Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Май
2021

Новости за 21.05.2021

Mashaalradio.com 

پاکستان کې له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره لاریونونه شوي

د مې پر ۲۱مه، د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره لاریونونه او غونډې وشوې. د واکمن تحریک انصاف سیاستوالانو هم په لاریونونو کې ګډون وکړ او د اسراییلو او فلسطین ترمنځ یې د شخړې د هواري غوښتنه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې د مې پر ۲۱مه د غزې تړانګې پر وخت د شپې دوه بجې د اسراییلو او حماس ترمنځ اوربند عملي شو. د نړیوالو په هڅو دا اوربند د دواړو خواوو ترمنځ تر ۱۱ ورځو جګړو وروسته وشو. ویډیويي رپورټ.

Mashaalradio.com 

د تحریک انصاف ګوند دننه اختلافات څه نتیجې لرلای شي؟

د پاکستان وزيراعظم او د تحريک انصاف مشر عمران خان د مې پر ۱۹مه په پېښور کې د خبري غونډې پر وخت د چا نوم ياد نه کړ خو ویې ويل چې له "مافیاګانو" سره د ملي جوړجاړي لنډمهاله قانون "نیشنل ريکنسيليېشن اورډېننس یا اېن ار او" نه خپروي.

Mashaalradio.com 

چمن ښار کې په یوه چاودنه کې درې تنه وژل شوي

چاودنه د مې پر ۲۱مه د جمعې تر لمانځه وروسته پر داسې مهال شوې چې له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره د جمیعت علمای اسلام ګوند پلویانو لاریون له مرغې بازاره تېرېده.

Pa.azadiradio.com 

کیلاشیان ولې په مړو نڅا کوي؟

د خېبر پښتونخوا د چترال سیمې په کره‌کال کلي کې د دغه لږه‌کیو دود داسې دی چې په مړو د ساندو په ځای نڅا او موسیقي غږوي. دوی اسلام دین د دې لپاره نه‌مني چې خپل دغه دود به ترې پاتې شي. نور جزئیات په دغه راپور کې ووینئ.

Mashaalradio.com 

اسراییلو او حماس اوربند وکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا اوربند د امریکا، مصر، فلسطینۍ ادارې او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو د هغو پرله پسې هڅو نتیجه وه چې هدف یې د تېرو کلونو په څېر د کړکېچ د دوامداره کېدو مخنیوی وو.

Mashaalradio.com 

طالبان دې جګړه ودروي: محمود خان اڅکزی

د مې پر ۲۰مه په کوټه کې د خپل ګوند د پخواني مخکښ سیاستوال او سېنېټر عبدالرحیم خان مندوخېل د څلورم تلین په اړه غونډې ته په وینا کې د افغانستان اوږدمهاله جګړه د افغانانو د توکموژنه وبلله.

Mashaalradio.com 

د غنمو ګېډي څنګه پخېږي؟

د پښین د کلیوالو سیمو اوسېدونکي هر کال د غنمو پخېدو په ورځو کې د غنمو د ګېډۍ مېله کوي. دوی د غنمو وږي پرې کوي، په اور یې پخوي او بیا یې ګډ سره خوري. د ګېډیو مېلې په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

وال سټریټ ژورنال: ولې د بګرام اډه له لاسه ورکوو؟

وال سټریټ ژورنال 'ولې د بګرام اډه له لاسه ورکوو؟' وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې د خپرې کړې مقالې په پیل کې لیکي، د بایډن د ادارې پرېکړه چې ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه باسي ښایي یو مهم ستراتېژیک ځای، د بګرام هوایي اډه له لاسه ورکړي. له کلونو راهیسې د هوا له لارې له دې اډې د امریکایانو او افغان پوځیانو  ملاتړ کېده.  د بګرام هوایي اډه شااوخوا ۶۴ کیلومتره د کابل ښار شمال ته پرته ده. د وال سټریټ ژورنال په مقاله کې راغلي چې د بګرام هوایي اډه په شااوخوا ۳۰ مایل مربع مساحت کې پرته... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus