Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 21.03.2019

Pa.azadiradio.com 

د بغلان اوسېدونکو په مېله ځایونو کې د نوروز جشن ولمانځه

ډېری شمېر د بغلان اوسېدونکو د ۱۳۹۸ لومړۍ ورځ په تفریح ځایونو کې ولمانځله. امنیتي تدابیر هم د نورو کلونو په پرتله ښه نیول شوي دي. بشیر احمد غزالي د دغې ورځې په لمانځلو ویډیویي راپور برابر کړی دی. ایډيټ : لېمه هادي

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

نوی ۱۳۹۸کال په جشنونو ولمانځل شوخوپه کابل کې څوچاودنوخلک ژوبل کړل. دین ته د سپکاوي په تور د وژل شوي مشال خان په قضیه کې دوه ښکېل پاکستانیان په عمر بند محکوم شول. او هندوانو په ګڼو هېوادونو کې نن او پرون د هولي جشن ولمانځه. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Mashaalradio.com 

د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې نوروز ولمانځل شو

د نړۍ ځينې هیوادونو په مارچ میاشت کې د پسرلي له پیل سره نوروز لمانځي. په عراق او ایران کې هم خلکو د نوروز خوشالۍ ولمانځلې. د اې پي او اې ایف پي خبري اژانسونو ویډیوګانو تفصیل د ملیحه امیرزاده په دې رپورټ کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو ۶ تنه ترهګر نیولي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، ځواکونو یې د نوي کال په درشل کې د دوو انتحاریانو په ګډون ۶ تنه ترهګر نیولي دي. د دې ریاست په وینا د داعش دغو غړیو غوښتل د نوي کال په لومړۍ ورځ په پلازمېنه کابل کې تروریستي حملې وکړي. د ملي امنیت ریاست همدا راز وايي چې د خاصې قطعې ځواکونو یې په وروستۍ یوه اوونۍ کې په زابل، هرات، فراه، پکتیکا، بدخشان، غزني، هلمند، بلخ او سرپل ولایتونو کې ۴۴ وسله‌وال مخالفان نیولي دي. د دولت وسله والو مخالفو ډلو تراوسه پورې د ملي امنیت د ریاست د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د کابل د سخي زیارت په سیمه کې د چاودنو مسؤلیت داعش ومانه

د کابل د جمال مېنې د سخي زیارت په سیمه کې د نن ورځې د چاودنو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت سختدریځې ډلې په غاړه واخېست. په‌دې حملو کې چې د څرنګوالي په اړه یې ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي، لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي. د کابل د عاجلو خدماتو رئیس محمد عاصم وايي چې په ټپیانو کې ۲ ماشومان هم شامل دي. د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي وايي چې په جمال مېنه کې د سخي زیارت ته څېرمه درې چاودنې شوي خو دفاع وزارت وايي چې پر سیمه ۳ توغندي لګېدلي دي.

Pa.azadiradio.com 

کابل ښاریانو ۱۳۹۸کال په چاودنو پیل کړ

درېيو پرله‌پسې چاودنو د کابل په کارته سخي سیمه کې ۶ تنه ووژل او ۲۳ نور ټپیان کړل. داعش ډلې د دغو چاودنو مسؤلیت منلی دی او دې ډلې له مخکې ګواښونه کړي وو چې نوروز مه لمانځئ. تمیم اخګر د کابل یوه روغتون ته تللی او په اړه‌یې دا ویډیویي راپور چمتو کړی چي لېمه هادي یې وراندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې د نوروز مراسم په امنه فضا کې ترسره شول

په بلخ کې د نوروز مراسم د ولسمشر غني په حضور کې په امنه فضا کې ترسره شول په‌دې مراسمو کې ولسمشر غني په هېواد کې د تل‌پاتې سولې په راتلو ټینګار وکړ او ویې وېل چې هڅه کوي هېواد کې دایمي سوله تأمین شي. مجیب الرحمن حبیبزی يي په اړه ویډيویي راپور چمتو کړی ایډیټ: لېمه هادي

Mashaalradio.com 

د مشال خان په وژنه ککړ دوه کسان په عمري بند سزا

د پېښور ترهه ګرۍ ضد د مشال خان په وژنه ککړو دوو کسانو ته د عمري بند سزا اورول دې. جج جسټس محمود الحسن خټک په خپله دغه اورونه کې د دوو نورو تورنو کسانو خلاف د کوټلیو ثبونو نه لرلو له کبله هغه خوشې کړي دي. مشال خان په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکی وو چې د ۲۰۱۷ز کال پر ۱۳م اپرېل کې بلوه ګرو زده کوونکیو د مذهبي سپکاوي په تور په وهلو وهلو وژلی وو. د هغه وکیل ممتاز احمد له مشال راډیو سره په خبرو کی ووېل دا فېصله د درېو ګواهانو او په مردان کی د دغه پېښې د ویډیوګانو په بنیاد واورل شوه. له نوموړی سره د مشال خبریال غلام غوث خبرې کړې دي.




Mashaalradio.com 

له وینو سره مله سوله نه منو: ولسمشر غني

به بلخ کې د نوروز مراسمو اه وینا کې ولسمشر اشرف غني وویل: "سوله هر افغان ته تر اکسیجن مهمه ده، اما خبره په دې کې ده چې موږ تلپاتې سوله غواړو او نه هغه سوله چې د وینې بوي ترې راشي."

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د قزاقستان په استانه کې ۲۰ تنه ونیول

پولیسو په استانه کې ۲۰ تنه په‌دې خاطر ونیول چې د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف په نوم د قزاقستان د پلازمېنې پر نومولو یې اعتراض کړی و. نظربایف د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ له ۳۰ کاله واکمنۍ وروسته واک پرېښود. اعتراض کوونکي چې نن پنجشنبه د استانې د ښاروالۍ مخته راټول شوي وو، مخکې تردې چې د پولیسو له لوري ونیول شي، د لسګونو نورو کسانو له مخالفت سره مخامخ شول. د قزاقستان پارلمان پرون مارچ۲۰ د نوي ولسمشر قاسم جومارت توکایف له وړاندیزه څو ساعته وروسته یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس یې پر نورسلطان د پلازمېنې استانې نوم بدل شو. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نېب دې د ترهګرو مرستندویان هم وروبولي: بلاول

د مارچ پر۲۰مه مازيګر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته بلاول بوټو زرداري وويل د ناقانونه ګرځولې شویو تنظيمونو پرضد به هر وخت خپل اواز پورته کوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د یادو تنظيمونو پرضد دې کاروايي وکړي.

Pa.azadiradio.com 

د افغان ولسمشر په ګډون په مزارشریف کې د نوروز جشن ترسره شول

په مزارشریف کې د نوروز د جشن او د حضرت علي د جنډې د پورته کولو مراسم پیل شوي دي. افغان ولسمشر اشرف غني چې په‌دې مراسمو کې ګډون کړی اوس د خلکو یوې لویې غونډې ته وینا کوي. په مزارشریف د نوروز جشن او د ګل سرخ میله د حضرت علي پر مزارد جنډې په پورته کولو سره پیلیږي. د ازادي راډیو خبریال وایي چې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو کسان په‌دې مراسمو کې د ګډون لپاره مزارشریف ته ورغلي او د بلخ امنیتي چارواکو هم د دغو مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې یوې تروریستي ضد محکمې دوه تنه په عمر قید محکوم کړل

په پاکستان کې یوې تروریستي ضد محکمې دوه تنه پهدې خاطر چې د پوهنتون یو محصل یې بدنامه کړی وه، په عمر قید محکوم کړل. په مردان کې د خان عبد ولي خان پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځي ۲۳ کلن محصل مشال خان د ۲۰۱۷ د اپریل په ۱۳ مه په پوهنتون کې د یو شمېر خلکو له لوري ووژل شو. پر ده تهمت شوی و چې په ټولنیزو رسنیو کې یې کفري مطالب لیکلي دي. د مشال خان پر وژل کېدو مدني ټولنې او د بشري حقونو د دفاع فعالانو اعتراضونه وکړل او حکومت یې مجبوره کړ چې په حمله کې په لاس لرلو تورن کسان ونیسي.

Pa.azadiradio.com 

محمد اشرف غني وویل انتخابات به نور نه ځنډېږي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په مزارشریف کې وویل چې انتخابات به نور نه ځنډېږي. ښاغلي غني په مزارشریف کې د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې ګډون کړی و. له مزارشریف څخه د ازادي راډیو خبریال وايي چې لسګونو زرو خلکو په‌دې مراسمو کې ګډون کړی دی. د وروستیو راپورونو له مخې، مراسم په امن کې او د نورو کلونو په پرتله د زیاتو خلکو په ګډون ترسره شوي او د کومې امنیتي پېښې راپور نه‌دی ورکړل شوی.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus