Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 08.03.2019

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

ټاکل شوې ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د سولې او پخلاينې د موضوعاتو په ګډون د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړي. د امريکا د ولسمشر د کمپاین پخوانی مشر د ماليې نه ورکولو او بانکي فساد په تور په اووه څلوېښتو مياشتو بند محکوم شو.

Pa.azadiradio.com 

افغان چارواکي: په بادغیس شاوخوا ۱۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

افغان چارواکي په بادغیس ولایت کې د شاوخوا ۳۰ وسله‌والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د ملي اردو د درېیمې لوا د عامه چارو مرستیال تورن محمد یاسین نن مازدیګر ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه په مقر او د قلعه‌نو په لامان سیمه کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې طالبانو ته دغه تلفات اوښتې دي. نوموړي زیاته کړه: "په مقر ولسوالۍ کې شپږ تنه طالبان وژل شوي او په پشته‌لامان کې لس وسله‌وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي."  د ښاغلي یاسین په خبره په‌دې وسله‌والو نښتو کې د ملي اردو درې سرتېري هم وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګداییف: د تاجکستان چارواکو له‌خوا ځورول شوی یم

په تاجکستان کې د اپوزیسیون یو نامتو فعال شرف الدین ګداییف ادعا کوي چې تېره میاشت د دې هېواد د چارواکو له‌خوا ځورول شوی دی او زیاتوي چې فشار پرې راوړل شوی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمن د مشر زوی ملاتړ وکړي. ګداییف د اپوزیسیون یوې ډلې غړی دی چې ۲۴ نومېږي. د دې ډلې فعالیت له وړاندې په تاجکستان کې ممنوع اعلان شوی دی. ګداییف د پنجشنبې په ورځ د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د تاجکستان د ملي امنیت د کمېټې مشر سید مومن یتیموف پر ده دا فشار راوړی دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

'د ښځو حق برحق' لاریون

د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو په پېښور کې ښځو فعالانو یو لاریون ترسره کړ چې موخه یې د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ او ازادۍ پر لوري د ښځو اګاهي زیاتول دي. له پېښوره د غلام غوث ویډیو راپور




Mashaalradio.com 

د سوات ښاروالۍ ښځینه غړې له ستونزو سرټکوي

د سوات ښاروالۍ کې ښځینه غړیو ګیله کوله چې نه خو ځان ته تالار لري چې دوی پکې غونډه وکولای شي، نه د لمانځه اوداسه لپاره بېل ځای لري. د نیاز احمد خان ویډيو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن روانه ده 

د هند په دهرادون ښار کې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه نن روانه ده.  دا د دغو دوو لوبډلو ترمنځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه ده. په‌دې لوبه کې چې پچه ایرلنډ ګټلې ده، افغان لوبډلې ته یې د بېټنګ بلنه ورکړې ده. د افغانستان شپږ لوبغاړي تراوسه اوټ شوي او یو سل او اتلس منډې یې جوړې کړي دي. تردې وړاندې درې نورې یو ورځنیو لوبو کې یوه یې افغانستان او یوه ایرلنډ ګټلې وه او درېیمه د باران د ورېدو له کبله لغو شوه. د افغانستان لوبډلې وړاندې درې سره شل اووره سیالۍ له ایرلنډ څخه ګټلي وې.

Mashaalradio.com 

په ژورنالیزم کې ښځو ته ورپېښې ستونزې

د ښځو نړیوالې ورځې په تړاو په اسلام اباد کې له ژورنالیزم سره تړلیو ښځو هغوی ته په دغه دنده کې د ورپېښو ستونزو په اړه یوه غونډه وکړه. د مشال همکار عمران یونس له ځینو پښتنو خبریالانو سره خبرې کړې.

Mashaalradio.com 

د مومندو خاصه دار او لېویز د پولیس روزنه غواړي

په غلنۍ مومندو کې په سلګونه خاصه دار او لېویز ځواکونه راوتلي ول، او په دغه ضلعه کې یې د پولیسو د راوستو پرضد جلسه او وروسته احتجاجی لاریون وکړ. مظاهره چیانو له حکومت او کمېشنرۍ انتظامیې غوښتنه کوله چې هغوی د پولیس قانون مخالف نه دي خو غواړي چې د د مومندو خپل خاصه دار او لېویز ځواکونو ته دې د پولیسو روزنه ورکړل شي، او له بهره دې پولیس یا د جېلونو عمله نه راولي. د شاهنواز تره کزي ویډيو

Pa.azadiradio.com 

د ایران په اړه د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا د امریکا ټینګار!

امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا ټینګار کړی چې پر ایران د بالسټیک توغندیو د ازموینو او دوو سټلایټونو د توغولو له کبله بندیزونه ولګوي. امریکا د ایران دا اقدامات د ملګرو ملتونو له پریکړه‌لیکونو سرغړاوی بولي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست استازي جانَتَن کوهین د پنجشنبې په ورځ عمومي منشي انتونیو ګوترش ته په یو لیک کې د ایران «بې ثباته کوونکي فعالیتونه» غندلي دي او پر تهران یې غږ کړی چې د لېرې واټن ویشتونکو هغو توغندیو سره تړلې ټولې هڅې دې سمدستي ودروي چې اټمي وسلې لېږدولی شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمپاین رئیس په ۴۷ میاشتې بند محکوم شو

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین رئیس په ۴۷ میاشتې بند محکوم شو. پاول منافورټ اوکرایني سیاستوالو ته په سلا مشورو ورکولو کې د پام وړ ګټه تر لاسه کړې وه او وروسته د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مشر شو. منافورټ چې په تېر اګسټ کې په بانکي او مالیاتي درغلیو مجرم بلل شوی و، د پنجشنبې په ورځ د یو قاضي له‌خوا دا ورکړل شوې سزا تر هغې ډېره کمه ده چې څارنوال یې غوښتنه کړې وه. د منافورټ قضیه د لومړي ځل لپاره د ځانګړي څېړونکې رابرټ مولر له‌خوا د نوموړې د هغو څیړنو په لړ کې راپورته شوه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انټونیو ګوترش د افغان حکومت او طالبانو د سمدستي خبرو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سمدستي خبرو غوښتنه کړې او ویلې یې دي چې سوله یوازې د هر اړخيزو بین‌الافغاني خبرو له لارې تر لاسه کیدای شي. د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په راپور کې ګوترش ویلي: "اوسني پرمختګونه ښايي په افغانستان کې د ۱۷کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو غوره چانس وي." نوموړي زیاته کړې چې د سولې یو پایداره توافق ته یوازې د پراخو بین‌الافغاني خبرو له لارې رسېدلی شو. ګوترش زیاته کړې: "زه د دې کړکېچ او د نه منونکي انساني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ووټل: شرایط داسې نه‌دي چې امریکايي پوځیان دې له افغانستانه ووځي

یو جګپوړی امریکايي جنرال وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره له دې چې په ښکاره یې د امریکا او طالبانو ترمنځ پر خبرو اندېښنه ښودلې، د هغو ملاتړ کوي. د امریکا د عمومي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل پرون پنجشنبه د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، له زلمي خلیل‌زاد سره له خپلو خبرو ورته څرګنده شوې چې له ولسمشر غني سره په منظم ډول مشورې کوي، بشپړ معلومات ورکوي او په حقیقت کې دا خبرې د ولسمشر غني په ملاتړ پیل شوي او هغه ترې خبر دی. ده له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus