وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان حکومت واګې په لاس واخیستې، ورسره سمیې د هېواد ټولو ولایتونو، یو شمېر وزارتونو او ادارو ته د خپلې ډلې هغه کسان وروپېژندل چې زیاتره هغو یې دیني زدهکړې کړې دي. دغه ګمارنې د زیاتره افغان لوستو ځوانانو له نیوکو سره هم مخ دي. دوی وایي، په هېواد کې نږدې په هره برخه کې د شته متخصصینو، د وړ ځوانانو موجودیت او تېرو تجربو ته په کتو اړتیا ده چې هرې ادارې ته د هماغه تخصص او اړتیا اړوند مسلکي کسان وروپېژندل شي. د خوست یو تن اوسېدونکی فیضالله فیضان وایي، د دیني زدهکړو... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزیر انجنیر سید اکبر اغا سره په کتنه کې د سوداګریزو ستونزو په هواري ټینګار کړی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د لیدنې په ترڅ کې د خصوصي سکټور په مختلفو ستونزو خبرې اترې وشوې. ښاغلي مهمند هیله څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت به د یادو ستونزو په لهمنځه وړلو او په ننګونو د غلبې حاصلولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي. په... Читать дальше...
په کابل کې د اسعارو د بدلولو مارکېټ شهزاده سرای مسؤلین وايي، ډېر ژر به دغه مارکېټ پرانیستل شي. د شهزاده سرای د صرافانو سراسري ټولنې مرستیال حاجي دادګل نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) ازادي راډیو ته وویل چې د بانکونو اکثریت څانګې د ښار په بېلابېلو برخو کې پرانیستل شوې دي. نوموړي وویل چې د افغانستان بانک مسؤلین له صرافانو سره هم نن یوه ناسته لري او وروسته به شهزاده سرای هم پرانیستل شي. په کابل او ولایتونو کې بانکونه له تېرو دوو اوونیو راهیسې تړلي وو، خو بانکونو پرون په کار پیل کړی او ټاکل شوې چې شهزاده سرای هم پرانیستل شي. Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان په تجهیزاتو بار یوه پاکستانۍ الوتکه نن دوشنبه د مزار شریف په هوايي ډګر کې پر ځمکه کېناسته. دا پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړی ځل دی چې په بشري مرستو بار الوتکه په افغانستان کې ښکته کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي چې دا له درېیو پلان شویو الوتنو څخه لومړۍ وه. د دې تجهیزاتو وزن ۱۲،۵ مټریک ټنه دی چې نن له دوبۍ څخه بار شول او د «PIA» په الوتکه کې سیده مزار شریف ته ورسېدل. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان نن له مرستندویو ټولنو سره په همغږۍ کې... Читать дальше...
د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف تور پورې کړې چې اوسني حکومت ملک تباه کړی او عدالتونه یرغمال دي. نوموړي دا څرګندونې د پاکستان جمهوري تحریک جلسې ته په وینا کې کړې دي. د یاد تحریک مشر مولانا فضل الرحمان جلسې ته په وينا کې خپله هغه خبره بیا تکرار کړه چې ګواکې د پاکستان تحريک انصاف اوسنی حکومت جعلی او په درغلیو را وستل شوی دی. حکومت ویلي چې دا مشران خپلې درغلۍ پټول غواړي. نور تفصیل په ويډيويي رپورټ کې.
د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د نننیو راکټي حملو مسؤلیت داعش ډلې ومانه. دې ډلې پر خپله ټلګرام پاڼه، ناشر نیوز لیکلي چې "د خلافت سرتېرو د کابل پر نړیوال هوايي ډګر شپږ کاتیوشا ډوله توغندي وویشتل".’ امریکايي چارواکو ویلي چې د امریکا د پوځ د توغندیو ضد مدافعې سیستم نن سهار پنځه توغندي چې د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر پر لور توغول شوي وو، شنډ کړل.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر وايي د دې ټولنې حکومتونه د افغانستان د جګړې په څېر له راتلونکو نړیوالو کړکېچونو سره د مقابلې لپاره باید چټک غبرګون ته ښه چمتووالی ولري. جوزف بورېل له یوې ایټالوۍ ورځپاڼې اېل کورییر دېلا سېرا سره په مرکه کې چې نن خپره شوه وویل په لنډ وخت کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سره سم افغانستان ته د امریکايي ځواکونو استولو وښوده چې اروپايي ټولنه هم باید د خپلې ګډې دفاعي پالېسۍ د جوړولو لپاره هڅې چټکې کړې. ښاغلي بورېل وویل امریکا وتوانېده چې افغانستان ته سمدستي ۶ زره سرتېري... Читать дальше...
روسیه له افغانستانه د خلکو د ایستلو لپاره د اضافي الوتنو خبر ورکوي. په کابل کې د روسیې سفارت پر خپل ټویټر خبر ورکړی چې په اضافي الوتنو کې به د روسیې اتباع او اوسېدونکي او همداراز د ډلهییز امنیت د غړو هېوادونو وګړي بهر ته ولېږدول شي. تر اوسه معلومه نهده چې دا الوتنې د اګسټ په ۳۱مه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له مهلت وروسته هم دوام کوي که نه. روسیې تېره اوونۍ هم له افغانستانه شااوخوا ۳۶۰ کسان وایستل. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف نن د وږې په ۸مه د روسیې له... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي چې دغه هېواد د ماشومانو لپاره له ننګونو ډک ځای دی. دغه سازمان په خپله یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ماشومان او کورنۍ یې له اساسي حقونو بېبرخې دي او افغانستان د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېواد دی. یونېسف ویلي چې ګڼ شمېر ماشومان له خپلو ښوونځيو بېځایه شوي او له روغتیايي خدماتو څخه محروم شوي دي. د دغې ادارې سیمهییز مسؤل جورج لاریا اجی ویلي که چېرې اوسنی وضعیت روان وي اټکل دا دی چې له پنځه کلنۍ ښکته یو ملیون ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي چې دا یو جدې ګواښ دی. Читать дальше...
له هغې وروسته چې طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان ټول ولایتونه ونیول ورسره جوخت امریکایانو او متحدینو یې له افغانستان د خپل وګړو او هغه افغانانو چې ورسرهیې کار کړی و، د وتلو چاره پیل کړه. اوس د دغه بهیر پای ته یوازې ساعتونه پاتي، خو لاهم امریکا د خپلو وګړو او متحدیدینو د ایستلو په چارې بوخته ده. فرانسې چې تازه دغه چاره سر ته رسولې، جمهور رئیسیې په خپلو نويو څرګندونو کې ویلي، له افغانستان وتل د تسلیمېدو معنی نهلري. امانوئل مکرون تېره ورځ له «ټياېفون» ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې المان... Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته له هېواده د مخکښو شخصیتونو او فعالانو د وتلو لړۍ روانه ده. په دې ډله کې هغه نارینه او ښځې هم له افغانستانه وتلي او لاهم د وتلو په حال کې دي چې د هېواد مسلکي او تخصصي پانګه یا مغز بلل کېږي. شکریه بارکزۍ د نامتو ژونالیستانو، با نفوذه سیاستوالو او مخکښو فعالانو له ډلې ده چې د وروستیو پېښو له کبله له هېواده وتلو ته اړه شوې ده. مېرمن بارکزۍ له لندن څخه د سکایپ له لارې له آزادۍ راډیو سره خبرې کړي چې دلته یې لیدلای شئ.
د اګست په ۲۹ مه په کابل کې شوي دې ډرون برید کې د وژل شویو کره شمېر لا هم نده معلومه خو امریکايي چارواکي وايي د داعش وسله وال غوښت چې د کابل پر هوايي ډګر د موټر بم برید وکړي. د اګست په ۲۷ مه پر کابل هوايي ډګر ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي عسکرو تر څنګ لږترلږه ۱۷۰ کسان نور وژل شوي وو. د امریکا ولسمشر جو بايډن له برید کوونکیو د بدل اخیستو ژمنه وکړه. له هغې وروسته په داعش د امریکا دا دویم ډرون برید وو.په دې هکله نور تفصیل په دې رپورټ کې کتلای شئ.
د نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د اګست ۳۰مه په داسې حال کې د جبري لادرکۍ نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کيږي چې د پاکستان د څلورو واړو صوبو یو شمېر ميندو ، خويندو او میرمنو پر حکومت غږ کړی چې د دوی د کورنۍ لادرکه کسان دې خوشي کړل شي او یا دې عدالتونو ته وړاندې کړل شي.
سپینه ماڼۍ وايي چې د کابل پر حامد کرزي هوايي ډګر د اګست د ۳۰ مې د راکټي بریدونو په هکله معلومات ورکړل شوي او د ا چې د خلکو د ايستلو بهیر بغیر له څه ځنډه روان دی.
ازبکستان وايي، هغو افغانانو ته به دې هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکړي چې د جرمني لهخوا یې لېست برابر شوی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس نن خبریالانو ته وویل، ازبکستان منلې ده چې د هغو افغانانو سفر ته به اجازه ورکړي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې ژوند ته خطر دی او جرمني یې لېست ازبکستان ته ورکوي. ښاغلی ماس اوسمهال ترکیې، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او قطر ته د سفر په حال کې دی او هڅه کوي دې افغانانو ته یا د نړیوالو ځواکونو د وتلو د مهلت تر پوره کېدو وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه په الوتکو... Читать дальше...
کابل یو ځل بیا د تېرو ناامنیو له ترخې تجربې سره مخ دی. دلته د نن په ګډون د دې اوونۍ ۳ ورځو کې د چاودنو او بریدونو ۳ پېښې شوي چې مرګژوبله هم لري. دې پېښو د امنیت او سولې د راتلو په اړه خلک نهیلي کړل. که څه هم له دې بریدونو یو یې پرون د امریکا بېپیلوټه الوتکې کړی او د پنټاګون له قوله، د داعش هغه ځانمرګی یې په نښه کړی چې غوښتلیې په کابل هوايي ډګر برید وکړي، خو سياېناېن ټلوېزیون د پېښې د یوه قرباني له خولې لیکي، دې برید کې ۶ ملکیان وژل شوي دي. نن سهار هم د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې د خیرخانې له... Читать дальше...
نواز شریف دا څرګندونې د اګست پر ۲۹مه په پاکستان کې د یو شمېر اپوزېشن ګوندونو اتحاد - پاکستان جمهوري تحریک - له خوا په کراچۍ کې جوړې کړې ولسي غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې د ژمې باران نه کېدو له کبله سږکال د خشکاوې یا للمې پالېزونه نه دي کرل شوي. پښین یو له هغو سیمو ده چې پالیزونه پکې په غیر باراني اوبو کرل شوي دي. د کرنې اداره وايي، د اوبو کمي او پشکال بارانونو او چنجیو دا فصل ۳۰ فیصده اغېزمن کړی دی. د يادې سیمي کروندګر وایي چې سږکال ترې خپل لګښتونه هم نشي پوره کولای. نور حال په دې وېډیویي رپورټ کې
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د اګست پر ۲۹مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې اخندزاده په کندهار کې دی او په مناسب وخت کې به ولس ته ځان وښيي.
په خوست کې د علماوو شورا د پخواني مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ د کورنۍ غړي وایي چې نوموړی طالبانو نیولی دی. د مولوي ځدراڼ زوی سمېعالله ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل چې پرون سهار مهال د طالبانو د امنیت اړوند کسان په دوه رنجر موټرو کې کور ته ورغلل او پلار یې له ځان سره بوت. سمېعالله وایي: "د دوه ساعتونو په مخه د مولوي صاحب موبایل ټیلیفونونه بند ول. له هغې وروسته موږ د فېسبوک له لارې عکسونه ولیدل چې د مولوي صاحب سترګې یې تړلې وې او لیکل شوي و چې نوموړی نیول شوی دی." سمېعالله ځدراڼ وایي، د طالبانو... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) په یوه مجازي غونډه کې د افغانستان په اړه د خپلې پالېسۍ د همغږي کولو په اړه خبرې وکړي. دې وزارت پرون یکشنبه په یوه بیان کې وویل چې په دې غونډه کې به د متحده ایالاتو مهم شریکان ګډون وکړي. په پام کې ده چې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیران او دغهراز د اروپایي ټولنې او ناتو استازي ګډون وکړي. د بیان له مخې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به له... Читать дальше...
سپینې ماڼۍ تأیید کړه چې په کابل هوایي ډګر نن څو توغندي ویشتل شوي دي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکې په یوه بیان کې وویل چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په دې اړه خبر ورکړل شوی او ورته ویل شوي چې د دغه برید سره د کابل له هوایي ډګره د تخلیې عملیات نهدي ګډوډ شوي او هغه عادي روان دي. په بیان کې دغهراز ویل شوي چې بایډن پر خپل امر ټینګار کړی چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې دې د امریکایي ځواکونو د خوندیتوب لپاره هڅې دوه برابره شي. د راپورونو له مخې نن څو توغندي په کابل هوایي ډګر چې امریکایي ځواکونو له افغانستانه وتلو ته تیاری نیسي، ویشتل شوي دي. Читать дальше...
یوه الوتکه چې لسګونه افغانانیې لېږدول پرون یکشنبه کوسوو ته ورسېده. دغه افغانان چې شمېر یې نږدې ۱۰۰ تنو رسېده، د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې د کوسوو پلازمېنې بریشتینا ته ورسېدل. د کوسوو ولسمشر، د دې هېواد صدراعظم او د امریکا سفیر د دغو افغانانو هرکلی وکړ. کوسوو موافقه کړې چې امریکا ته د دغو افغانانو د تلو د پروسې تر بشپړېدو په خپله خاوره کې د هغوی کوربهتوب وکړي. پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په وروستیو ورځو کې په سلګونه نور افغانان هم البانیا ته رسېدلي دي. دې هېواد ویلي چې تر... Читать дальше...
نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې له کابله د امریکايي ځواکونو لهخوا د خلکو د ایستلو د عملیاتو په تړاو یوه مفصله مقاله خپره کړې ده. په مقاله کې هغه خبرداري ته اشاره شوې چې د یکشنبې په ورځ امریکایي چارواکو په کابل کې خپلو اتباعو ته ورکړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو ساعته وروسته له هغه چې ولسمشر جو بایډن د کابل په هوايي ډګر باندې د ترهګریز برید د ګواښ خبرداری ورکړ په کابل کې له خپلو اتباعو وغوښتل چې سمدستي دې د کابل له هوايي ډګر او شااوخوا سیمو ووځي. نیویارک ټایمز لیکي دې خبرداري... Читать дальше...
د امریکا د مرکزي قواوو قوماندانۍ وایي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې وایي په کابل کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه هدف د امریکا په هوایي برید کې ملکیانو ته تلفات رسېدلي دي. د دې قوماندانۍ ویاند بیل اوربان وویل، له دغه برید وروستهیې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه ترلاسه کړي او هغه څېړي. د اوربان په وینا په دغه برید سره په کابل هوایي ډګر د داعش د بلې حملې مخه ونیول شوه. دغې قوماندانۍ ویلي چې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د داعش پر چاودېدونکو موادو بار یو موټر لهمنځه وړل شوی دی. Читать дальше...