د مارچ پر ۳۰مه د نارنج ګل دوديزه مېله او مشاعره د فخر افغان باچا خان کمپلکس په انګړ کې د افغانستان د ملي راډيو ټېلیويزیون ادارې او د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه جوړه کړې وه. دې مشاعرې کې پر ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره د یو شمېر ولایتونو او له خیبر پښتونخوا څخه ګڼو شاعرانو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی وو. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
که څه هم جلال اباد ښار دا شپې، ورځې په يو نا امنه ښار بدل شوی او همدا يرون ورځ د پوليو واکسين درې ښځينه واکسيناتورانې په ډزو په کې ووژل شوې خو ماښام همدا ورځ بيا دا ښار د نارنج ګل مېلې او دوديزې مشاعرې کوربه و. په دې راپور کې تاسې دې ميلې ته ورولو
په کندز ولایت کې هغه شمېر ښځو چې د خپل د کورنۍ نفقه ګټونکي یې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي، وايي چې اوس دوی له جدي ستونزو سره مخامخ دي. دغه ښځې وايي چې اوس دوی د خلکو په کورونو کې کار کوي چې د خپلو ماشومانو نسونه ماړه کړي. د ۵۰ کلنې مریم مېړه پنځه کاله وړاندې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې وژل شوی دی. نوموړې اوس له خپل ۷ کوچنیانو سره د کندز ښار د خان اباد بندر سیمه کې په یوه زاړه کور کې ژوند کوي. دا وايي: "زه کلیو ته ځم هلته چې خلک د ونو ښاخونه پرې... Читать дальше...
په ننګرهار کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د درېیو ښځینه واکسیناتورانو له وژل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د پولیو ضد کمپاین درول شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د پولیو د مخنیوي پروګرام د عامه اړیکو مسؤل میر جان راسخ د دې خبرې د کولو ترڅنګ ازادي راډیو ته وویل چې سبا به دا کمپاین بېرته پیل شي. په همدې منځ کې د وژل شویو واکسیناتورانو سمینې، نګینې او بصیرې خپلوانو له حکومت څخه د دوی د عزیزانو د قاتلانو د نیولو او د خلکو امنیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.
په ننګرهار ولایت کې د وژل شویو ښځینه واکسیناتورانو کورنۍ د عدالت غوښتونکي دي. دوی وایي د خپلو کورنیو د نورو غړو په اړه هم اندېښمن دي او په خبرهیې حکومتیې باید امنیت ته جدي پام وکړي. سمینه، نګینه او بصیره درې تنه هغه ښځینه واسکیناتورانې وې چې پرون له غرمې مخکې د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې په دوو بېلابېلو وسلهوالو حملو کې ووژل شوې. ۲۲ کلنه سمینه یو کال وړاندې واده شوې وه، په درالمعلین کې له زدهکړو وروستهیې قابلګي لوستې وه او تازهیې په رضاکاره توګه د پولیو واکسین د تطبیق کمپاین... Читать дальше...
د خوست امنیتي چارواکي وايي، طالبانو پرون مازدیګر څلور بجې د خوست ښار جنوب ختیځه څنډه کې د بهرنیو ځواکونو په پوځي اډه راکټي حمله کړې ده. د خوست امنیه قوماندان محمد داود امین ازادي راډيو ته وویل، دوه راکېټونه توغول شوي چې یو یې اډې ته نږدې په یو کور لګېدلی چې مالي زیان هم لري او بلیې په پټیو کې لګېدلی چې هېڅ زیان نهلري. ښاغلی امین زیاتوي: "په کمپ حمله شوې ده، خو راکټونه په کمپ نهدي لګېدلي، بلکې دباندې لګېدلي، نور تلفات نهلري، خو کور ته مالي زیان اوښتی، اډې ته هېڅ مالي او ځاني زیان نهدی اوښتی."... Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا وایرس مخ په زیاتېدونکو کېسونو ته په کتو عوامي نېشنل ګوند اعلان کړی چې سياسي جلسې ودروي. د دې ګوند مرکزي وياند، زاهد خان د مارچ په ۳۱مه مشال راډيو ته وويل چې دا پرېکړه یې د خلکو د حفاظت لپاره کړې. خو نوموړي پر حکومت هم غږ وکړ چې خپلې لارښوونې دې پر خپلو وزیرانو او نورو چارواکو عملي کړي چې د غونډو له کولو لاس واخلي. زاهد خان زیاتوي: ((فی الحال مو د پارټۍ سرګرمۍ بندې کړي ځکه چې کورونا ډېره شوې ده. د کرونا خوریدل د حکومت ناکامي ده. یو خو دوي پخپله احتیاط نه کوي. وزیر اعظم... Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا وایرس له وجې په تیر یو شوا روز کې ۷۸ کسان مړه شوي او څه د پاسه ۴۷۰۰ کسان پرې اخته شوي دي. د دې وایرس په اړه معلومات خپرونکيحکومتي ویبپاڼې تر مخه د مارچ تر ۳۱مې پورې په ټول ملک کې د کورونا وایرسناروغانو شمېر له شپږو لکو او ۶۷ زرو اوښتی دی. همداراز ۱۴،۴۳۴ یېمړه کړي خو څه د پاسه شپږ لکه او درې زره ترې بېرته رغېدلي دي. کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو. د دې وایرس نښې سردرد، د بدن درد، زکام، تبه او د ستوني درد دی. Читать дальше...
د پاکستان او افغانستان بهرنيوو چارو وزیرانو د افغان سولې په اړه په تاجکستان کې خبرې وکړي. شاه محمود قرېشي او حنيف اتمر د مارچ په ۳۰مه په دوشنبې ښار کې د جوړ شوي اسیا زړه - استنبول بهیر د غونډې په څنډه کې سره وليدل. د پاکستان حکومت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو خواوو د افغانستان په امن او نورو مسایلو خبرې کړې دي. د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت هم په دې اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې ده. دوی ويلي په دې کتنه کې اتمر او قریشي د اسیا زړه - استانبول بهیر ناستې د قناعت وړ پایلو په اړه وغږيدل او "د افغانستان... Читать дальше...
د ښځو او نارینهوو د برابرۍ په اړه د نړۍ د اقتصادي ټولنې یا فورم په کالني راپور کې د افغانستان په شمول د ښځو او نارینهوو ترمنځ د مساوات په برخه کې د ۱۵۶ هېوادونو اقدامات څېړل شوي دي. په دې راپور کې په اقتصاد، تعلیم، روغتیا او سیاسي چارو کې د ګډون په برخو کې د ښځو د رول په اړه رسمي معلومات او دغهراز د ښځو د ودې په لاره کې د خنډونو په لیرې کولو کې د بېلابېلو هېوادونو پرمختګ ارزول شوی دی. ایسلنډ د تېرو کلونو په شان د ښځو او نارینهوو د مساوات په برخه کې تر ټولو ښه هېواد بلل شوی. فنلنډ، ناروې،... Читать дальше...
د خوست د پوهنې ریاست چارواکي، د ولایتي شورا غړي او د ښوونځيو مدیران وايي، که د روان ښوونیز کال لپاره په دې ولایت کې د ښوونکو کمبود پوره نه شي، نو د ښوونځیو دروازې به وتړل شي. دوی نن د چهارشنبې (د وري ۱۱مه) په ورځ په یوه خبري ناسته کې غوښتنه وکړه چې د دې ولایت د ښوونځیو او زده کوونکو شمېر ته په کتو دې، خوست ته د ۲نیم زره نویو ښوونکو د ګومارنې لپاره تشکیل ورکړل شي. د کنفرانس ویناوالو دا هم وویل، داسې ښوونځي شته چې له ۲ رزه ډېر زده کوونکي او پنځوس شعبې لري، خو هغې لپاره یوازې ۴ رسمي ښوونکي لري.... Читать дальше...
په پاکستان کې د کورونا وبا د دريمې څپې د خپرېدو وروسته په دې هېواد کې د وايرس د مخنيوي لپاره يو شمېر اقدامات شوي دي. پنجاب او خيبر پښتونخوا هغه صوبې دي چې پکې د وايرس د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. د مارچ پر ۳۰ مه نېټه د خيبرپښتونخوا د وزيراعلی مشرۍ کې شوې غونډه کې د وايرس د خپرېدو د مخنيوي په لړ کې له نورو صوبو سره د شنبې او يکشنبې پر ورځو د سوارلۍ ګاډو پر تګ راتګ بندېز لګول شوی دی. د دې ترڅنګ په ودونو هم پابندي لګول شوې او حکومت وار له مخه د مارچ پر ۱۶مه تعليمي ادارې بندې کړې. پوښتنه دا ده... Читать дальше...
د نیوزیلنډ ښځينه لوبډلې په دوهمه نړيواله شل اووره لوبه کې د اسټراليا ښځينه لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دې سره د دواړو لوبډلو ترمنځ روانه لوبلړۍ ١-١ مساوي شوه. په دې لوبه کې پچه نیوزيلنډ لوبډلې وګټله او لومړى يې اسټراليا ته د توپوهنې بلنه ورکړه. اسټراليا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې. د نيوزيلنډ لوبډلې ټاکل شوی هدف د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه يې د ٤ لوبغاړو په شتون کې وګټله. د لوبې غوره لوبغاړې فرانسس ماکي وټاکل شوه. د یادونې وړ ده چې له دې... Читать дальше...
په لغمان ولایت کې د یو واورین پړانګ د ښکار او خوشې کولو موضوع د سيمې د اوسېدونکو او مسوولينو تر منځ لانجمنه شوې او د ښکار کوونکو له خوا يوه مشروطه غوښتنه مطرح شوې ده. خو سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې دوی قانون نقض کړی. د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د" سامي درې" یو شمېر اوسېدونکي وايي چې یاد پړانګ د دوی ۳۵ وزې خوړلي او حکومت باید دوی ته تاوان ورکړي. د دوی له ډلې مومن خان ازادي راډيو ته وویل: "دغه پړانګ زموږ ۳۵ وزې خوړلي، تر هغې چې موږ خپل تاوان وانه خلو، چمتو نه یو چې دغه پړانګ ازاد کړو، دولت... Читать дальше...
دوی د مارچ پر ۳۱مه په یوه خبري ناسته کې غوښتنه وکړه، چې د دې ولایت د ښوونځیو او زده کوونکو شمیر ته په کتو دې، خوست ته د ۲نیم زره نویو ښوونکو د ګومارنې لپاره تشکیل ورکړل شي.
پکتیا کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، د دې قول اردو د سرحدي لوا درستیزوال د طالبانو په برید کې وژل شوی دی. په پکتیا کې د تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل، د دوهمې سرحدي لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض له کابله پکتیا ته روان و چې نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه) تر غرمې وړاندې د لوګر ولایت خضر بازار کې پرې حمله وشوه. تراوسه پورې د دولت وسله والو مخالفانو د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان ملي امنیت په خوست کې د حقاني شبکې او طالبانو د ۱۷ مهمو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ. د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو مخالفینو پرضد دغه عملیات د خوست په صبریو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې ترسره شول. د اعلامیې په وینا په وژل شوېو وسله والو کې د حقاني شبکې مهم قوماندان سبیل حمیدي هم شامل دی. په اعلامیه کې دغه شان لیکل شوي چې دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو مهم مرکزونه له منځه یوړل شول او زیات شمېر سپکې او درنې وسلې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاسونو ته ورغلي. Читать дальше...
امریکايي او ترکي چارواکو په استانبول کې د افغانستان د سولې په اړه د کېدونکې غونډې د اجنډا، نېټې او موخو په اړه بحث کړی. دا بحثونه ترکیې ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د څلور ورځني سفر پر مهال شوي دي. په ترکیه کې د امریکا سفارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: "خلیلزاد له ترکي چارواکو سره هوکړه کړې چې د استانبول غونډه د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت او د نړیوالې ټولنې د لوړپوړو چارواکو په ملاتړ، د افغانستان د سولې بهیر د پیاوړتیا او ګړندي کولو لپاره غوره لار ده. " خبرپاڼه... Читать дальше...
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، سږ کال مرکزي ادارې ورته یو شمېر لويې او وړې پروژې منظورې کړي چې په پلي کېدو سره به یې د دې ولایت د خلکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلونونه راشي. د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد ازادي راډيو ته وویل، دې پروژو کې درې لوی سربندونه او د ارزګان-کندهار د لويې لارې رغول دي. ښاغلي شېرزاد زیاته کړه:" د ارزګان کندهار ترمنځ د ۲۶ کیلومتره سړک رغول دې پروژه کې شامل دي چې څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګښت پرې راځي. د سراوې بند په څلويښت میلونه افغانیو رغیږي، همدارنګه... Читать дальше...
د پاکستان کابینې ډویژن د مارچ په دېرشمه خپاره کړي نوټیفیکېشن ترمخه د عبدالحفیظ شیخ پر ځای حماد اظهر د خزانې وفاقي وزیر ټاکل شوی. په ۲۰۱۸ کالې راغلي د پاکستان تحریک انصاف حکومت کې دا دوهم ځل دی چې د خزانې وزیر بدلېږي. تر دې مخکې اسد عمر له دې دندې ليری شوی وو. اپوزیشن ګوندونه د دې وجه د حکومت ناکامې اقتصادي پالیسيانې بولي. د عوامي نېشنل ګوند مرستیال مشر امیر حېدر خان هوتي د مارچ په ۳۰مه مشال راډيو ته وويل له دې معلومېږي چې د تحريک انصاف حکومت سم نه دی روان. ((د اسد عمر د ليري کولو یا حفیظ شېخ... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د تاجکستان د اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ، صنعت او ټکنالوژۍ له وزیرانو سره وکتل. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن چهارشنبه (د وري ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د اسیا زړه "استانبول پروسې" په کنفرانس کې د ګډون لپاره تاجيکستان ته سفر کړی دی. نوموړي وویل چې د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي اړېکو پر پراختیا، د سوداګریزو اړېکو اسانتیاوو، تاجیکستان ته د افغاني محصولاتو صادراتو پر... Читать дальше...
دې مشاعرې کې پر ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره د یو شمېر ولایتونو او له خیبر پښتونخوا څخه ګڼو شاعرانو او د شعر او ادب مينه والو ګډون کړی و.
د افغانستان د کرنې وزیر له خوا د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ممیزو د پروسس فابریکه پرانېستل شوه. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن چهارشنبې(د وري ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې د کندهار په صنعتي ښارګوټي کې د ۲۴میلیونو افغانیو په لګښت چې د کرنې وزارت له خوا ورکول کېږي د ممیزو د پروسس فابرېکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه. نوموړي زياته کړه چې د دې فابريکې د جوړولو موخه بهرنيو هېوادونو ته په لوړ کيفيت د مميزو صادرول دي. ښاغلي رستمي وويل چې کندهار د انګورو له لويو توليدوونکو... Читать дальше...
د ۲۲ هېوادونو مشرانو له اروپايي اتحادیې او د روغتیا له نړیوال سازمان سره یوځای له راتلونکو وباوو سره د مقابلې لپاره د یوه نړیوال پلان ملاتړ وکړ. د دې پلان پر طرحې چې پرون سې شنبه(د وري ۱۰مه) خپره شوه، د جرمني صدراعظمې انګېلامیرکل، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او همدا راز د جنوبي افریقا او جنوبي کوریا ولسمشرانو لاسلیکونه کړي دي. دوی ویلي، باور لري چې ملتونه باید یوه داسې نړیوال تړون ته د رسېدو لپاره هلې ځلې وکړي چې له وباوو سره مقابلې ته چمتووالی ولري.
وسله وال طالبان وايي، د خوست ولایت په زاړه هوايي ډګر کې یې د امریکايي پوځیانو پر اډې دوه توغندي ویشتي دي. په خوست کې د 'کې.پي.اېف' په نوم ځواک چې د امریکايي پوځیانو له ملاتړه برخمنه ملېشه ده، تایید کړه چې طالبانو د ائتلافي ځواکونو د مرکز په لور توغندي ویشتي خو د خلکو پر کورونو لګېدلي دي. د دې برید په نتیجه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.