې ۱۰۰ هېوادونو، یعنې ۱۱۴ هېوادونو پر هغه بیان لاسلیک کړی چې زموږ په نوښت جوړ شوی. دې بیان کې دا ښکاره شوې چې نړیواله ټولنه له طالبانو هیله لري چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته هغو کسانو ته اجازه ورکړي چې غواړي له افغانستانه ووځي. د سفر دا ازادي نړیوالې ټولنې ته مهمه ده، موږ له نورو هېوادونو سره له نږدې پر دې کار کوو، یا به د یوه هوایي ډګر له لارې او یا نورو لارو دا کار کېږي. موږ په دې ټولو مسئلو راتلونکو ورځو کې کار کوو."
له دې وړاندې د طالبانو یوه لوړپوړي غړي شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، دوی د هغو افغانانو مخه نهنیسي چې غواړي له قانوني لارو له افغانستانه ووځي.
طالبانو ویلي، هغه افغانان چې د تګ اسناد لري، کولای شي د ملکي الوتنو له لارې ووځي، خو لا هم معلومه نهده چې کابل او نورو هوایي ډګرونو ته به څه وخت ملکي الوتنې پیلېږي.
امریکایي چارواکو پرون وویل چې تر دې دمهیې ۱۱۷ زره کسان د کابل هوایي ډګر له لارې بهر کړي دي.