هغه تصویرونه چې د کابل هوايي ډګر ته نژدې له چاودنو وروسته د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي بوږنونکي دي. له دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېل راپورونه ورکړل شوي. اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د افغان او امريکايي چارواکو له قوله وايي چې لږ تر لږه ۷۲ کسان وژل شوي او تر يو نيم سلو زيات نور ټپيان دي. دې خبري اژانس د يو افغان چارواکي له خولې چې نوم يې نه دی ياد شوی ويلي، چاودنو لږ تر لږه شپېته افغانان وژلي او ۱۴۳ يې ټپيان کړي. بل خوا امريکايي چارواکو ويلي چې چاودنو ۱۲ امريکايي سرتيري وژلي دي. Читать дальше...
امریکايي چارواکي باور لري چې د کابل د نن ورځې د بریدونو مسوول داعش وسله واله ډله ده. د رویترز خبرې اژانس د امریکا د دولت د دوه سرچينو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا چارواکي کلک باور لري چې د داعش ډلې خراسان څانګه د کابل د هوايي ډګر د چاودنو مسووله ده. له دې سره سم د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د کابل پيښه "ترورستي او وحشتناکه برید" بللی. رویترز د طالب چارواکو له قوله لیکلي چې په دې حمله کې ۱۳ ملکیان وژل شوي. خو یو شمېر نورو رسنیو د مړو او ټپیانو شمېر له سلو ډېر ښودلی دی. د برید په وخت کې په زرګونو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د افغانستان ځوانان او په تېره نجونې د خپلو لوړو زدهکړو د حق له لاسه ورکولو په اړه اندېښمنې دي، د کابل له ولایته سلګۍ د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام خپل کړ. دا د محمد اکبر خان پامیر له لېسې نه د ۳۵۲،۵۷۵ نمرو په خپلولو سره وتوانېده چې د کابل طبي پوهنتون ته لاره ومومي. سلګۍ په داسې حال کې دغه مقام ته ورسېده چې په افغانستان کې ډېری پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو بنسټونه تړلي او ځوانانيې اندېښمن کړي دي. دا وايي ځوانان او نجونې دې نهنهیلې کېږي او خپلو هڅو ته دې دوام ورکړي. سلګۍ زیاتوي... Читать дальше...
پر سپين بولدک ـــ چمن وره باندې ګڼو افغانانو يو ځل بيا د پاکستان خوا ته مخه کړې ده. دا لاره څو ځلې بنده شوې چې اوس بيا ورباندې د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده. د مشال راډيو خبريال ایوب ترین د اګست پر ۲۵مه چمن ته تللی و او دغه ويډيويي راپور يې رالېږلی دی.
کرملېن وايي د طالبانو په تړاو له پرېکړې مخکې انتظار کوي چې دا ډله څه ډول عمل کوي. د کرملېن ویاند دمیتري پېسکوف نن په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی به د قانون او نظم په رامنځته کولو کې د طالبانو راتلونکي ګامونه، د خلکو مصونیت او د روسي ډیپلوماتانو د امنیت مسئله له نږدې وڅاري. هغه زیاته کړه چې روسیه په افغانستان کې سولې او ثبات ته لېواله ده او احتمال لري چې له متحده ایالاتو سره د هر هغه مسئلې په اړه خبرو ته دوام ورکړي چې راپورته کېږي. روسیې مخکې هم څو ځله د طالبانو له استازو سره د خبرو کوربهتوب کړی دی.
نن په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر دباندې چاودنو يوشمېر کسانو ته مرګژوبله اړولې ده. د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي پر خپلې ټويټر پاڼې د چاودنو پخلی کړی او ليکلي يې دي چې نن (د اګست پر ۲۶مه) په دې "پېچلي بريد" کې يوشمېر امريکايي سرتيري وژل شوي او ژوبل شوي دي. نوموړي زياته کړې چې يوشمېر افغانانو هم په دې "بدمرغه بريد" کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. جان کربي له دې وړاندې په خپل مخکيني ټويټ کې ويلي و چې يوه چاودنه هوايي ډګر ته داخلېدونکې "ابې ګېټ" نومې وره سره نېږدې د يو "پېچلي بريد" په نتيجه... Читать дальше...
د ناټو درې غړو هالنډ، بلجیم او هنګري له افغانستان څخه د خپلو اتباعو او خپلو افغان همکارانو د لېږدولو د عملیاتو د پای اعلان وکړ. متحده ایالاتو او نورو لوېدیځو هېوادونو بیا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې سمدستي د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه لیرې شي. دوی ویلي دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش لهخوا د ترهګریز برید لپاره خورا معتبر ګواښونه موجود دي. د خبرداریو سره سره، زرګونه کسان هڅه کوي چې د کابل هوایي ډګر له لارې له افغانستان څخه ووځي. دا لا روښانه نهده چې څومره لوېدیځوال د هوایي ډګر له لارې د افغانستان پرېښودو ته انتظار باسي. Читать дальше...
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تأیید کړې چې د کابل له هوايي ډګر دباندې یوه چاودنه شوې ده. ښاغلي کربي دا خبره شېبه مخکې په خپل ټویټر لیکلې. هغه زیاته کړې د دې پېښې د مرګژوبلې په اړه لا جزئیات نهشته. کربي ویلي همدا چې جزئیاتیې ترلاسه کړل شریک بهیې کړي. اخوا ځینو نورو رسنیو له هغې ډلې الجزیرې راپور ورکړی چې په کابل هوايي ډګر کې تر چاودنې وروسته د سختو ډزو غږونه هم اورېدل کېږي. تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي و چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې لهخوا په کابل هوايي ډګر باندې د یوه برید په تړاو قوي ګواښونه ور رسېدلي دي. Читать дальше...
افغان طالبانو له يو ولايت پرته ټول افغانستان نيولی دی. دا ولايت پنجشير دی چې اوس پکې د مقاومت لپاره وسله وال روزل کېږي. د دې وسله والو مشري د پخواني وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود کوي. نوموړی وايي له طالبانو د ټولشموله حکومت غوښتنه لري او د دې لپاره خبرو او جنګ دواړو ته تيار دی. نور حال د مشال راډيو مرکزي څانګې په ويډيويي راپور کې.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل چې هېواد یې په ځینو مشخصو ټولنیزو او اقتصادي برخو کې خورا شاته دی. هغه منلې چې د هغه هېواد وضعیت باید بدلون ومومي او دا چې حکومت باید د خلکو د ژوند شرایط ښه کړي. ښاغلي رئيسي دا څرګندونې نن د خپلې کابینې د لومړۍ غونډې په پیل کې وکړې. د ایران خلک نهیوازې د کرونا ویروس ډېلټا بڼې له جدي ګواښ سره مخ دي، بلکې د واشنګټن لهخوا لګول شویو بندیزونو هم د دوی اقتصاد ته سخت زیان اړولی.
یو شمېر افغان خبریالان وايي، د دوی ژوند له خطر سره مخ دی او غواړي چې د وضعیت تر ښه کېدو له افغانستانه وویستل شي، خو تر اوسه د دوی غوښتنو ته په ملي او نړیواله کچه چا مثبت ځواب نه دی ویلی. دوی چې د پنجشنبې په ورځ د کابل نړیوال هوايي ډګر مخته سره را ټول شوي وو، په یو پرېکړه لیک کې یې له افغانستانه د خوندي وتلو غوښتنه وکړه. دغه پریکړه لیک د یو تن خبریال جواد سروش له لوري ولوستل شو چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي وو: "له نړیوالې ټولنې غواړو، د افغانستان د وضعیت تر ښه والي پورې دې، موږ امن ځای ته ولېږدوي."... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ایران له اېوېن زندانه لیک شوې ویډیوګانې د ایران په زندانونو کې سیستماتیک شکنجه تاییدوي. د دغه وزارت د ډموکراسۍ، بشري حقونو او کار دفتر په دې اړه یو بیان ورکړی دی. د دغه دفتر په خبره په دې وروستیو کې لیک شوي ویډیوګانې افشا شوي او هغه څه ښيي چې موږ واردمخه پرې پوهېدو. د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر حکومت غږ کړی چې ټول سیاسي بندیان خوشې کړي او له ټولو بندیانو سره په درناوي چلند وکړي. د بښنې نړیوال سازمان دمخه یو بیان خپور کړی چې ویلي یې دي ویډیوګانې په... Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان امنیسټي انټرنیشنل د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې پناه غوښتونکو افغانانو ته ځای ورکړي. د دغه سازمان د جَنوبي اسیا برخې نن په خپل ټوېټر لیکلي زرګونه کسان په افغانستان کې له خطر سره مخ دي او غواړي له دغه هېواده ووځي څو ځان او خپله کورنۍ خوندي کړي. امنیسټي انټرنیشنل غوښتنه کړې چې ټول باید د افغانستان لپاره سره یو لاس شي. له کله چې طالبانو په افغانستان ولکه ټینګه کړې لسګونه زره کسان په دې لټه کې دي چې له هېواده ووځي. که څه هم طالبانو ویلي چې له چا سره کار نه لري او له هېواده... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، غواړي چې له افغانستانه د امریکايانو او یو شمېر افغانانو د ویستلو بهیر ته د اګست تر ۳۱مې نېټې ور اخوا هم ادامه ورکړي. اېنټوني بلینکېن پرون (د اګست پر ۲۵مه) په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له افغانستانه د امریکایانو او هغو افغانانو د را ویستلو لپاره هڅې روانې دي چې ژوند یې له خطر سره مخ کېدای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په دې برخه کې یې د طالبانو موافقه ترلاسه کړې ده، خو مخکې طالبانو ويلي ول چې دوی د اګست تر ۳۱مې وروسته په افغانستان کې د بهرنيانو حضور نه مني. Читать дальше...
سږ کال د کانکور د ازموینو لومړۍ عمومي اول نمره یوه نجلۍ شوه. سلګۍ باران د لغمان ولایت ده او غواړي په راتلونکي کې ډاکټره شي. د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير له سلګۍ باران سره خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي چې له عمومي اول نمره کېدو سره څه احساس لري؟ دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره واورئ:
په کابل کې د حامد کرزي پر نړیوال هوایي ډګر د احتمالي برید ګواښونه په داسې وخت کې ورکړل شوي دي چې په زرګونو افغانان دې هوایي ډګر ته ورغلي دي او غواړي چې له افغانستانه ووځي. د امریکا متحد ایالاتونو او متحدانو یې نن له خلکو وغوښتل چې د یوه ترورستي برید د ګواښ له امله دې د کابل له هوایي ډګره لېرې شي. رویټرز اژانس څرګندوي چې دا تهدید د داعش له لوري متوجه دی. په کابل کې د حامد کرزي له ډګره د دې احتمالي برید خبره په داسې وخت کې کېږي چې غربي ځواکونه هڅه کوي تر وسه وسه چې څومره ممکن وي هغومره کسان... Читать дальше...
یوه افغان خبریال زیار خان یاد ویلي چې طالبانو دی او د ده همکار کمره مین وهلي دي. یاد په کابل کې له طلوع نیوز خصوصي ټلوېزیون سره کار کوي. هغه ویلي چې د کابل شهرنو سیمې ته د راپور جوړولو لپاره ورغلی وو خو طالبانو پرې ګوزارونه وکړل: "کله چې موږ مرکې وکړې او د ویډیويي راپور لپاره تصاویر اخیستل په دې حالت کې طالبان راغلل. پرته له دې چې له موږ پوښتنه وکړي چې تاسو څوک یئ؟ په ما باندې یې ګوزارونه وکړل. له ما یې موبایل واخیست. زما له کمره مین څخه یې کمره واخیسته. موږ چې ورته کله کارتونه ښکاره کړل چې موږ خبریالان یو. Читать дальше...
د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین په افغانستان کې پر روانو حالاتو خبرې کړې دي. د پاکستان د یوې سرکاري خبرپاڼې تر مخه، پرون (د اګست پر ۲۵مه) له پوتين سره په دې ټېلیفوني خبرو کې عمران خان وويل چې پاکستان په افغانستان کې د راولاړېدونکي صورتحال د هواري لپاره د "ټرایکا پلس" رول اړين ګڼي. نوموړي زیاته کړه چې یو باثباته، خوندي او سوله يیز افغانستان د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره ډېر مهم دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو مشرانو د افغانستان... Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو له کنټرول وروسته زیاتره افغان نجونې او مېرمنې د خپل راتلونکي او په خاصه توګه د زده کړو په اړه اندېښنې لري، خو یوه امریکايي مېرمن " اېلیسن رینو" وايي دا نجونې ورته د خپلو لوڼو په څېر ښکاري. نوموړې وايي کله چې د افغانستان له حالاتو خبره شوه نو د دوی په اړه سخته اندېښمنه شوه. د روباټ ملي ټيم دغه ۱۰ نجونې د مېرمن رینو په مرسته له هېواده په وتلو کې بریالۍ شوې خو اوس هم د روباټ جوړوونکي افغان ملي ټیم لږ تر لږه ۲۵ نورې نجونې په افغانستان کې پاتې دي چې له دې هېواده د ویستلو لپاره یې د رینو هڅې دوام لري. Читать дальше...
د میدان وردګو ولایت ځینې اوسیدونکي وایي چې په یاد ولایت د طالبانو د ولکې له ټینګېدو وروسته امنیت ښه شوی، خو کار او کسب نشته. دوی له طالبانو غواړي چې کاري زمینې برابرې کړي، څو خلک خپل ژوند په ښه توګه سرته ورسوي. عطاء الله د میدان ښار اوسیدونکی دی، ده تر ۱۴ ټولګي زده کړې کړي، خو اوس یې په میدان ښار کې هټۍ خلاصه کړې او نجاري کوي. دی وايي: "د زراعت برخه کې مې زده کړې، پوهېږم چې دې ولایت کې ستونزې زیاتې دي څوک یې نه حلوي، ځکه زده کړو ته اوس څوک ارزښت نه ورکوي نو اوس مې خپل شخصي کاروبار ته مخه کړې،... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د پنجشیر ولایت په اړه لا هم طالبان او د ملي مقاومت جبهه کومې نهایي پرېکړې ته نه دي رسیدلي، خو دواړه خواوې وایي چې دا ستونزه باید په سوله ییزه توګه هواره شي. د دواړو خواوو پلاوو د الماس زاهد او امیرخان متقي په مشرۍ پرون د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې په دې اړه سره جرګه شول. د ملي مقاومت جبهې د پلاوي غړي محمد علم ایزدیار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دواړو لورو پرېکړه کړې چې تر بیا خبرو به پر یو بل حملې نه کوي: "خبرې په ښه ډول ترسره شوې. دواړو خواوو په سوله ییز حل ټینګار کاوه. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ خونو فدارسیون وايي، له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې چې طالبان کابل ته ننوتلي د شمال له سوداګریزو بندرونو واردات په ټپه درېدلي. د دغو خونو مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د حیرتان، اقینې او په نورو سوداګریزو بندرونو کې لسګونه سوداګریز واګونونو بند پاتې دي. ښاغلی الکوزی زیاتوي: "د افغانستان له شمالي سوداګریزو بندرونو منځنۍ اسیا ته صادرات روان دي، خو په بندرونو کې د منظم مالي سیسټم د نه موجودیت له امله واردات په ټپه ولاړ دي." نوموړی زیاتوي چې له سوېل او سوېل لویدېځ سوداګریزو... Читать дальше...
هغه افغان ماشومه چې د امریکا په یوه پوځي الوتکه کې زیږيدلې 'ریچ' نوم پرې ایښودل شوی دی. ریچ د همدغې پوځي الوتکې نوم و چې دغه افغانان په کې له کابله امریکا ته لېږدول کېده. د امریکا یوه لوړپوړي جنرال تاد ولټز ویلي، پر دې ماشومې دا نوم د هغې د مور او پلار له خوا ایښودل شوی دی. تر اوسه د څه باندې دوه اتیا زره افغانانو له ډلې چې افغانستان یې پریښی سل تنه یې بیړنۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړې او دې لاره کې درې ماشومان زیږېدلي دي.
تېره ورځ او نن په افغانستان کې کابل بانک پرانیستی و او ځینو کسانو ته یې د معاشونو په ګډون اېښودل شوې پیسې ورکړي. د کابل بانک ځینو کار کوونکي چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، نن پنجشنبه ( د وږې په ۴مه) ازادي راډيو ته وویل، هغه کسانو ته یې چې په بانک کې یې پیسې وې، تر۳۰ زرو پورې افغانۍ ویشلې دي. نوموړي زیاته کړه چې د بانک کار کوونکو هم خپل معاشونه واخیستل او نن هم بانک پرانیستی دی. یادې سرچینې زیاته کړه، پر بانک له حده زیاته ګڼه ګوڼه وه، خو پیسې پکې کمې وې. طالب چارواکو وړمه ورځ اعلان وکړ... Читать дальше...
امریکا او نورو لویدېځو هېوادونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره د کابل د هوایي ډګر له شااوخوا سیمو لېرې شي. کابل کې د امریکا سفارت او دغه راز د بریټانیا د بهرنیو چارو دفتر په جلا- جلا خبرپاڼو کې دغلته د امنیتي ګواښ او ترهګریز برید د احتمال خبر ورکړی دی. اسټرلیا هم خپلو اتباعو او هغو کسانو ته خبرداری ورکړی چې د اسټرلیا ویزې لري او ویلي یې دي، د دې ګواښ کچه لوړه ده. دوی له خپلو اتباعو غوښتي چې د هوایي ډګر له شااوخوا سیمو لېري او خوندي ځایونو ته دې ځانونه ورسوي. د کابل هوایي ډګر شااوخوا لا هم زرګونه کسان بهر ته د تګ شېبې شماري. Читать дальше...