د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله اماراتو ته روانه شوه.
د افعانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن چهارشنبه (د غویي په ۲۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ملي لوبډلې لوبغاړي اسلام الدین امیري، فردین حکیمي، سمیر سمندري، فیصل حمیدي، حمیدالله وکیلي او حسین علیزاد نن اماراتو ته ولاړل.
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مې په ۲۰مه دوی خپله لومړنۍ تمریناتي پروګرام د اماراتو په تمریني کمپ کې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه کمپ کې به ملي لوبډله دوه تدارکاتي لوبې د مې په ۲۵مه له اندونیزیا او د مې په ۲۹مه له سنګاپور سره ترسره کړي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به تر دغه کمپ وروسته د مې په ۳۰مه د نړیوال جام انتخابي او د اسیا د ملتونو جام رسمي سیالیو کې ګډون وکړي.
لوبډله به د جون په ۳مه له بنګله دېش د جون په ١١مه له، عمان او د جون په ١٥مه له هند لوبډلې سره ولوبېږي.