د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون یکشنبه خبرداری ورکړ چې اېدا توپان د خلکو ژوند ته یو ګواښ پېښ کړی او لویې ویجاړۍ به رامنځته کړي.
روېټرز خبري اژانس د بایډن په حواله ویلي چې دا توپان به د څو اوونیو په مخه د هغو کسانو برېښنا پرچاو کړي چې د امریکا خلیج ته په نږدې سواحلو کې ژوند کوي.
امریکایي چارواکي مخکې له مخکې د زیانمنېدونکو کسانو لاسنیوي ته لاس په کار شوي او ویلي یې دي، لسګونه زره هغو کسانو ته پناهځای جوړوي چې له خپلو کورونو بېځایه کېږي.