Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 06.03.2019

Mashaalradio.com 

پاکستان کې د اوښانو جنګولو سيالي

په پاکستان کې د ځناورو او مارغانو جنګول غير قانوني دي خو ددې سربېره په پنجاب کې د اوښانو د جنګولو سيالۍ شوې دي. د اوښانو خاوندان ته تر يوه کاله پورې اوښان د جنګل لپاره تربيه کوي. د فرانس پريس اژانس د ويډیو پر اساس عبدالحي کاکړ راپور جوړ کړی.

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي سټوډیو

په ننګرهار کې پر یوه خصوصي شرکت حمله د ټولو حمله کوونکو له وژل کېدو سره پای ته ورسېده. د هندوستان له کشميره لسګونو کسان له پاکستان سره پر پوله له خپلو کورو کمپونو ته انتقال شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

باچله: له چینه به د ایغوریانو په اړه د څېړنې اجازه ترلاسم کړم

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مسوول میچل باچله وایي، په پام کې لري له چین څخه اجازه تر لاسه کړي، څو په شینجن کې د اویغور توکمو سیمې په ګډون په دې هېواد کې د ډله‌ییزو نیولو د خبرونو په اړه څېړنې وکړي. څه باندې یو میلیون کسان چې ډېری یې مسلمانان دي د چین په هغو ځایونو کې ساتل کېږي چې د چین حکومت یې تعلیمي او تربیوي مرکزونه بولي، خو فعالان وایي دا د ډله‌ییزو توقیفونو مرکزونه دي. باچله چې نن یې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته خپل کلنی راپور وړاندې کړ، وویل چې په شینجن کې ارامي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هند ته له هرات نه هوايي دهلېز پرانیستل کېږي

د هرات له لارې هند ته د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره هوایي دهلېز راتلونکې اوونۍ پرانیستل کېږي. د هرات د صنایع او سوداګرۍ خونې اجرائیه امر خلیل احمد یارمند په‌دې اړه وویل:  "موږ هیله‌مند یو تر شااوخوا ۱۰ ورځو پورې لومړنی صادراتي کاروان د هندوستان لوري ته ولېږو. زما په فکر په دې کې به بادام او پسته شامله وي." د ښاغلي یارمند په خبره له دې کبله چې د هوایي دهلېز له لارې صادرات ګران تمامېږي، حکومت به د دغو صادراتو د لګښتونو ۶۰ فیصده په غاړه واخلي. د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي د... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

افغان ولسمشر په کونړ کې دوه پروژې پرانېستې

افغان ولسمشر اشرف غني د مارچ پر شپږمه په کونړ ولایت کې دوه پروژې پرانېستې او د څو نورو پروژو چارې یې رسماً پیل کړې. په دې پروژو کې د کونړ ولایت د عامې روغتیا د ریاست ودانۍ او هم په سید جمال الدین افغان پوهنتون کې د نجونو لیلیه پرانېستله. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ګرجستان ته ځي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، دی به د روانې میاشتې په وروستیو کې ګرجستان ته سفر وکړي او د جمهوري قفقاز سیمې له مشرانو سره به وګوري او په ګډو پوځي تطبیقاتو کې به برخه واخلي. سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د مونټي‌نګرو له ولسمشر سره تر خبرو وروسته خبریالانو ته دا څرګندونې وکړې: "زه به د روانې میاشتي په وروستیو کې ګرجستان ته لاړ شم او دا له ګرجستان سره د پرله‌پسې قوي همکارۍ او سیاسي ډیالوګ یوه برخه ده چې موږ له ګرجستان سره درلوده. زه به د ناټو او ګرجستان د ګډو پوځي تمریناتو لیدنه هم وکړم. موږ نژدې... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

ازبکستان: د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوو

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ کوي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار له دفتره په یوې اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي چې عبدالعزیز کاملوف په قطر کې د طالب استازو او امریکایي پلاوي سره د خپلو لیدنو جزئیات حمدالله محب ته ورکړل. اعلامیه د ښاغلي کاملوف له قوله زیاتوي چې باور لري د افغانستان له حکومت سره د طالبانو د خبرو پرته د دغه هېواد د سولې په راوستلو کې بله هېڅ لار نه‌شته. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار هم د افغانستان د سولې په برخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر په کونړ کې ۲ پروژې پرانیستې او د څو نورو چارې پیل کړې

افغان ولسمشر اشرف غني نن په کونړ ولایت کې دوه پروژې پرانیستې او د څو نورو پروژو چارې یې رسماً پیل کړې. ولسمشر غني نن سهار د کونړ ولایت د عامې روغتیا د ریاست ودانۍ او هم په سید جمال‌الدین افغان پوهنتون کې د نجونو لیلیه پرانیستله او د شپږو نورو پروژو د بنسټ ډبرې یې کېښودې چې تر ټولو مهمه پروژه‌یې د ۲۰۰ بستریز روغتون جوړول دي. د دې پروژو ټوله‌ییز لګښت ۷۷۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوي دي. ولسمشر دغه‌راز نن د کونړ د ښځو له استازو، مشرانو، عالمانو، د مدني ټولنو فعالانو او نورو ځایې چارواکو سره ولیدل.

Mashaalradio.com 

چین دې م.م د یوغوریانو څرنګوالي جوتولو ته پرېږدي

داسې اټکلېږي چې د چین په سینکیانګ ولایت کې شاوخوا یو میلیون یوغور او نور مسلمانان په داسې ځایونو کې ساتل شوي چې چین یې د هغوی د بیا-ښوونې او روزنې مرکزونه خو فعالان یې د بند کیمپونه بولي.

Mashaalradio.com 

هند کې خلک د ابي نندن غوندې برېتونه پرېږدي

په پاکستان کې د هند د نیول شوي پيلوټ ابي نندن ورتمان برېتونه په هند کې مشهور شوي دي. د هند په ګوټ ګوټ کې خلک نايانو ته ورځي چې د ورتمان په څېر برېتونه ورجوړ کړي. اېډېټ: هدایت سلطاني ویډیو :رویټرز اژانس

Mashaalradio.com 

پاکستان له خوا د ناقانونه ډلو ضد اقدامات به د نړيوالو اندېښنې ځواب کړي؟

وړاندې هم پاکستان په وار وار وسله والې دلې ناقانونه ګرځولې او مشران او غړي هم نيولي وو خو ددې سربېره هم د نړيوالو هغه اندېښنې پر ځای نشوې چې تور لګوي چې اسلام اباد د وسله والو ډلو پرضد کافي اقدامات نه کوي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا چارواکي: د اوکراین دفاعي برخې باید پیاوړې شي

په اروپا کې د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو قوماندان د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د دفاعي برخو د پیاوړي کولو غوښتنه کړې ده. جنرال کورټېس سکاپاروتي د سې شنبې په ورځ دا خبره د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته کړې ده. هغه زیاته کړه چې د اوکراین دفاعي برخې هم د دې هېواد په ختیځ او هم په تور سمندرګي کې باید پیاوړې شي. جنرال سکاپاروتي وایي، د امریکا متحده ایالاتو وار له مخه د ټانګ ضد توغندي پر اوکراین پلورلي دي. هغه همداراز سناتورانو ته سپارښتنه وکړه چې واشنګټن کولای شي چې نور پوځي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا ترکیې ته نوی خبرداری ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ترکیې ته‌یې له روسیې څخه د دافع هوا سیستم د پېرلو له کبله خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند رابرټ پالادینو د سې شنبې په ورځ ویلي، که ترکیه د روسیې «S-400» ډوله سیستم وپېري، واشنګټن به پر ترکیې د «F-35» ډوله پرمختللو جنګي جټ الوتکو د پلورلو پر پروګرام بیا غور وکړي. په اروپا کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال کورټېس سکاپاروتي هم د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته په خپلو خبرو کې ورته څرګندونې کړې وې. د امریکا متحده ایالات پر ترکیې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ويډيو- د ننګرهار په حمله کې نن شپاړس کسان ووژل شول

وسله والو سخت دريځو نن د ننګرهار په هوايي ډګر کې د يوه خصوصي شرکت پر ودانۍ حمله وکړه چې په نتيجه کې يې د دې شرکت شپاړس کارکوونکي ووژل شول. د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي ازادي راډیو ته وويل په دې حمله کې پنځه حمله کوونکي هم وژل شوي دي. د نښتې پای ته رسېدو وروسته د پيښې د ځای ویدیو


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus