Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Март
2019

Новости за 13.03.2019

Pa.azadiradio.com 

د کليفورنيا والي: د اعدام سزا زموږ له اساسي ارزښتونو سره ټکر کې ده

د امريکا د کليفورنيا ايالت والي ګاوين نيوسام غواړي چې هغه اجرائيوي فرمان چې په دغه ايالت کې د اعدام د مجازاتو د مخنيوي په باب دى، لاسليک کړي. هغه له مخکې په يوه اعلاميه کې ويلي: "د اعدام مجازات زموږ له اساسي ارزښتونو سره ټکر کې دي." له دې سره په کليفورنيا کې په مرګ د ٧٣٧ محکومو شويو کسانو مجازات د لنډې مودې لپاره ځنډول کېږي. خو د دغه فرمان له مخې به هېڅ څوک له بنده خوشې نه شي.

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت د صنعتي پارکونو د برښنا د ستونزې د هواري هڅه کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د صنعتي پارکونو د برښنا د ستونزو د هواري په لټه کې دی. دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې اړه تېره ورځ یوه ناسته هم جوړه شوې وه او صنعتکارانو وویل چې په صنعتي پارکونو کې یوازې ۳۰۰ مېګا واټه برښنا ته اړتیا ده چې دا مهال‌يې د نه‌موجودیت له امله صنعتکاران له ګڼو ستونزو سره مخ دي. خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت بیا د یوې تخنیکي کمېټې په جوړولو سره ژمنه کړې چې د صنعتکارانو ستونزې به هوارې کړي. کمېټه به د برښنا د ستونزو د هواري لپاره یوه منظمه طرحه جوړوي.

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس کې په ۱۷۰ جریبه ځمکه باغونه جوړېږي

په بادغیس ولایت کې په ۱۷۰ جریبه ځمکه باغونه جوړېږي. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي ارډيو ته وویل چې د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروژې په مرسته به په دغو باغونو کې مېوه لرونکې ونې وکرل شي. نوموړي وویل، بڼوالو ته په دې هدف مېوه لرونکي نیالګي هم وېشل شوي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس، د بادغیس اقتصاد تر ډېره پر کرنیزو محصولاتو ولاړ دی او په دې سره به د خلکو په اقتصادي وضعیت کې ښه‌والی راشي.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت په دغه وزارت کې د نویو ګمارنو خبر ورکوي

دفاع وزارت وايي چې یاسین ضیا د دې وزارت د لومړي مرستیال او ډګر جنرال بسم الله وزیري د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي. بسم الله وزیري تر دې مخکې د ځانګړو عملیاتو د قل اردو قوماندان و. په هغه خبرپاڼه کې چې د سې شنبې په ناوخته دفاع وزارت خپره کړې، همداراز ویل شوي چې ډګر جنرال محمد شعیب په هوايي برخه کې د لوی درستیز د مرستیال او تورن جنرال عبدالفهیم رامین چې مخکې د ۷۷۷ ځانګړې لوا قوماندان و، د هوايي قل اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي. د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې په دې وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرام الدین کریم د ۹۰ ورځو لپاره د فوټبال له مربوطو فعالیتونو منع شو

د فوټبال نړیوال فدراسیون د افغانستان د فوټبال د فدراسیون پخوانی رئیس کرام الدین کریم د ۹۰ ورځو لپاره له فوټبال سره له تړلو ټولو فعالیتونو منع کړی دی. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د فیفا په قول راپور ورکړی چې ښاغلي کریم په دې موده کې په ملي او نړیواله کچه فوټبال سره له تړلو ټولو فعالیتونو منع شوی دی. کرام الدین کریم د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د ریاست پر مهال د افغانستان د نجونو د فوټبال په ټیم کې په جنسي او فزیکي ځورونه تورن دی. نوموړی پر خپل ځان لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې قضیې د څېړنې امر کړی دی.




Pa.azadiradio.com 

د نړۍ ګڼو هېوادونو د بوینګ ۷۳۷ مَکس ۸ الوتکو الوتنې ځنډولي

د نړۍ ګڼو هېوادونو د بوینګ ۷۳۷ مَکس ۸ ( MAX 8) الوتکو الوتنې ځنډولې دي. د نړۍ د ځینو هېوادونو هوايي شرکتونه دا ګام وروسته له هغې اخلي چې د ایتوپیا د هوايي شرکت د یوې همدې ماډلې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۵۷ تنه ووژل شول. د ناروی، بریتانیا، استرالیا، چین، مالیزیا، سنګاپور، اندونیزیا، برازیل، مکسیکو او هند هوايي شرکتونو د دوشنبې په ورځ د بوینګ (737 مَکس 8) الوتکو الوتنې بندې کړې. جرمني او فرانسې لا مخکې ورته اقدام کړی و. ایسا (EASA) یا د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ټولنې د سې شنبې په ورځ په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چک جمهوریت د دغه هېواد دفاعي لګښت زیاتوي

د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابیش ژمنه کړې چې د خپل هېواد دفاعي لګښت به زیات کړي او د ناټو له خوا ټاکل شوې هدف ته به یې چې د کورني ناخالص تولید دوه په سلو کې برخه ده، ورسوي. بابیش چې د سې شنبې په ورځ یې د پراګ په ښار کې د ناټو تړون سره د چک جمهوریت د یو ځای کېدو د شلمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کوله، وویل چې هېواد یې د ۲۰۱۵ میلادي کال راهېسې هر کال دفاعي لګښت پرله پسې زیات کړی او تر هغې به دوام ورکړي چې ټاکل شوي هدف ته ورسېږي. دا مهال چک جمهوریت د خپل کورني ناخالص عاید په سلو کې یو اعشاریه دوه برخه په دفاعي بودجه لګوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عبدالله: د نویو کمېشنرانو په اړه قضاوت له وخته مخکی دی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې د تېرو انتخاباتو پر ستونزو او د نویو کمېشنرانو په اړه خبرې کړي. نوموړی په‌دې اړه هم غږېدلی چې په لوړه کچه په حکومتي چارو کې څومره دخیل دی. له ښاغلي عبدالله سره د اجمل تورمان د مرکې دوهم برخه دلته لیدلی شئ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus