طالبان وایي چې مشر یې ملا هبتالله اخندزاده په کندهار کې دی او افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت له پای ته رسېدو وروسته به کندهار کې یوه لویه غونډه جوړه کړي.
د ازادي راډیو خبریال د طالبانو د ځایي سرچینو په حواله وایي چې دې غونډه کې به د راتلونکي نظام د جوړېدو او څرنګوالي پر لارو چارو خبرې کېږي.
د کندهار په واټونو کې هم د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندزاده انځورونه لیدل کېږي چې دغه ښار ته د هغه د هرکلي په هدف بند شوي دي.
پرون د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم ازادي راډیو ته وویل چې مشر یې کندهار کې دی او مناسب وخت کې به ولس ته ځان ښکاره کړي.