د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ماریا مالمیر ستینرګارد، ویلي، هېواد یې د اوکراین لپاره تر جګړې وروسته د سولې ساتنې ځواک په چوکاټ کې د سرتېرو لېږلو امکان نه ردوي.
ځینو جرمني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هیواد د سلګونو افغانانو الوتنې ځنډولي او دوه چارټر الوتنې یې لغوه کړې دي. د ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه افغانان چې الوتنې یې ځنډول شوي، لا دمخه یې د جرمني ویزې ترلاسه کړې دي.
لکه څنګه چې پښتنې ښځې د غوز پوټکی (دنداسه) د شونډو سرو کولو لپاره کاروي نو همداسې د میانمار (برما) ښځې هم له پېړیو راهیسې د یوې ځانګړې ونې له پوټکي د تناکا په نوم یو ډول کریم جوړوي او په مخ یې پورې کوي. دوی وايي، له دې سره یې د مخ پوستکی ښایسته کېږي او د لمر په وړانګو له سوځېدو ژغورل کېږي. د برما د فرهنګي چارو اداره وايي، د ملګرو ملتونو د تعلیم، ساینس او فرهنګي چارو څانګې ته غوښتنلیک ورکوي چې تناکا نړیوال میراث وګرځوي. د اسوشيټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
جاپاني رسنیو ویلي چې توکیو کې د " نیوپون فوندیشن" په نوم یوه بنسټ چې د جاپان ملي ګټو ته کار کوي، د طالبانو یوه پلاوي ته د سفر بلنه ورکړې ده. د جرمني ( ډي.پي.اې) خبري اژانس لیکلي چې د همدې بلنې پر اساس د طالبانو یو پلاوی جاپان ته تللی چې جوړښت کې یې د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري شامل دی. خپله ښاغلي نظري د شنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې جاپان ته روان شوی دی. دا له کله چې د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې طالبان واکمن شوي، جاپان ته یې د یوه چارواکي لومړنی رسمي سفر دی. Читать дальше...
د فنلنډ ولسمشر الکساندر سټاب وړاندیز وکړ چې په روسیې همدارنګه باید د شتمنیو بندیزونه هم ولګول شي. دا څرګندونې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا او روسیې ترمنځ د احتمالي خبرو اترو په درشل کې وشوې
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوول قریشي بدلون ویلي د یکشنبې په ورځ د لعلپورې ولسوالۍ اړوند «ډیورند فرضي کرښې» ته څیرمه نښته هغه مهال وشوه چې طالبانو په خپلو پوستو کې مورچه جوړوله او پاکستاني پوله ساتو پرې ډزې وکړې.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې له دې ډلې څلور کسان د غلا، لوټمارۍ او نامشروع اړیکو او اوه تنه نور په غلا تورن وو.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اتلانو جام په درشل کې خپله دویمه تمریني لوبه په نیوزیلنډ وبایلله.
د جرمني د بایرن ایالت اعلی وزیر مارکوز زودر ویلي افغانستان ته د مجرمانو د استولو په باب باید ژر تر ژره له طالبانو سره خبرې وشي. مارکوز زودر په مونیخ کې د یوه افغان کډوال له خوا د ۳۹ کسانو د ټپیانولو د پېښې په اړه د غبرګونو په دوام دا خبره کړې.
روبیو منځني ختیځ ته خپل سفر له اسراییلو پيل کړ او تر نتنیاهو وروسته یې یکشنبه ناوخته د اسراییلو له ولسمشر سره هم ولیدل.