د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به نن دوشنبه (د وږې په ۸مه) په یوه مجازي غونډه کې د افغانستان په اړه د خپلې پالېسۍ د همغږي کولو په اړه خبرې وکړي.
دې وزارت پرون یکشنبه په یوه بیان کې وویل چې په دې غونډه کې به د متحده ایالاتو مهم شریکان ګډون وکړي.
په پام کې ده چې د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا، ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزیران او دغهراز د اروپایي ټولنې او ناتو استازي ګډون وکړي.
د بیان له مخې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به له افغانستانه د خلکو د لېږدولو لپاره د دوو اوونیو د مأموریت او وړاندې د نورو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر ته یوه ورځ پاتې ده.
سبا سې شنبه د اګسټ ۳۱مه د دغو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه ده.