دوی یادې څرګندونې د مارچ پر ۱۶مه "د اسلامي معارف، افغاني معارف او غیر سیاسي معارف" تر شعار لاندې د عامه پوهاوي د کمپاین لپاره د دیني عالمانو او د پوهنې د چارواکو به ګډه غونډه کې وکړې.
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر سبا د افغان سولې لپاره د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ځي. د دې شورا سلاکار مجیبالرحمن رحیمي ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پیغام کې دا خبره تأیید کړه او ویېویل، یو شمېر نور سیاستوال به هم له ښاغلي عبدالله سره په دې سفر کې ملګري وي، خو ده د دې نورو نوم وانهخیست. ښاغلی رحیمي زیاتوي: "د افغانستان اسلامي جمهوریت د مصالحې عالي شورا تر چتر لاندې په دې غونډه کې برخه اخلي او له یوه واحد دریځه به د افغانستان د اسلامي جمهوریت لیدلوری بیان کړي." د... Читать дальше...
د ناټو سرمنشي وایي، د دې تړون د بهرنیو چارو وزیران به راتلونکې اوونۍ په خپله غونډه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د خپلو پوځيانو د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي. ینس سټولټنبرګ نن د یوې انلاین غونډې له لارې خبریالانو ته وویل چې دوی په دقت د افغانستان وضعیت ارزوي. ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "موږ خپلو ارزونو، بحثونو او مشورو ته، د مې د لومړۍ نېټې د ضربالاجل له رانږدې کېدو سره ادامه ورکوو. دا به راتلونکې اوونۍ د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې له بحثونو نه یو مهم بحث وي." د... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس ضد وکسین د تطبیق درېیم پړاو پیل کړ. د واکسین د تطبیق په دې پړاو کې عامې روغتیا وزارت پلان لري چې د ښوونځیو او پوهنتونونو ۴ لکه ښوونکي واکسین کړي. د دې وزارت مرستیال ویاند میرویس علي زي ازادي راډيو ته وویل: "نن په رسمي ډول د کابل په الفتح لېسه کې استادانو ته د کرونا وکسین د تطبیق عملي چارې پیل شوې، موږ د کرونا ویروس د واکسین د تطبیق په څلورمه اوونۍ کې یو." خو یو شمېر ښوونکي انتقاد کوي او وايي، په داسې حال کې چې ښوونکي د ټولنې له نورو غړو زیات د کرونا... Читать дальше...
خاطره له خپل درې کلن زوی سره له دندې کور ته روانه وه چې په موټر یې مقناطیسي بمي چاودنې دوی دواړه ووژل. د خاطرې کورنۍ وايي، پېښه کې د خاطرې په نس هغه ماشوم هم قرباني شوی چې لا یې نړۍ ته سترګې نهوې پرانیستې. نور په دې راپور کې.
د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سر له سبا د ۲۰ اورونو د درې لوبو لړۍ پیلېږي. لومړۍ یوهیې سبا، بلهیې بیا د جمعې په ورځ او درېیمه یوه د شنبې په ورځ ده. دا درې سره لوبې د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې ترسره کېږي. د دغو دوو لوبډلو ترمنځ تر دې مخکې په متحده عربي اماراتو کې دوه ټېسټ لوبې وشوې چې یو د یوه په وړاندې مساوي شوې.
د افغانستان خوست ولايت روغتيا پالان وايي په تېرو ۷ کلونو یې کې ۵۴ زره په تلاسمیا اخته ناروغان تشخيص کړي دي. په تلاسمیا ناروغۍ د اخته کسانو درملنه اوس په خوست ولايت کې د يوه خيريه بنسټ لهخوا کېږي. نور جزئيات په دې راپور کې
د ارمنستان ځواکونه نن پراخ پوځي تمرینات ترسره کوي، تر دې یوه ورځ مخکې اذربایجان د زرګونه پوځیانو په ګډون څلور ورځني تمرینات سر ته ورسول. د ارمنستان د دفاع وزارت مرستیال ارمان سرکسیان وویل، وروسته تر دې چې تېر منی ارمنستان په نګورنو-قرهباغ سیمه کې له اذربایجان څخه ماتې وخوړه دا د دغه هېواد لومړي مهم پوځي تمرینات دي. د ارمنستان دفاع وزارت وایي، دا تمرینات به تر شنبې دوام وکړي او پهکې به ۷،۵۰۰ عسکر، نږدې ۱۰۰ ټانکونه او زرهدار ګاډي، یو شمېر الوتکې، دافع هوا او توپخانې نه کار واخیستل شي.
د امریکا متحده ایالاتو د برما پوځ تورن کړ چې له سولهییزو مظاهرهچیانو سرهیې وحشیانه چلند کړی دی او ډېر کسان له یانګون ښاره د امنیتي ځواکونو د بد چلند له امله وتلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن په توکیو کې د برما پوځ دوه ورځې وروسته تر دې وغانده چې له اعتراض کوونکو سره د امنیتي ځواکونو د اخوډب پر مهال لږ تر لږه ۷۴ کسان ووژل شول. ښاغلي بلېنکن وویل، په برما کې پوځ غواړي چې د ډیموکراتیکو انتخاباتو نتیجه بدله کړي او په ظالمانه ډول سولهییز مظاهرهچیان وځپي. په برما کې د... Читать дальше...
تمه ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د واکسین د خوندیتوب برخې متخصصان نن د استرازینیکا واکسین په اړه بحث وکړي. دا پرېکړه وروسته تر دې وشوه چې د استرازینیکا واکسین تر تطبیق وروسته د وینې د غوټه کېدو په اړه اندېښنې څرګندې شوې. د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د کرونا ویروس پر ضد د بریتانیا او سویډن دغه ګډ جوړ کړی واکسین ونهدروي. د دغه سازمان په باور، داسې هېڅ نښې نهشته چې د وینې غوټه کېدل دې له استرازینیکا واکسین سره ارتباط ولري. یو شمېر لویو اروپایي هېوادونو جرمني، فرانسې او ایټالیا... Читать дальше...
په هرات کې د پاشدان اوبو بند پر پروژې برید شوی دی. د افغانستان د اوبو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام خپلواک د دې پېښې په اړه وویل: "نن سهار درې بجې د وسلهوالو مخالفینو لهخوا د هرات په پاشدان بند حمله شوې چې په پایله کې یې درې امنیتي ساتونکي شهیدان شوي، یو ټپي شوی او څلور تنه تري تم دي." پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته نږدې ۲۰ کیلومتره لیرې په کرخ ولسوالۍ کې دی. د اوبو پر دې بند ۱۱۱ ملیونه ډالره لګښت راځي چې تمه ده تر درې میاشتو نورو په بند کې د اوبو د راغونډېدو چارې پيل شي. دا بند... Читать дальше...
یو شمېر کورنیو چې د فاریاب، سرپل او جوزجان له ځینو ولسوالیو د جګړو له امله خپل کورونه پرېښي، اوس د جوزجان په مرکز شبرغان کې په بدو شرایطو کې ژوند کوي. دوی په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې اوربند وکړي او د سولې لپاره کار وکړي. نور په دې راپور کې وګورئ.
د مسکو غونډه کې به د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ ۱۲ کسیز پلاوی ګډون وکړي. د افغانستان د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، دې پلاوي کې د مخکېني جمهور رئیس حامد کرزي سربېره، د ولسي جرګې رئیس، د ځینو ګوندونو مشران او د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي یو شمېر غړي شامل دي. د افغانستان د مرکچي پلاوي یو غړي د خپل نوم او غږ نهخپرېدو په شرط ازادي راډیو سره د مسکو په غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي نوملړ شریک کړ. دی پلاوی وايي، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله مخکېنی جمهور رئیس... Читать дальше...
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل، که طالبان همدا سبا هم انتخاباتو ته حاضر وي، دوی تیار دي. د بهرنیو چارو په وزارت کې 'د بهرني سیاست لومړیتوبونه او د هېواد د ډیپلوماسۍ په دستګاه کې د اصلاحاتو' په سمینار کې جمهور رئیس غني دا هم وویل چې له انتخاباتو پرته خپل ځایناستي ته د واک لېږد ته چمتو نهدی. په دې غونډې کې په بېلابېلو هېوادونو کې افغان سفیرانو او ډیپلوماتانو هم د وېډیو کنفرانس له لارې برخه واخیسته. تر دې غونډې مخکې جمهور رئیس غني د ډیپلوماسۍ د انسټټیوټ نوې ودانۍ پرانیسته.
کاترینا مونزول لومړۍ مېرمن ده چې د اوکراین د نارینهوو د فوټبال غوره لیګ کې لوبڅاري کوي. هغی تر دې مخکې د ښځینه فوټبال نړیوال جام کې هم لوبڅاري کړې. په دې راپور کې ګورئ چې له فوټبال سره د ماشومتوب لېوالتيا څنګه کاترینا د نارينهوو د فوټبال غوره ليګ د لوبو د لوبڅارۍ تر ډګره ورسوله.
د افغان دولتي پلاوي مشري به د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په افعانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. دغه سازمان نن د مارچ میاشتې په۱۶ مه نېټه یو تازه راپور خپور کړی او په کې یې ویلي چې افغان حکومت تراوسه د بشري حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره د پام وړ اقدام نه دی کړی . دغه راپور کې اندېښنه ښودل شوې چې ورځ بلې د بشر د حقونو د مدافعینو او مدني فعالانو نوي امنیتي ستونزې زیاتې او سختېږي. د بخښنې نړیوال سازمان په خبره، درې میاشتې مخکې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د یو فرمان له مخې... Читать дальше...
د افغانستان د سولې پروسې په اړه د مسکو غونډې لپاره د افغان حکومت د پلاوي نوملړ خپور شو. د افغان حکومت مرکچي پلاوي یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه هغه پلاوی چې د مسکو غونډې ته ځي نوملړ یې په لاندې ډول دی: د ملي مصالحې د شورا رئیس عبدالله عبدالله د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د سولې په چارو کې د دولت... Читать дальше...
د کان کېدونکيو اتحاديه پر مالکانو تور پورې کوي چې په کانونو کې له حکومتي لارښوونو سره سم سهولتونه نه ورکوي چې له کبله ېي دغسې پېښې کېږي.
د جمهور رئیس محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې یې ورته ویلي چې د یوې تنظیمي او دیني استبدادي ډلګۍ واکمني د منلو نهده. ښاغلی صالح وايي، دوی له زلمي خلیلزاد سره کتنه کې د سولې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت پر دریځ بیا تکرار کړی دی. د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره له لیدنې یوه ورځ وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د کب ۲۶» په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "په دې لیدنه کې د وضعیت ارزونه وشوه او د افغانستان... Читать дальше...
حکومتي وزیرانو تور پورې کړ چې انتخاباتي کمیشن د سېنېټ د مارچ درېيمې نيټې ټاکنې په شفافه توګه کولو کې ناکامه شوی دی.
د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمن د مارچ پر ۱۵مه نېټه په بيان کې ویلي چې د رېنجرز ځواکونو پر موټر دغه بريد په کورنګۍ ټاون کې شوی دی.
پاکستاني چارواکي وايي د مرکزي اسيا هېوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو پراخوالی غواړي. د دې اړيکو په سر کې تجارتي راکړه ورکړه ده چې د مارچ په نهمه اسلام اباد ته د ازبکستان د بهرنيوو چارو وزیر، عبدالعزیز کاملوف د دوه ورځني سفر د سر موضوع وه. تر دې سفر وروسته، خپره شوې هغه خبرپاڼه چې د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د مارچ په ۱۵مه مشال راډيو ته لېږلې، وايي پر ازبکستان سربېره د مرکزي اسيا نورو هېوادونو سره هم د تجارتي اړيکو پر زیاتولو ټینګار کوي. کاملوف د پاکستان وزیراعظم عمران خان او ځينو سوداګرو سره هم ملاقات کړی دی. Читать дальше...
دا په داسې حال کې ده چې د تحریک مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، که له اسمبليانو استعفاګانې ورنکړل شي نو ښايې د حکومت پرضد کېدونکی لانګ مارچ ګټه ونلري.
د هرات پخوانی ښاروال غلام حضرت مشفق او د دې ښاروالۍ شپږ نور کارکوونکي ۷۵ زره امریکایي ډالرو د رشوت په تور په نقدي جزا او بند محکوم شول. د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، استېناف محکمې په خبرپاڼه کې راغلې دي چې محاکمه پرون د تورنو کسانو په حضور کې جوړه شوه. د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، استېناف محکمې غلام دستګیر مشفق او د هرات ښاروالۍ د پراختیا او بازار موندنې پخوانی امر خالد عمر په پنځه کاله او یوه میاشت تنفیذي بند او څلور تنه نور په درې کاله بند او نقدي جریمې محکوم کړل.