په هنګري کې یوه حامله مېرمن چې په کووید۱۹ ناروغۍ اخته شوې وه، د خپل ماشوم له زېږولو وروسته د څلوېښتو ورځو لپاره په کوما کې وه. هغه چې له مودو وروسته په سد شوې او اوس کولای شي خپل ماشوم په غېږ کې ونیسي د خپل ماشوم لپاره د ناپسوګار نوم خوښ کړی. ناپسوګار په هنګري ژبه کې د لمر د رڼا په معنا ده. د دې مېرمنې معالج ډاکټران وايي چې معجزه یې په خپلو سترګو لیدلې ده.
د امریکا او روسیې د بهرنیوچارو وزیرانو د چارشنبې په ورځ په ایسلنډ کې خپلو کې ولیدل او د خبرو یوه برخه یې پر افغانستان را څرخیده. انټوني بلینکین او سرګي لاوروف همدا راز د دې دوو سیالو هیوادونو د ولسمشرانو د احتمالي کتنې، د ایران او شمالي کوریا د اټومي پروګرامونو په اړه هم خبرې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له سرګي لاوروف سره دا د بلینکن لومړنۍ لیدنه وه.
د نورستان سیمهییز چارواکي وایي د شپږو زرو تر ۱۰ زرو سیلانیان سږ کال د تفرېح لپاره دې ولایت ته ورغلي دي. نورستان په افغانستان کې د سمسورو ولایتونو له ډلې دی، دا ولایت تېر کال د حکومت له لوري د ملي پارک په نوم هم نومول شوی دی.
سیګار د یوناما هغه اټکل ته اشاره کړې چې وایي، د امنیتي ملحوظاتو له امله د روغتیایي مرکزونو د تړل کېدل تر درې مېلیونه پورې افغانان له اړینو روغتیایي خدمتونو بې برخې کړي دي.
په کندز ښار کې د ښځو لپاره د تشنابونو نشتوالی، ښځې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي، د دې ولایت ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې تېرو دوو لسیزو کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د بیارغونۍ په برخه کې په میلیونونه ډالره مرسته وکړه، خو لا تر اوسه په کندز ښار کې د ښځو لپاره تشنابونه نه دي جوړ شوي. دوی وايي، دې مسئلې د دې ولایت اوسیدونکي په تېره بیا هغه ښځې چې له لېرو پرتو سیمو ښار ته راځي له جدي ستونزو سره مخامخ کړي. د دې ولایت یوې اوسېدونکې زهرا کاکړ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ ښار کې اوسیږو،... Читать дальше...
کندهار ښار ته رابې ځايه شوې کونډې مېرمنې اړ شوي چې د خپلو اولادونو د روزنې لپاره خلکو ته د سوال لاس وغځوي او وايي، جګړو ورڅخه د کورنۍ سرپرستان اخیستې او ځينې یې معلول کړي چې له امله دوی اړ شوي، له کورونو ووځي او خيرات ټول کړي. راضيه هغه ځوانه مېرمن ده چې د خپلو پنځو اولادونو د روزنې لپاره د کندهار ښار پر سړکونو ګرځي او خيرات ټولوي. نوموړې وايي، د جګړو له امله مجبوره شوې چې د خپلو اولادونو او معلول خاوند سره يوځای کندهار ته راشي، خو په وینا یې دلته نه شي کولی اولادونو ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي،... Читать дальше...
هند د کورونا وایرس وبا له وجې د ناورين ترڅنګ اوس د سمندري توپان د زیانونو سره هم مخامخ دی. د مې تر ۱۹مې د تېرو دوو ورځو بارانونو او سيلۍ په هند کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژلي او په سلګونو کورنۍ یې بې کوره کړې دي. د هند په ګاونډي پاکستان کې د کراچۍ هغه اوسېدونکي هم له دې توپانه زيانمن شوي چې د سمندر پر غاړه مېشت دي. د هند پوځ په ځينو سيمو کې د هېلېکاپټرو له لارې خلک خوندي ځايونو ته رسولي خو لا هم ځينې خلک د ژغورنې په انتظار دي. نور حال یې د رویټرز خبري اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د سوات کروندګر وايي، د مې پر ۱۳مه ږلۍ یې د شفتالانو حاصلات خورا زیات زیانمن کړي دي. د کرنې ادارې چارواکي وايي، باغوانانو ته تر ۳۵ کروړه روپیو زیات تاوان رسېدلی چې حکومت یې د پوره کولو توان نه لري. ویډيويي رپورټ.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دغه هېواده د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو په لاس د افغان حکومت د سقوط په اړه اندېښنې رد کړې. په ورته وخت کې، په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر ویلي چې طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مسؤل دي.