د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تأیید کړې چې د کابل له هوايي ډګر دباندې یوه چاودنه شوې ده.
ښاغلي کربي دا خبره شېبه مخکې په خپل ټویټر لیکلې. هغه زیاته کړې د دې پېښې د مرګژوبلې په اړه لا جزئیات نهشته.
کربي ویلي همدا چې جزئیاتیې ترلاسه کړل شریک بهیې کړي.
اخوا ځینو نورو رسنیو له هغې ډلې الجزیرې راپور ورکړی چې په کابل هوايي ډګر کې تر چاودنې وروسته د سختو ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.
تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي و چې د داعش یا اسلامي دولت ډلې لهخوا په کابل هوايي ډګر باندې د یوه برید په تړاو قوي ګواښونه ور رسېدلي دي.
د کابل هوايي ډګر ته لسګونه زره کسان په دې خاطر ورټول دي چې له افغانستانه ووځي.
امریکا او ځینو نورو اروپايي هېوادونو بیا نن خپلو اتباعو ته ګواښ کړی وو چې د کابل هوايي ډګر څخه دې لیرې شي.