په ارزګان کې د خلکو اختریزې میلې په شور او شوق سره لمانځي. دا ولایت چې جګړو ډېر ځپلی، خلک يې درې ورځني اوربند ته ډېر خوښ دي. ارزګان کې یو شمېر خلک د اختر په ورځ اتڼونه کوي، سمیه ییزې سندرې وايي، په ښار او بازارونو کې پلې ګرځي او تمبل وهي. دوی د افغان جګړې له ښکېلو غاړو د دایمي اوربند هيله لري. په دې اړه نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
د مشال راډیو ګلالیو اورېدونکو، د اختر په مناسبت مو پرلیکه (ان لاین) مشاعره جوړه کړې وه چې پکې له سواته نوره احساس، له کوټې عصمت زهیر، له العینه دیدار وزیر، له کراچۍ ماښام خټک، له پېښوره فضل مومند، له دوحې ګلاب خان ګلاب له کلا سیف الله روزي خان شوق او له وزیرستانه محب وزیر برخه واخېسته. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی.
اسراییلي الوتکو نن سهار بیا پر غزې بمبارۍ وکړې او د حماس ډلې وسله والو په ځواب کې د اسراییل پر لور توغندي وویشتل. په یوه برید کې یوه نهه پوړې ودانۍ چې د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس او څو نورو رسنیو دفترونه په کې وو، نړول شوې ده. فلسطیني روغتیاپالان وایي په یوه هوایي حمله کې لږ تر لږه ۱۰ کسان چې ټول د یوې لویې کورنۍ غړي وو، د غزې په شمال کې او په لویدیځه غاړه کې په پرونیو نښتو کې ۱۱ کسان وژل شوي دي. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ماښام په یوه ویډیويي پیغام کې د حماس او نورو فلسطیني ډلو پر ضد د حملو د دوام ګواښ وکړ... Читать дальше...
د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش ګوند لسګونه پلویانو نن شنبه (د غويي ۲۵مه) د فاریاب لپاره د نوي والي د ټاکلو په غبرګون کې د ولایت د ودانۍ دروازه بنده کړه. مظاهره چیانو چې د والي د دفتر مخې ته یې د پرلت خېمې وهلي، خبرداری ورکړی چې خپل اعتراض ته به تر هغه دوام ورکړي چې غوښتنې یې ومنل شي. دوی وايي چې د فاریاب د نوي والي په توګه د محمدداوود ټاکنه نه مني. اعتراض کوونکي همدا راز وايي چې په پام کې وه نن ښاغلی داوود خپلې دندې ته حاضر شي خو الوتکې ته یې د کېناستو اجازه ورنه کړل شوه. دولتي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ایران د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې، د دې هېواد د قضا مشر چې له تُندلارو روحانیونو څخه دی، ځان کاندید کړی. ابراهیم رییسي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سره نژدې اړیکي لري نن شنبې د احتمالي کاندیدانو د ثبت په وروستۍ ورځ اعلان وکړ چې د جون د اتمې په انتخاباتو کې به ودرېږي. احتمالي کاندیدان شورای نګهبان تاییدوي او تمه ده چې دا شورا د روانې مې میاشتې په ۲۷مه نېټه د کاندیدانو وروستی فهرست اعلان کړي. د احتمالي کاندیدانو په فهرست کې د پارلمان پخوانی رییس علي لاریجاني چې له... Читать дальше...
د انګلستان د فوټبال دوه نامتو لوبډلې چلسي او لیسټر سیټي نن د انګلستان د 'FA' کپ د لوبو په لړۍ کې د سیالۍ ډګر ته ننوځي. تمه ده چې د کابل پر وخت د شپې په پنځلس کم نهو بجو نژدې ۲۰۰۰۰ کسان د لندن په ویمبلي لوبغالي کې او د نړۍ شااوخوا یو میلیارد خلک پر ټلوېزیونونو د دې لوبې ننداره وکړي. لیسټر سیټې هېڅکله د FA کپ اتلولي نه ده ګټلې، خو چلسي لوبدله که نننۍ لوبه وګټي نو د نهم ځل لپاره به د اتلولۍ کپ ترلاسه کړي.
په مالاکنډ کې ولسي استازي او د حقونو فعالان وایي په بونیر، کوز دیر، سوات او باجوړ کې وسله والو ډلو بیا خپلې هلې ځلې پیل کړي دي او د خپلې سخت دریځې ایجنډې د لاندې د خلکو نه چندې او د جګړې لپاره مرستې غواړي. د کوز دیر وسیدونکی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال شاه خالد محمد د مې پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې په دې کې هغه ډلې هم دي چې د حکومت له خوا ورباندې بندیزونه لګول شوي دي. "په ملاکنډ ، چکدره او خواوشا سیمو کې د جیش محمد هلې ځلې ډیرې دي او زما په خیال ددوی نه بغیر بله جهادي ډله دلته نه راځي. Читать дальше...
کونړ کې یو شمېر ځوانانو د کنډو کپر سړکونو او لارو کوڅو د جوړولو لپاره یو ټولنیز کمپاین پیل کړی دی او غواړي له دې لارې خلک د ټولګټو پروژو ساتنې ته وهڅوي. د سړک ترمیم کوونکي رضا کارې ډلې مشر امان الله سالارزی وايي، دا کار يې ځکه پیل کړی چې څو خلک او حکومت په دې وپوهېږي چې سړک جوړول او ساتل غواړي، نو ځکه يې په خپل شخصي لګښت د سړک جوړولو ته لستوڼې بډ وهلي دي . سالارزي زیاته کړه: "موږ دا کار د دې لپاره پیل کړی څو خلک او حکومت په دې پوه شي چې د سړکونو جوړول او ساتل د ټولو شریک کار دی او باید وساتل شي. Читать дальше...
د خیبر ضلعې چارواکي وايي، د کورونا له وجې په افغانستان کې د ایسار پاتې پاکستانیو وګړو ستنېدنه پیل شوې ده. دا کسان د تورخم په لاره د پاکستان لوري ته اوړي او د چارواکو په وینا تر اوسه ۹۰۰ کسان ستانه شوي چې پکې د شپږو تنانو د کورونا ټیسټونه مثبت راغلي دي. چارواکي وايي، دا کسان په لنډي کوتل روغتون کې قرنطین کړل شوي او چې د کورونا ازموینه یې منفي نتیجه ورکړي نو هله به پرېښودل کېږي چې کورونو ته لاړ شي. په تورخم کې د کورونا د کنټرول مرکز انچارچ ډاکټر احسان الله مشال راډیو ته وویل، د کومو شپږو کسانو... Читать дальше...
د افغانستان روغتیا وزارت وایي، د دوی له لارښونو سره- سره بیا هم خلکو د کوچني اختر په ورځو کې د لیدنو او يو بل کره د تګ راتګ پر مهال د کرونا وبا د مخنیوي په هدف روغتیایي لارښوونې سمې په پام کې نه دي نيولي. د عامې روغتيا وزارت مرستيال ميرويس عليزي د شنبې (د غويي ۲۵مه) په ورځ ازادي راډيو ته وويل، وضعيت ته په پام ښايي تر اختر وروسته په دې ويروس د اخته کسانو شمېر زيات شي. عليزي زیاته کړه: "زه له خلکو هیله کوم چې د روغتیا وزارت پیغامونه په پام کې ونیسي، اوس د اختر په ورځو کې کم خلک د کرونا ویروس ټېسټ... Читать дальше...
د پاکستان حکومت په ملک کې د کورونا ناروغۍ د مخنيوي په غرض په وروکی اختر کې ټولبند اعلان کړی چې له مخې یې د ښارونو دننه او بهر د ګاډو پر تک راتګ او د سيلګرۍ ځایونو ته پر ورتګ بنديز دی چې له کبله یې ځايي ځوانان اړ شوي چې په خپلو سیمو کې د سیل ځایونه ولټوي. د مردان سپینکۍ سیمې ته هم ځوانان د ساعت تېرۍ لپاره ورځې. نور حال د عظمت علي شاه په دي ويډيويي راپور کې.
په وروستیو دوه اونیو کې د برېښنا د ۱۳ پایو له الوځولو وروسته اوس د افغانستان برېښنا شرکت له امنیتي ارګانونو او خلکو د برېښنا د پایو د ساتنې په تړاو همکاري غواړي. د دغه شرکت ویاند سنګر نیازي د شنبې (د غويي ۲۵مه) په ورځ ازادي راډیوته وویل چې دغه پایې په وروستیو دوه اونیو کې د ماینونو په وسیله الوځول شوي دي. ښاغلي نیازي زیاته کړه: "په وروستیو دوه اونیو کې د برېښنا ۱۳ پایې د افغانستان د دښمنانو له خوا الوځول شوي دي، باید وویل شي چې د الوځول شوېو پایو د هرې یوې په بېرته رغونې سل زره امریکایي ډالر... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پر فلسطینیانو د اسراییلو وروستۍ حملې غندلي او ویلي یې دي چې دا تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. په هغه بیان کې چې د بهرنیو چارو وزارت نن خپور کړ راغلي چې ښاغلي اتمر د فلسطین د بهرنیو چارو له وزیر ریاض المالکي سره په ټیلیفوني خبرو کې د روژې او اختر په ورځو کې پر فلسطینیانو د حملو او یرغلونو دوام غندلی او په دې سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي بندیدو غوښتنه یې کړې. د اسراییلو پوځ له تېرو څو ورځو راهیسې د غزې پر تړانګه هوايي حملې کړي چې په ترڅ کې یې د... Читать дальше...
اروپايي ټولنې پر روسیې له دې کبله انتقاد کړی چې امریکا او چک جمهوریت یې غیر دوست هېوادونه نومولي دي. د روسیې حکومت پرون د مې په څوارلسمه نېټه د غیردوست هېوادونو لېست خپور کړ او ژمنه یې وکړه چې که نور هېوادونه هم غیر دوستانه چلند وکړي نو پر وړاندې به یې ورته اقدام وشي. د دې نومونې په نتیجه کې امریکا په روسیه کې په خپل ډیپلوماتیک ماموریت کې سیمه ییز کار کوونکي نه شي ګومارلی او د چک جمهوریت لپاره د سیمه ییزو کار کوونکو پر شمېر محدودیت لګول کېږي. د اروپايي شورا مشر شارل مایک نن شنبې د روسیې... Читать дальше...
په اوکراین کې نن په دوهمه نړیواله جګړه کې د یهودانو د ګڼې وژنې د یوې لویې پېښې په یاد له لرګیو جوړه کنیسه پرانیستل شوه. د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال Denys Shmyhal په بابین یار دره کې د دې یادګاري ودانۍ د پرانیستو پر مهال وویل دا سمبولیکه کنیسه د ټولو هغو کسانو یاد ته د درناوي لپاره ده چې په هغه سیمه کې وژل شوي دي. دا یهودي عبادتځای چې د یوه پرانیستي کتاب په بڼه جوړ شوی په نقشونو او لیکلو دعاګانو ډیزاین شوی دی او دننه د لویدیځ اوکراین د لرغونو کنیسو په بڼه جوړ شوی دی. د دې کنیسې د پرانیستو... Читать дальше...
له طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی د کابل په یوه روغتون کې ومړ. د هرات یوه سیمه ییز چارواکي چې نه غواړي هویت یې افشا شي او د نیازي د کورنۍ غړو له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړی دی. عبدالمنان نیازی تېره اوونۍ په یو برید کې له سخت ټپي کېدو وروسته لومړی د هرات حوزوي روغتون او وروسته کابل ته ولېږدول شو. د هرات د سیمه ییزو چارواکو په وینا نیازی د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شوی و. د ملا محمدرسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې په ۲۰۱۵ کال کې خپل موجودیت اعلان کړ.
د ازادې اروپا راډیو مشر جيمي فلای د ازادو رسنيو پر وړاندي د کرېملېن پر زياتيدونکو هڅو نيوکې وکړي او د روسيې د بهرنيو چارو وزات هغه وروستي دعوې يې هم رد کړې چې وايي، د بهرني ايجنټ قوانين په ازادو ټولنو کې د رسينو د جمعيت پر وړاندې يو ډول عکاسي کوي.
د اسراییل جازونو پر غزه نوې هوايي حملې کړي دي او د حماس وسله والو پر اسراییل راکټې ویشتي دي. دا په داسې حال کې ده چې د دواړو خوواو تر منځ جګړه په پنځمه ورځ روانه ده.
دا دوه کورونه د دلیپ کمار او راج کپور دي چې بیه یې دوه کروړه او څه باندې درې مېلیونه ټاکل شوې ده.
د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې یو مکتب سوځول شوی. د هلمند د امنیه قوماندانۍ ویاند زمان همدرد په یو بیان کې چې نن خپور شو ویلي چې د نهر سراج ولسوالۍ د سمینار سیمې ښوونځی تېره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا وسوځول شو. ښاغلی همدرد وايي چې وسله والو د ښوونځي ودانۍ او کتابونو ته اور اچولی. په هغو تصویرونو کې چې له دې بیان سره یوځای استول شوي ښکاري چې د درسي کتابونو ترڅنګ د قرآنکریم نسخې هم سوځېدلي. د افغانستان په ناامنه سیمو، په تېره په جنوبي ولایتونو کې مخکې له دې هم ښوونځي سوځول شوي خو مسوولیت یې تر ډېره چا نه دی منلی.
په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له پرونۍ کتنې وروسته اوس د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د هېواد روانه کشاله د خبرو له لارې حل کېدونکې ده. د دې شورا ویاند فریدون خوځون نن ازادي راډيو ته وویل، افغان مرکچي پلاوی د خبرو لپاره پوره چمتوالی لري. خوځون زیاته کړه:" د افغانستان د روانې کشالې د حل لپاره د خبرو دوامداراه او مانا داره دوام دی، د افغانستان اسلامي جمهوریت کاملاً چمتو دی چې دا خبرې پرمخ یوسي او موږ په دې عقیده یو چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد تمرکز په خبرو ډېر شي. Читать дальше...
د اسرایلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ بېګا د جګړې پنځمه شپه وه. د فلسطین روغتیایي چارواکو ویلي، د شپې پرمهال د غزې په شمال کې د هوایي بریدونو له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي. پرون هم فلسطیني چارواکو وویل چې په لویدیځه غاړه کې د اسراییلي پولیسو او فلسطیني مظاهره کوونکو ترمنځ اخ او ډب کې ۱۱ تنه وژل شوي او پنځوس نور په ربړۍ او اور غورځونکو ګولیو ټپيان شوي دي. د شپې په اوږدو کې د اسراییل په دوو لویو جنوبي ښارونو کې د خطر زنګونه وهل کېدل او د حماس له خوا د توغندیو د ویشتلو خبرداری یې ورکاوه. ... Читать дальше...
د رویت هلال کمېټۍ پخواني مشر مفتي منیب الرحمان د مې پر ۱۳مه په کراچۍ کې د اختر د لمانځه د خطبې پر مهال پر خلکو غږ وکړ چې یوه قضايي روژه دې ونیسي ځکه چې د هغه په وینا د رویت هلال کمېټۍ پرېکړه ناسمه وه او هغوی یوه ورځ وړاندې اختر کړی دی.
د افغان حکومت مرکچي پلاوي په دې اړه په خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې په نننۍ ناسته کې له کوچني اختر وروسته ''د مذاکراتو پر پیل او جاري ساتلو ټینګار '' وشو.
د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې خیاطان وايي، د پخوانیو کلونو پرتله یې د کار او بار بازار سوړ و. د مرکز اسعداباد کې محمد نقیب د جامو، پکولونو او واسکټ ګنډلو هټۍ لري وایي: "تېرو اخترونو کې موږ ۱۰۰-۱۵۰ جوړې جامې ګنډلې، خو اوس ۵۰-۶۰ جوړه جامې ګنډو، حالات خراب شوي او امنیت هم نشته، جګړو د خلکو اقتصاد کمزوری کړی دی." د اسعداباد ښار یو بل هټیوال محمد اسماعیل هم ورته ستونزه لري: "سږکال جګړو زور اخیستی، خلک يې غربت سره مخ کړي، تېر کال به موږ په ورځ کې ۱۵-۱۸ جوړه جامې ګنډلې، خو سږ کال دغه اندازه یوازې ۸... Читать дальше...