Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Март
2019

Новости за 20.03.2019

Pa.azadiradio.com 

عدالت غوښتنه د فرخندې له پاره تر اوسه هم دوام لري

کابل کې د هنر سالار بڼسټ چې د وژل شوې فرخندې انځور د نوموړې د وژلو په ځای کې رسم کړ وایي چې لا هم د نوموړې د وژنې عاملین خيلې سزا ته رسېدلي نه دي. یو شمېر کابل ښاریان وایي، حکومت باید د ښځو او ماشومانو پر وړاندې له تاوتریځوالي مخنیوی وکړي فېروزه یي په اړه راپور برابر کړی ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر

Mashaalradio.com 

په خوست کې پخوانی ملکي روغتون بیا فعال شو

تر هغه وروسته چې د سې شنبې په ورځ د مالیاتو د ډېریدو په اعتراض کې په خوست ښار کې ډاکټرانو خپل شخصي کتن ځایونه او او روغتیايي کلینیکونه وتړل، نن د چارشنبې ورځې ماسپښین مهال د خوست ولایتي ادارې د ناروغانو د درملنې لپاره د پخواني ولایتي روغتون فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړل.

Pa.azadiradio.com 

د نوي کال لومړۍ ورځ یا «نوروز» ته د کابل ښاریانو چمتوالی

د نوي کال لومړۍ ورځ یا «نوروز» ته د کابل ښاریانو چمتوالی نیسي. ​ دوی نوی کال په جلبیو، کبانو، هفت مېوې، سمنک، سبزي چلو او قدم وهلو او تفریح کولو لمانځي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ډاډ ورکوي چې د نوروز د مراسمو لپاره لومړۍ درجه نظامي احضارات عملي کوي.

Mashaalradio.com 

په پاکستان اییني کې د پوځي امرانو تور قانون به ختموم: بلاول

د پاکستان پيپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري وايي دا يې د ګوند غلطي وه چې په خپل دور حکومت کې يې د نېب په تور قانون کې څه بدلون ونکړو خو په راتلونکي کې به د ايين نه د هر پوځي امر لخوا شامل کړې شوې تور قانون وباسي .نوموړي دا خبرې نن د شورو په ورځ په اسلام اباد کې د احتساب قامي ادارې (نېب) ته د وړاندې کيدلو ورستو کارکنانو ته په خپلې وينا کې وکړې. د مشال راډیو همکار عمران یونس ویډيو

Pa.azadiradio.com 

د بلخ چارواکي: د نوروز لمانځلو لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي

د بلخ نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز وايي، د نوروز د لمانځلو لپاره یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي. عبدالرقیب مبارز نن چهارشنبه د مارچ شلمه، ازادي راډیو ته وویل: "هېڅ د اندېښنې ځای نشته، موږ د سیمې د اوسېدونکو سره په دوامدار ډول په تماس کې یو. هر څوک چې دلته راځي موږ امنیت ورته نیسو، هېڅ امنیتي مشکل دلته نشته." د یو شمېر سرچینو په حواله، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا په بلخ کې د نوروز د جشن د پېل په مراسمو کې برخه اخلي، خو د بلخ امنیه قوماندان دا خبر نه‌دی تأیید کړی. د ازادي راډیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان: امریکا په سومالیا کې ملکيان وژلي

د عفوې نړیوال سازمان ویلي، د امریکا د متحدو ایالاتو پوځ په وروستیو دوو کلونو کې په سومالیا کې هوايي حملې کړي چې ملکي وګړي په‌کې وژل شوي دي. د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې دا کار ښايي جنګي جنایت وګڼل شي، خو په افریقا کې د امریکايي ځواکونو قوماندانۍ دا ادعاوې رد کړي دي. د عفوې د نړیوال سازمان په څېړنه کې څرګنده شوې چې په ۱۱۰ هوايي حملو کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال له دوبي راهیسې شوي، ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي. د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې حملې ظاهراً د جګړې پر نړیوالو قوانینو تېری کوي او په ځينې مواردو کې جنګي جنایت بلل کېدلی شي. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

امریکا: د ترکیې په جنوب ختیځ کې ۵.۷ درجې زلزله شوې

د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د ترکیې په جنوب ختیځ کې پینځه اعشاریه اووه درجې زلزله شوې ده. په ترکیه کې د بېړنیو حالاتو ځانګړې ادارې ویلي چې د زلزلې دوه ټکانونه احساس شوي دي. د ترکیې د ډنیزلي سیمې والي حسن کرهان وویل چې د ودانیو د نړېدو له امله خلک ژوبل شوي او ډېرو کسانو چې ځانونه یې له برنډو لاندې غورځولي، زخمیان شوي دي. د زلزلې له امله ځینې کورونه تخریب شوي هم دي.

Pa.azadiradio.com 

په بلوچستان کې وسله‌والو طالبانو شپږ ملېشه عسکر وژلي

په بلوچستان کې وسله‌والو طالبانو شپږ ملېشه عسکر وژلي دي. حمله نن چهارشنبه د مارچ شلمه د بلوچستان په زیارت سیمه کې شوې ده. د حملې مسؤلیت د پاکستاني طالبانو ډلې، تحریک طالبان پاکستان اخېستی دی. دې ډلې په یوه بیان کې ویلي چې دا حمله یې په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو په عملیاتو کې د خپلو ملګرو د قتل د غچ اخېستلو لپاره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

غني: پوهنې وزارت او ښاروالۍ دې د ښوونځیو زرغونولو لپاره کار وکړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال په مناسبت په وینا کې د پوهنې له وزارته او ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې د ښوونځیو د زرغونولو لپاره کار وکړي. غني چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په ګډون یو شمېر لوړ رتبه دولتي چارواکي ورسره وو، وویل چې سږکال داسې باران او دومره واوره شوې چې په تېرو پینځو کلونو کې ساری نه‌لري. هغه وویل چې دا به د وچکالۍ له کمولو سره مرسته وکړي او په افغانستان کې به د دوه فیصده اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.

Mashaalradio.com 

د باجوړ انټرنیټ لا هم نه دی فعال

د باجوړ استوګن په ضلعه کې د تیز انټرنیټ یا ۳جي او ۴ جي انټرنیټ د بیا بحالیدو اعلان د مارچ په اولسمه شوی خو لا هم د هغوی په سیمو کې انټرنیټ کار نه کوي.

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال په سیالیو کې عمان افغانستان ته ماتې ورکړه

د فوټبال د ایرمارین مالیزیا د جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې عمان افغانستان ته ماتې ورکړه. دغه سیالۍ چې په مالیزیا کې ترسره شوه، افغانستان له عمانه پنځه د صفر په وړاندې ماتې وخوړه. د دغه سیالیو بله لوبه اوس مهال د مالیزیا او سنګاپور ده چې ګټونکې لوبډله به يې د درېیم مقام د ترلاسه کولو لپاره د راتلونکې سې شنبې په ورځ د افغانستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. په‌دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ عمان، مالیزیا، او سنګاپور برخه لري.

Mashaalradio.com 

بلوچستان: سنځاوۍ کې شپږ لېويز واله وژل شوي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي: 'په جنوبي پښتونخوا کې په شعوري ډول دا عمل په دوامداره توګه روان دی، او امنیتي ادارې یې په مخنیوي کې دلچسپي نه لري.'

Pa.azadiradio.com 

درېغه نظربایف د قزاقستان د پارلمان د سنا مشره وټاکل شوه

د قزاقستان د مخکني جمهور رئیس لور، درېغه نظربایف نن چهارشنبه د مارچ شلمه، د هغه هېواد د پارلمان د سنا مشره وټاکل شوه. درېغه نظربایف ۵۵ کلنه ده او په اکثریت رأیو د سنا مشره وټاکل شوه. نورسلطان نظربایف تقریباً دېرش کاله د هغه هېواد ولسمشر و. هغه پرون استعفا وکړه. د ولسمشر تر استعفا وروسته، د قزاقستان د اساسي قانون له مخې، د سنا مشر قاسم ژومات تقیف د جمهوري ریاست لپاره وټاکل شو. د قزاقستان سرپرست ولسمشر هم نن د خدمت لوړه وکړه.

Pa.azadiradio.com 

د رادوان کاراجیچ په برخه کې د "م.م" پرېکړې ته شېبې شمېرل کېږي

په سربرنیڅه کې د قتل عام د قربانیانو خپلوان او د کورنیو غړي نن چهارشنبه د مارچ شلمه، د رادوان کاراجیچ په برخه کې ملګرو ملتونو قضاوت ته شېبې شمېري. په ۱۹۹۵ میلادي کال کې په سربنيڅه کې ۸ زره مسلمان نارینه چې هلکان او د پاخه عمر سړي په کې وو، ووژل شول. رادوان کاراجیچ د بوسنیا له صربانو څخه دی او په دې قتل عام کې په لاس درلودلو تورن دی. هغه همدا راز د سرایوو د څلور کلنې محاصرې چې نېږدې لس زره کسان په کې ووژل شول، له پلان جوړونکو ګڼل کېږي. هغه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په قتل عام، د بشري ضد جرمونو... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus