له طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی د کابل په یوه روغتون کې ومړ.
د هرات یوه سیمه ییز چارواکي چې نه غواړي هویت یې افشا شي او د نیازي د کورنۍ غړو له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تایید کړی دی.
عبدالمنان نیازی تېره اوونۍ په یو برید کې له سخت ټپي کېدو وروسته لومړی د هرات حوزوي روغتون او وروسته کابل ته ولېږدول شو.
د هرات د سیمه ییزو چارواکو په وینا نیازی د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپي شوی و.
د ملا محمدرسول په مشرۍ له طالبانو جلا شوې ډلې په ۲۰۱۵ کال کې خپل موجودیت اعلان کړ.