Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 27.03.2019

Mashaalradio.com 

منظور پښتین: د ورک کړل شوو کسانو په اړه د ایمنسټي انټرنشنل د بیان هرکلی کوو

پښتون ژغورنې غورځنګ او د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره مبارزه کوونکی سازمان – وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز –وايي ، دوي د د ورک کړل شوو کسانو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان له خوا پر پاکستان د شويټینګار هرکلی کوي.

Mashaalradio.com 

هغه ماشومان چې خواړه نه لري

په پاکستان او په ځانګړې توګه په سیند صوبه کې ګڼ ماشومان د خوړو له کمې سره مخامخ دي. د نړیوالو ادارو په خبره، په دې هېواد کې په هرو پنځو تنو کې یو تن خوړو ته رسايي نه لري. د اې ایف پي خبري اژانس د ویډيويي راپور تفصیل له انیسه اجمل اورو.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې سېلابونو لسګونه کسان ووژل

ایراني چارواکي وايي چې د تېرې اوونۍ د شدیدو بارانونو او سېلابولو له امله ۳۷ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي. ۱۸ تنه د فارس ولایت مرکز شېراز کې مړه شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د عفوې سازمان: پاکستان دې ژرتر ژره د خلکو د بې درکۍ لړۍ بنده کړي

د عفوې نړیوال سازمان نن د مارچ په اووه ویشتمه پر پاکستان غږ کړی چې ژرتر ژره د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ بنده کړي او د دې لپاره ټول لازم اقدامات وکړي. د بشري حقونو د ملاتړ دې سازمان ویلي، د وګړو جبري بې درکۍ له ډېرې مودې راهیسې د پاکستان پرلمن تور داغ دی. دې ډلې ویلي چې په پاکستان کې د توکمیزو او مذهبي اقلیت ټولنو غړي، د بشري حقونو مدافعان، سیاسي فعالان او د وسله والو او داسې مذهبي ‌‌ډلو غړي چې فعالیت یې ممنوع دی، لادرکه شوي دي. په پاکستان کې په دې اړه د څېړنې ځانګړي کمېسون ویلي چې د لږترلږه ۲۱۷۸ د بې درکه شویو خلکو دوسیې ورته پرتې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر نن کابل ته رسېدلی دی. د پاکستان پخوانی صدراعظم نواز شريف د لږ وخت لپاره په ضمانت له زندانه راخوشی شو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Mashaalradio.com 

په افغانستان او پاکستان کې د ښځینه خبریالانو چېلنجونه

دغه پروګرام د نیدر لېنډ د حکومت لخوا ترتیب شوی وو. په دغه پروګرام کې په نیویارک کې د ښځو خبریالانو د یوې ادارې مشرې کرن نازش هم ګډون وکړ او د ښځو خبریالانو پر مسلو ، دوی ته په ورپېښو چېلنجونو يې خبرې وکړي.

Pa.azadiradio.com 

نرېندرا مودي ویلي چې هند اوس یو فضايي قوت دی

د هند صدراعظم نرېندرا مودي نن د مارچ په ۲۷مه ویلي چې هېواد یې اوس یو فضايي قوت دی. هند د ميزائیلو په یوه نوې ازموینه کې د ټيټې کچې یوه سټلایټ دستګاه په ویشتلو کې بریالی شو. مودي په داسې وخت کې چې په هند کې پارلماني انتخاباتو ته یوازې دوه اوونۍ وخت پاتې دی، دا خبرې وکړې چې له ټلوېزیونونو په مستقیم ډول خپرېدې. هغه وویل چې د ځمکې په مدار کې د ۳۰۰ کېلو متره په واټن کې یوه سټلایټ دستګاه وویشل شوه چې درې دقیقې وخت‌یې ونیو او ستونزمن مأموریت و. د سټلایټ د راغورځولو لپاره راکټ د هند په ختيځ ښار اوړیسا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: ناڅرګنده وسله‌والو نن په کاپیسا کې یو څارنوال وژلی

ناڅرګنده وسله‌والو نن چهارشنبه د مارچ په ۲۷مه په کاپیسا کې یو څارنوال وژلی دی. د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق یورش د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا څارنوال عصمت‌الله نومېده او نن سهار په اتو بجو خپل کار ته په لاره کې وژل شوی دی. یورش ویلي چې حمله کوونکي په موټرسایکلونو سپاره وو او تر حملې وروسته تښتېدلي دي. د یورش په وینا، څارنوال عصمت‌الله په کاپیسا کې د څارنوالۍ د کورني او بهرني امنیت د کمېسون غړی و. د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.




Pa.azadiradio.com 

امریکا: په څو اوونیو کې به د عوامو لپاره د مولر راپور خپور شي

د امریکا د عدلیې وزارت مشرتابه ویلي چې په څو اوونیو کې به د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د څېړنې هغه راپور چې د عوامو لپاره برابر شوی، خپور کړي. رابرټ مولر په دې اړه چې ایا روسیې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې مداخله کړې او ایا روسیې د دې لپاره د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین سره جوړجاړی کړی و، تحقیق کاوه. مولر په دې اړه په راپور کې دا خلاصه کړې چې د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ انتخاباتي کمپاین په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له روسیې سره جوړجاړی نه‌دی کړی.  د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار رابرټ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د لیتوانیا محکمې د پخواني شوروي ۲ چارواکي په بند محکوم کړل

د لیتوانیا محکمې د پخواني شوروي وروستی دفاع وزیر او د پخواني شوروي د استخباراتو د ادارې (کې. جي. بي) یو لوړرتبه چارواکی په جنګي او بشري ضد جرمونو مجرم وپېژندل او په بند یې محکوم کړل. د لیتوانیا په پلازمېنه ویلیونس کې محکمې د پخواني شوروي وروستی دفاع وزیر دمیتري یازوف په غیابي محاکمه کې په ۱۰ کاله او د (کې. جي. بي) مأمور میخایل ګولواتوف‌يې په غیابي محاکمه کې، په ۱۲ کاله بند محکوم کړ. هغوی په دې جرم چې په ۱۹۹۱ میلادي کال کې یې په لیتوانیا کې د خپلواکۍ غوښتونکو حرکت وځاپه او ۱۴ کسان په‌کې ووژل شول، محاکمه شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

پاکستان دې د ورکو کسانو مسلې ته پام وکړي: امنسټي انټرنېشنل

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) په خپله یوه لیکنه کې په پاکستان کې د لادرکه کړل شوو کسانو پر مسلې خبرې کړي. په دغه لیکنه کې د سند صوبې د یو لادرکه کړل شوي استاد هدایت الله لوهر له لوڼو سره خبرې شوې دي.

Mashaalradio.com 

د نرښځیانو ډاکومینټرې کې مو د ژوند ریښتونی عکس ښودل شوی: فرزانه

په پېښور پرېس کلب کې په سېنشبه/نهې د نرښځیانو پر ژوند، ستونزو، کړاونو او ننګونو د مشال راډيو تیارې کړې ډاکومېنټرۍ مخکتنه وشوه. د خیبر پښتونخوا نرښځیانو ټولنې مشرې فرزانې مشال ریډیو ته وویل چې په دغه ډاکومېنټري کې د دوی ژواندنه ته هراړخیزه کتنه شوې ده. د شبیر جان راپور وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په تېرو ۱۲ کلونو کې له ۱۰ تر ۲۰ مترو د ځمکې لاندې اوبو کموالی!

د کابل د ځینو سیمو اوسېدونکي مجبور دي چې د اړتیا د پوره کولو لپاره خپلو کورونو ته له جوماتونو اوبه یوسې او یا یې له ټانکرونو واخلي. په داسې حال کې چې د ژمي موسم د پراخو واورو او بارانونو سره مل و، د ځمکې د لاندې اوبو د بیا ډېروالي لپاره هیلې راپیدا شوي دي. ویډیو او اېدېټ: لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې د سلو نجونو ترمنځ د منډو سیالۍ ترسره شوې

په تخار ولایت کې د سلو نجونو ترمنځ د افغان سولې له پروسې د ملاتړ په هدف د منډو سیالۍ ترسره شوې. دغه سیالي د مدني فعالینو، د دولتي ادارو مسؤلینو او د ورزش مینه والو په حضور کې د تالقانو ښار کې ترسره شوې. د دغه ولایت د بدني روزنې د مسؤلینو په خبره، له لومړي تر لسم مقامه ګډونوالو ته یې ډالۍ هم ورکړل شوې. د دغه ولایت د ورزشي برخې مسؤلین وایي، دوی ژمن دي چې ځوانانو ته به په بېلابېلو برخو کې د ورزش زمینه برابروي.

Pa.azadiradio.com 

زلمی خلیل‌زاد نن په لندن کې دی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد نن په لندن کې دی.  په افغانستان کې د انګلستان سیاسي مأموریت پر ټویټر خبر ورکړی چې خلیل‌زاد به نن د انګلستان د حکومت له چارواکو سره په افغانستان کې د سولې لپاره پر بهیر بحثونه وکړي. دې ادارې ویلي چې انګلستان د افغانانو ترمنځ د مذاکرو ملاتړ کوي او د سیمې د هېوادونو همکاري مؤثره ګڼي. زلمی خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ دوحې، کابل او یو شمېر نورو هېوادونو ته د خبرو لپاره روان شو. د هغه دا سفر به د اپرېل تر ۱۰مې وي.

Pa.azadiradio.com 

جان بس: د پاکستان صدراعظم دې اعتدال په پام کې ونیسي

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د پاکستان پر صدراعظم غږ کړی چې اعتدال په پام کې ونیسي. جان بس نن چهارشنبه د مارچ ۲۷مه، پر ټویټر عمران خان ته لیکلي چې د کرکټ ځيني اصول په ډیپلوماسۍ کې کار کوي او ځینې یې نه‌کوي. جان بس لیکلي، خان دې د افغانستان د سولې د پروسې او کورنیو چارو په اړه په خبرو کې اعتدال له پامه نه‌غورځوي. عمران خان د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د حکومت دریځ په‌دې هېواد کې د سولې لپاره روانې هڅې له خنډ سره مخ کړې دي. خان وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې مؤقت حکومت جوړ شي او ویې‌ویل چې دا یې یوازنۍ لار ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

حیات: د امنیتي وضعیت د ښه کېدو لپاره به نوی ګارنېزیون جوړ شي

د کندهار نوی والي وايي چې د ښار د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره به نوی ګارنېزیون جوړ شي. والي حیات‌الله حیات نن د مارچ په ۲۷مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په ښاري ګارنېزیون کې به پولیس، ملي امنیت او اردو برخه لري. حیات وویل، د غیر مسؤله کسانو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره به د ښار په څلورو دروازو کې د ملي اردو، ملي امنیت او پولیسو ځانګړې پوستې واچوي. په کندهار ښار کې د پېژندل شویو قومي او سیاسي مشرانو د عمدي قتلونو روانې لړۍ خلک اندېښمن کړي دي. د حمل په درېیمه نېټه د ښار په مسلم چوک کې په... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus