واشنګټن اګزمېنر واشنګټن اګزمېنر د افغانستان د روانې جګړې په اړه مقاله خپره کړې ده. مقاله په دې پوښتنه پیلېږي چې ایا د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغانستان د امنیت له پلوه پر خپلو پښو ودرېږي که نه؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د مقالې لیکوال لیکي چې دا په دوو مواردو پورې تړاو لري. یو دا چې ایا شااوخوا درې لکه افغان ځواکونه پر طالبانو برلاسي کېدای شي او ایا طالبان په افغانستان کې د سولې په خاطر له خپلو ظالمانه تاکتیکونو لاس اخیستلای شي. په مقاله کې د امریکا استازو جرګې ته د سې شنبې په ورځ د... Читать дальше...
افغان ولسمشر اشرف غني د تخت استالف تاریخي هوټل چې نوی رغول شوی، پرانیست. ولسمشر غني وویل، استالف ځانګړی اهمیت لري چې د ده په وینا له پخوا زمانو راهیسې د تفرېح او کاروبار یو مرکز و. د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې دغهراز ویل شوي چې ولسمشر غني د دې ولسوالۍ د مشرانو هغه غوښتنه چې دا ولسوالۍ دې لومړۍ درجې ته لوړه شي، ومنله او د چارو ادارې عمومي ریاست تهیې لارښوونه وکړه چې د تاریخي مخینې په ساتلو سره د استالف بازار د بیا رغونې لپاره یوه درسته طرحه جوړه کړي. د تخت استالف هوټل د... Читать дальше...
د افغانستان سولې لپاره د اسلامي او عربي هېوادونو ترمنځ ګډه ناسته وشوه. دغه ناسته چې په کابل کې د ترکیې، اردن، فلسطین، مصر، لبنان او عراق د استازو، د افغانستان حج او اوقافو وزارت او علماوو شورا په ګډون په انلاین ډول وه، یو ځل بیا د افغانستان جګړه ناروا وبلل شوه او د افغان جګړې پر ژر ختمېدو ټینګار وشو. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویاند فضل محمد حسیني د دغې ناستې د جوړېدو د هدف په اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دې غونډه کې د دیني علماوو د رول په اړه خبرې وشوې چې دوی یې د ستونز د... Читать дальше...
روسيې د دغه قانون له لارې د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ له مياشت راهيسې پر ازادې اروپا راډيو او اندرې شېري په لکونو ډالره جرمانه لګولې.
کابل چې د رسمي شمېرو له مخې د شااوخوا څلور نیم ملیونه اوسېدونکو په درلودلو سره یو ګڼ مېشتی ښار دی پهکې ډېرو داسې ودانیو چې د ښاري پلان له مخې نهدي جوړې شوي ښاري نظم او د وګړو کنټرول له ستونزو سره مخ کړی دی. تازه کابل ښاروالۍ پرېکړه کړې چې په دې ښار کې د ښاري نظم د راوستو په هدف د هغه پلورونکو مالونه ضبط کړي چې په پلیو لارو او دغهشان د سړک په سر د پلور لپاره ایښودل شوي وي. کابل ښاروالۍ ویلي چې دغه توکي به له ضبط وروسته په بېوزله او اړو خلکو وېشل کېږي. د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وايي... Читать дальше...
د تاجکستان په ختلان سیمه کې د دلنوزا ماماتوا په نوم یوې مېرمنې پنځه غبرګوني ماشومان زېږولي دي. د دې ټولو ماشومانو روغتیا د ډاډ وړ ده، خو کورنۍ یې وایي، دا چې پلار یې بېکاره دی نو پالنې یې له ستونزو سره مخ کړي دي. نور جزئیات په دې راپور کې.
د هند چارواکو د دې پخلی کړی چې د هېواد په سيندونو کې د کورونا له وجې د مړیو شویو کسانو مړي مېندل کېږي. دوی وايي، ښکاري داسې چې په شمشان ګاټونو د زياتو مړیو د بوج يا يې د لوړو بيعو له کبله خلک د خپلو خپلوانو مړي اوبو ته غورځوي. پر دې اړه نور تفصيل د اسرار عالم مومند په ويډيويې راپور کې چې د رويټرز له ويډيوګانو يې جوړ کړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو پر هغو څرګندونو انقره په غصه شوې چې د یهودانو په اړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان وروستۍ څرګندونې یې د یهودانو ضد او ناوړه څرګندونې بللې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبې په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات د اردوغان دغه څرګندونې په کلکه غندي او زیاتوي د یهودانو ضد ویناوې په هېڅ ځای کې ځای نهلري. ترکیې د امریکا دغه تورونه رد کړي او د اردوغان یوه ویاند عمرچیلیک هغه درواغ بللي دي. د ترکیې ولسمشر اردوغان چې د فلسطینیانو کلک ملاتړی دی، په خپلو څرګندونو... Читать дальше...
په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس وېلسن پر وسلهوالو طالبانو انتقاد کړی او دغهشان داعش وسلهواله ډلهیې غندلې ده. ښاغلي وېلسن له فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د وینې تویېدنې ډېر مسؤلیت د طالبانو په غاړه دی. دی زیاتوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په پیل سره طالبانو پر افغان ځواکونو او ملکیانو له کوم تفکیک پرته خپلې حملې زیاتې کړې دي. ښاغلی وېلسن وايي: "د طالبانو له کړنو بېخي نهیلی شوي یو، د افغانانو په وړاندې د تاوتریخوالي دوام هېڅ توجیه نهلري،... Читать дальше...
فضل الرحمان د مې پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه د پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند په پي ډي ايم کې د بیا شاملېدو خبرونه افواګانې (اوازې) وبللې
د استرالیا د کرکټ ټیم به د افغانستان د کرکټ ټیم د یوې ټسټ لوبې کوربه وي. دغه لوبه به چې د روان کال د نومبر په ۲۷مه د استرالیا په هوبارټ ښار کې پیل شي د دواړو ټیمونو ترمنځ لومړنۍ لوبه وي. د استرالیا ټیم به له افغانستان سره تر لوبې وروسته په ډسمبر کې د انګلستان له ټیم سره مخامخ شي. افغانستان وروسته له هغې چې په ۲۰۱۸ کال یې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، ۶ ټسټ لوبې کړي چې درې یې ګټلي او درې یې بایللې دي.
یوې زلزلې چې شدتیې د ریښتر په کچه ۴،۶ و، نن د کابل ختیځه برخه ولړزوله. د امریکا د جیولوژۍ د سروې مرکز وویل، د دغې زلزلې ټکانونه په کابل کې هم احساس شوي. تر اوسه د ځاني او مالي احتمالي زیانونو په اړه راپورونه نهدي ورکړل شوي. د دغې زلزلې مرکز د کابل په ختیځ کې د هندوکش غرونه بلل شوي دي.
په افغانستان کې د ځینو ډلو له لوري د بېلابېلو مراسمو په ځانګړي ډول د لاریونونو پر مهال د غیر قانوني وسلو ننداره او را ایستل د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه زیاته کړې ده. دغه شان د خوښیو د مراسمو پر مهال د هوايي ډزو کول بله هغه مسئله ده چې د خلکو په وینا ناامني یې زیاته کړې ده. د دوی په وینا د غیر قانوني وسلو نه په جنایي جرمومو او اخاذیو کې هم ګټه اخېستل کېږي. د بلخ او فاریاب اوسېدونکو احمد هزیر او قربان ګیلدي ازادي راډیو ته وویل: "غیر مسوول وسله وال بیخي زیات شوي، وسله په لاس ښارونو ته راوځي،... Читать дальше...
پاکستان او افغانستان يو ځل بيا د تندو بیانونو او څرګندونو تبادله کړې ده. افغان حکومت، امريکا، پاکستان او نور هېوادونه هڅې کوي چې په افغانستان کې سوله وشي او جګړه پای ته ورسي. په دې کې د پاکستان رول ډېر مهم بلل کېږي. پوښتنه دا ده چې د افغانستان او پاکستان ولې داسې اختلافي څرګندونې کوي او اخر د دواړو هېوادونو په اړيکو کې لوړې ژورې ولې دي؟ د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا او نورې پوښتنې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د المپیک نړیوالې کمیټې جاپان ته ویلي چې په توکیو کې د المپیک دوبنۍ لوبې به د لوبغاړو او نورو لپاره مصؤنې وي. دا په داسې حال کې ده چې د دغو لوبو له ترسره کېدو سره مخالفت زیات دی او اندېښنې شته چې ښایي د کرونا ویروس پېښې ورسره زیاتې شي. د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ ویلي چې د دغو لوبو ترپلېدو مخکې به د لوبو د ځایونو د شااوخوا اوسیدونکو په سلو کې اتیا یې د کرونا ضد واکسین شي یا به هم د دغه واکسین لپاره نومونه ثبت کړي. ټاکل شوې چې د المپیک لوبې تېر کال ترسره شوی وای، خو د کرونا وبا د خپرېدو... Читать дальше...
د کوچیانو چارو د سمون ادارې په پنجشېر ولايت کې د کوچيانو پر وړاندې د حميد خراساني په نوم د يوه کس چې چارواکي يې غیر مسؤل وسلهوال ګڼي، په توپيري چلند تورن کړی او له کشفي او امنیتي ادارو يې غوښتي چې د خپلسرو اشخاصو مخه دې ونیسي. په ټولنیزو رسنیو کې یوه وېډیو لاس په لاس کېږي چې پهکې د خراساني په نوم یو کس په پنجشېر ولایت کې د کوچیانو پر رمو ډزې کوي او له پنجشېر ولایتهیې باسي. په یاده وېډیو کې دغه کس چې یو شمېر وسلهوال کسان لري کوچیان په غصب او ظلم تورنوي. د کوچیانو چارو د سمون ادارې دې اقدام... Читать дальше...
د لوګر امنیتي چارواکي وايي، ددې ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي. چارواکي وايي، نن د چهارشنبې (د غويي ۲۹مه) ورځې غرمه مهال د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي. د لوګر د ملي اردو له رسنیز دفتره ازادي راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا هوايي برید د زرغون ښار په (ده منکه) سیمه کې پر وسله والو طالبانو شوی دی. د خبرپاڼې په حواله، په دې هوايي برید کې د عمري ډلې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...
ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه(د غويي ۳۰مه) به د امریکا د کانګرس د استازیو جرګې یوه کمېټه له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر او له هغه وروسته په دې هېواد کې د امریکا د ښکیلتیا په اړه خبرې وکړي. د استازیو جرګې د وېب پاڼې له مخې د څارنې او اصلاحاتو د کمېټې په دې غونډه کې به چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم وربلل شوی، پر دې خبرې وشي چې د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې پورې له دې هېواده د ټولو امریکایي ځواکونو وتل به د امریکا ملي امنیت او د سیمې ثبات ته څه پایلې ولري. Читать дальше...
په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست او شارژدافیر راس وېلسن وایي، د اسلامي دولت ډله یا داعش تر اوسه په افغانستان کې یو پیاوړی ځواک دی او په وروستیو کې یې په کابل کې د خونړیو حملو مسؤلیت اخیستی. خو ښاغلي وېلسن له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې طالبان په هېواد کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي مسؤل وبلل او هغوی یې له شوي تړونه په سرغړونه تورن کړل. د ښاغلي ویلسن اشاره له طالبانو سره د امریکا د تېر کال د دوحې تړون ته وه چې طالبانو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په صورت کې ژمنه کړې چې القاعده... Читать дальше...
د افغان جاپان روغتون کرونا واټ کې ناروغانو لپاره خالي بستر نشته او په نږدې ټولو بسترونو کې هغه ناروغان پراته دي چې کرونا یې شدیده ګڼل شوې، د ډیریو روغتیايي وضعیت نازک دی او د اکسیجن د پایپونو په مرسته ساه اخلي. د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي، دلته هره ورځ پنځه یا له پنځو زیات کسان د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله مړه کېږي. د یاد روغتون د نرسانو مشر 'هېډنرس' محمد فهیم یوسفي د سې شنبې (د غويي ۲۸مه) په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په یاد روغتون کې ۶ کسان د کرونا ویروس له امله... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، طالبان یې پوهولي چې له نظامي لارې روانه جګړه نهشي ګټلای. زلمي خلیلزاد د جرمني له شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي، طالبان له دوو ټاکنو یعنې سولې او جګړې څخه د یوه انتخاب حق لري. خلیلزاد زیاتوي، طالبانو روانه اوونۍ له بریتانیوي او جرمني استازو سره خبرو کې اعتراف کړی چې د افغانستان شخړه نظامي حل نهلري او سیاسي هوکړه کولی شي چې دا بحران پای ته ورسوي. خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د استانبول غونډه د طالبانو لپاره هغه ازمېښت... Читать дальше...
د میدان وردګو ولایت د جلریز ولسوالۍ ځایي چارواکي وايي، د تېرې شپې د درېیو بجو څخه سلګونه وسله والو طالبانو پر یادې ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پیل کړي دي او ولسوالۍ یې کلک محاصره کړې ده. د یادې ولسوالۍ ولسوال خلیل الرحمان یادګاري ازادي راډيو ته وویل، تر دا مهاله دغلته مېشتو سرتیرو د وسله والو طالبانو د بریدونو پر وړاندې ځواب ورکړی او په وینا یې اوس يې وسلې او مهمات کم شوي او شته سرتیري هم ستړي دي خو زیان ورته نه دی رسیدلی. دی وايي، طالبانو ته هم تلفات اوښتي، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري. Читать дальше...
د ننګرهار ولایت د هندواڼو سږني حاصلات به څه باندې ۷۹ زره ټنو ته ورسېږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبې (د غویي په ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار په ۱۹۹۵ هکټاره ځمکه کې سږکال هندواڼې کرل شوي چې د اټکل له مخې به ۷۹ زره او ۲۰۱ مټریک ټنه حاصلات ترې تر لاسه شي. دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د دې ولایت په ۱۸۴۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې چې ۷۳ زره او ۶۰۰ ټنه هندواڼې ترې راټولې شوي وې. نوموړي وویل چې بزګرانو سره د کرنې وزارت همکارې، په عصري بڼه کرکېله، د غوره تخم... Читать дальше...
ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه (د غويي ۳۰مه) په کابل کې د کورنيو تولیداتو یو لوی نندارتون پرانیستل شي. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبې (د غویي په ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې په یاد نندارتون کې به ۶۰ قلمه کورني تولیدات چې دا مهال د افغانستان په صنعتي ښارګوټو کې تولیدیږي نندارې ته کېښودل شي. احمدي زیاته کړه: "دا نندارتون د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري جوړیږي او له ټولو ولایتونو څخه صنعت کاران ور بلل شوي، څو خپل محصولات نندارې ته کړي." نوموړي وویل چې په دغو ۲۰۰ غرفو کې به... Читать дальше...
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله اماراتو ته روانه شوه. د افعانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن چهارشنبه (د غویي په ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ملي لوبډلې لوبغاړي اسلام الدین امیري، فردین حکیمي، سمیر سمندري، فیصل حمیدي، حمیدالله وکیلي او حسین علیزاد نن اماراتو ته ولاړل. ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې په ۲۰مه دوی خپله لومړنۍ تمریناتي پروګرام د اماراتو په تمریني کمپ کې ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې په دغه کمپ کې به ملي لوبډله دوه تدارکاتي لوبې د مې په ۲۵مه له اندونیزیا او د مې په ۲۹مه له سنګاپور سره ترسره کړي. Читать дальше...