د هرات پخوانی ښاروال غلام حضرت مشفق او د دې ښاروالۍ شپږ نور کارکوونکي ۷۵ زره امریکایي ډالرو د رشوت په تور په نقدي جزا او بند محکوم شول.
د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، استېناف محکمې په خبرپاڼه کې راغلې دي چې محاکمه پرون د تورنو کسانو په حضور کې جوړه شوه.
د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، استېناف محکمې غلام دستګیر مشفق او د هرات ښاروالۍ د پراختیا او بازار موندنې پخوانی امر خالد عمر په پنځه کاله او یوه میاشت تنفیذي بند او څلور تنه نور په درې کاله بند او نقدي جریمې محکوم کړل.