کله چې د پاکستان له خپلواکۍ يو کال وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې حکومت "اردو"د دې هېواد د يوازينۍ ملي ژبې په توګه اعلان کړه نو د هغه وخت په ختيځ پاکستان يا اوسني بنګله دېش کې ولس د دې ګام مخالفت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې هلته زياته ويونکې ژبه "بنګالي" دې هم ملي ژبه وګرځول شي.